ماس او انجيلينا جولي د جنسي تيريو پرضد مبارزه کوي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۳, سهشنبهامريکايي لوبغاړې انجلينا جولي او د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس په جنګ ځپلو سيمو کي د جنسي تيريو پر ضد مبارزه کوي. دغو دواړو کسانو، د واشنګټن پوست ورځپاڼي ته د يوې مقالې په وړاندي کولو سره په جنګ ځپلو هيوادونو کي د ښځو د ناوړه حالت په اړه زړه بوږنوونکي مثالونه وړاندي کړي دي.
د مثال په ډول هغوی د دنيس موکوگه په نامه کانګويي ډاکټر او د نوبل د جايزې ګټونکي څخه يادونه کوي چي په خپل کلينيک کي يي د جنسي تيريو د درو نسلونو، ميندو، لوڼو او کم سنه لمسيانو درملنه کوله.
جولي او ماس غواړي ددغه ډول جرمونو په هکله دپلټني او تعقيبولو شرايط ښه او د نړيوالو قوانينو او ملګرو ملتو د پريکړه ليک د مراعاتولو ساتنه وکړي. علاوه پر دې بايد د قربانيانو په ښه ډول ساتنه او ملاتړ وسي.
«په ټوله نړۍ کي د جنګي او ترهګري تاکتيک په توګه استفاده»
آلمان غواړي د ملګرو ملتونو په امنيت په شورا کي له خپل اوسني رياست څخه ګټه واخلي تر څو داسي يو پريکړه ليک تصويب کړي. په هغه کي به د هغو کسانو له پاره هم عواقب له ځانه سره ولري چي د ښځو پر وړاندي زورزياتي ته په ښه سترګه ګوري او يا يي هم ملاتړ کوي.
د هغوی له خوا خپره سوې مقاله کي راغلي «له جنسي تيري او د هغه له نورو شکلونو څخه په ټوله نړۍ کي د جنګي او ترهګري تاکتيک په توګه استفاده کيږي» زياتره وختونه مجرمين پرته له کومي سزا څخه د قانون له منګولو خلاصيږي.
جولي او ماس ليکلي دي چي «له مجازاتو څخه دغه ډول معاف کيدل سخت عواقب له ځانه سره لري موږ دواړو په داسي هيوادونو لکه عراق، بوسنيا، او سيراليون کي له ځينو کسانو سره مخامخ سوو چي له موږ څخه يي عاجله غوښتنه کوله تر څو د زورزياتيو عاملينو ته د جزا ورکولو او تعقيب په قانون کي نيمګړتياوي له منځه ولاړي سي، ځکه دا کار د جنسي تيريو د تکرار سبب کيږي.»
ماس په نيويارک کي د دغه بحث مشرتوب پرغاړه لري
۴۳ کلنه انجلينا جولي له کلونو راهيسي په جنګ ځپلو سيمو کي د جنسي تيري پرضد مبارزه کوي او په دې اړه د بريتانيا له پخواني خارجه وزير ويليم هيګ سره ګډ کار کوي.
دا د ملګرو ملتو د کډوالو چارو په اداره(UNHCR ) کي له کلونو راهيسي فعاليت کوي او په ۲۰۱۲م کال کي د ځانګړي سفيري په توگه ونومول سوه.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د سه شنبې په ورځ(۲۰۱۹م کال د اپريل ۲۳مه) غواړي د ماس په مشرتوب د «په جنګ ځپلو سيمو کي د جنسي تيريو» په هکله بحثونه ترسره کړي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير ددغو بحثونو مشري پر غاړه لري، دا ځکه چي آلمان په دغه مياشت کي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مشري پر غاړه لري.
دویچه ویله آنلاین/ پ،ګ