1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماس: په ایران کې هرج او مرج به سيمه کې ستونزې لا زیاتې کړي

۱۳۹۷ مرداد ۱۷, چهارشنبه

پر ایران د امریکا د بندیزونو تر بیاځلي پيل وروسته، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د هرج و مرج د لمن پراخیدو خبردارۍ ورکړی دی. هغه ټینګار وکړ چې آلمان او اروپایې اتحادیه د موافقتنامې د ساتلو له پاره مبارزه کوي.

https://p.dw.com/p/32nFg
Berlin - PK Heiko Maas und Ditmir Bushati
انځور: picture-alliance/AA/A. Hosbas

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، چې د سوسيال ديموکرات گوند سره تړاو لري، د ایران سره له اټومي تړونه د امریکا وتل تیروتنه بللې. هغه له ایران سره د شخړې د زیاتیدو او په سیمه کې له دې امله د احتمالي هرج مرج له رامنځته کیدو څخه خبرداری ورکړی دی.

هایکو ماس د چهارشنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۸ نيټه) له «پساوه نویه پرېسه» آلماني ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کړی دی چې آلمان له اټومي موافقتنامې څخه د امریکا وتل تیروتنه ګڼي. هغه وویل چې دغه موافقتنامه ډیره زیاته ښه نه ده، خو په هر حال تر دې ښه ده چې هیڅ موافقه نه وي.

ماس ټینګار وکړ چې همدا موافقتنامه د دې سبب شو چې د ایران له خوا د اتوم بم د جوړولو په برخه کې فعالیتونه چې یو احتمالي خطر انګیرل کیده، ودرول شي.

د هغې موافقتنامې له مخې چې په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره لاسلیک شوې وه، ایران باید خپل ټول هغه فعالیتونه درولي وایې چې د اتوم بم د جوړولو په برخه کې ترې استفاده کیږي. د دې په بدل کې لویدیځ باید د ایران پر وړاندې خپل بندیزونه ختم او په دغه هیواد کې پانګونې ته زمينه مساعده کړې وای.

ماس وویل: «مونږ د دې موافقتنامې له پاره مبارزه کوو، ځکه چې په سمیه کې امنیت او روڼتیا، زموږ ګټو ته هم خدمت دی». هغه زیاته کړه: «مونږ اروپایان په دې نظر یو چې د موافقې اقتصادي اړخونه باید همداسې په خپل حال پاتې شي».

ماس د دې موضوع د روښانه کولو له پاره وویل چې د بیلګې په توګه نړیواله مالي راکړه ورکړه باید په خپل قوت سره باقي وي، څو د ایران اقتصادي څرخ په حرکت کې پاتې شي.

نوموړي زیاته کړه: «په ایران کې به ګډوډي، لکه مونږ چې یې په عراق او لیبیا کې شاهدان وو، یو وار بیا هم دغه سیمه نا آرامه او لا زیات بی ثباته کړي».

دونالد ترامپ د سه شنبې په ورځ یو وار بیا پر ایران هغه بندیزونه ولګول چې پخوا لري کړای شوي ول. اروپایې اتحادیې د دې کار مخالفت کړی دی. اروپا په دې هڅه کې ده چې د اروپایې شرکتونو د معاملاتو له پاره په ایران کې خوندي چاپيریال برابر او له ایران سره اټومي مواففتنامه وژغوري.

د ایران ولسمشر دونالد ترامپ په مي میاشت کې له موافقتنامې څخه ووت. هغه دا موافقتنامه ناکاره وباله او ويې ویل چې د دې موافقتنامې په وسیله، نه یوازې دا چې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه نه شي نیولی، بلکی تهران وتوانید ډیرې پيسې ترلاسه کړي.

ترمپ نه یوازې د ایران احتمالي خطر جوړونکي اټومي فعالیتونه په پام کې نیولي، بلکې د ایران له سرحدونو څخه د باندې د دغه هیواد پوځي او توغندیز فعالیتونه یې هم په نظر کې نیولي دي او د ایران د چلند د بدلیدو غوښتنه یې کړې.