1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماس په جرمني کي د امريکا د اټومي وسلو د موجوديت ملاتړ کوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

د جرمني خارجه وزير هايکو ماس هڅه کوي چي په خپل هيواد کي د اټومي وسلو په اړه د هغو بحثونو مخ ونيسي چي د ګوند په دننه کي یې روان دي. هغه چي په جرمني کي د امریکا د اټومي وسلو د موجودیت دفاع کوي، خو ورسره مخالفتونه موجود دي.

https://p.dw.com/p/3bmqd
Heiko Maas (SPD), Außenminister
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

خارجه وزير هايکو ماس د خپل ګوند له خوا پر سختو انتقادونو سربيره په جرمني کي د امريکا د اټومي وسلو د موجودیت دفاع کوي. د خارجه وزارت يوه وياند په برلين کي وويل چي د سوسيال ديموکراټ ګوند دغه سياستوال د ايتلافي حکومت د تړون د موفقې ترشا ولاړ دى.

د اتحادي ګوندونو او سوسيال ديموکراټانو ترمنځ تړون کي له جرمني او اروپا څخه د اټومي تاکتیکي وسلو د وتلو په اړه د غیرتسلیحاتي کیدو بریالۍ خبري د یوه شرط په توګه ذکرسوي دي.

ماس په خپله د شپیګل په نامه آلمانۍ مجلې ته ویلي چي «زموږ خارجي او امنیتي سیاست باید هیڅ وخت یوه ځانګړې جلا آلمانۍ تګلاره نه وي. سړی پر دې باندي هیڅکله توافق نه سي کولای چي له اټومي وسلو پرته یوه نړۍ به یوه ښه نړۍ وي. مهمه داده چي دغه هدف ته سړی څنګه رسیدلی سي.» د ماس په خبره «یو طرفه ګام اخیستل چي زموږ د متحدینو او اروپايي ګاونډیانو باور له منځه وړي، بې له اټومي وسلو نړۍ هدف ته موږ نه سي نژدې کولای. برعکس دا کار زموږ اتحاد کمزوری کوي.«

Rolf Mützenich, Vorsitzender der SPD-Bundestagsfraktion
د مسیحي ډیموکراټانو د فراکسیوني مشر، رالف مویتڅنیشانځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

کافي ونډه

دغه سیاستوال په دې هکله د صدراعظمي میرکل ملاتړ هم له ځانه سره لري. د هغې ویاند شتیفن زایبرت څرګنده کړې ده چي، تر هغو پوري چي داسي دولتونه موجود وي چي اټومي وسلو ته په جنګونو کي د یوې وسیلې په سترګه ګوري، نو ددې ضرورت هم لیدل کیږي چي داسي تهدیدونکي اټومي وسلې موجودي وي لکه څنګه چي ناټو یې رامنځته کوي.

د جرمني حکومت به د دغه قابلیت د تر لاسه کولو له پاره کافي ونډه ترلاسه کړي. د زایبرت په خبره، دغه ونډه اخیستنه به په صطلاح د پوځي اتحاد د اټومي وسلو په چوکاټ کي رامنځته سي.

ماس او د حکومت ویاند په دې ډول سره د مسیحي ډیموکراټانو د فراکسیوني مشر، رالف مویتڅنیش او سوسیال ډیموکراټانو د مشر نوبرت بوریانس څخه فاصله ونیوله، کومو چي د جرمني له خاوري څخه د امریکا د اټومي وسلو د وتلو خبره کړې وه.

له کنتروله وتلي تشنج خطر

د فراکسیون مشر په دې ترڅ کي د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له خوا غیر پیشبیني سوي عکس العمل ته اشاره کوي. د ترمپ حکومت اعلان کړی وو چي «اټومي وسلې نه یوازي دا چي د بیرولو له پاره دي، بلکي هغه داسي وسلې هم دي چي په مرسته یې جګړه مخ ته بیول کیدای سي.» په دې ډول سره نو د مویتڅنیش په خبره د یوه«نامعلومه تشنج خطر» رامنځته سوی دی.