1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماس: آلمان او امریکا د ایران په اړه کډ اهداف لري

۱۳۹۷ مهر ۱۲, پنجشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په واشنګټن کې له خپل امریکایې سیال مایک پمپیو سره ولیدل. ماس وویل چې د نظر پر اختلاف سربیره دواړه هیوادونه د ایران د اټومي او توغنديز پروګرام په هکله ګډ اهداف لري.

https://p.dw.com/p/35wkN
USA | US-Außenminister Pompeo empfängt Deutschlands Außenminister Maas
انځور: Reuters/K. Lamarque

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس چې له امریکایې چارواکو سره د لیدنې په موخه یې امریکا ته سفر کړی وو ټینګار وکړ چې د نظر پر اختلاف سربیره آلمان او امریکا متحده ایالات د ایران د اتومي موافقتنامې په هکله ګډې موخې تعقیبوي.

هایکو ماس له خپل امریکایې سیال مایک پمپيو، سره په واشنګټن کې تر لیدنې کتنې وروسته خبریالانو ته وویل: «دواړه هیوادونه په دې اړه چې ایران نه باید خپل د بالیستیک توغندیو پروګرام ته د پخوا په څیر ادامه ورکړي او باید له سوریې څخه ووځي، د نظر یووالی لري».

سربیره پر دې هغه وویل: د ایران له خوا د اټومي بم جوړولو او په سیمه کې د دغه هیواد د قدرت طلبانه سیاست مخه نیول هم د دغو هیوادونو له ګډو اهدافو څخه دي.

امریکا چې له ایران سره اتومي موافقه یو خراب تړون بولي او د روان کال په می میاشت کې له دې تړون څخه وتلې ده، پر ایران د امریکا د بندیزونو د لیري کولو په هکله د اروپا د تصميم په اړه سخت غبرګون ښکاره کړی دی.

اروپا اعلان کړی دی چې له ایران سره د اروپایې شرکتونو د راکړې ورکړې د اسانۍ له پاره د یوه ځانګړي مالي کانال د رامنځته کولو په هڅه دي، څو دغه شرکتونه وکولی شي بی له دې چې د امریکا د بندیزونو له امله د مجازات کیدو څخه ویره ولري له ایران سره خپل سوداګریز فعالیتونه جاري وساتي.

ماس په دې اړه وویل چې له دې اقدام څخه د اروپایې اتحادیې هدف له اټومي موافقې څخه د ایران د وتلو مخه نیولې وه، ځکه چې له اټومي موافقې څخه د ایران وتل به په سیمه کې د یوې پوځي شخړې رامنځته کیدو د خطر زیاتیدو ته لمن ووهي.

ماس امریکا له اروپایې اتحادیې څخه دباندې خپل تر ټولو مهم سوداګریز شریک وباله. هغه امریکا ته د خپل سفر څخه مخکې د دونالد ترمپ د تندو تویتري پيغامونو په اړه د آلمان شپيګل ورځپاڼې ته ویلي ول: «موږ خپلې اړيکې د یوه فرد په تویتري پيغامونو پورې نه تړو.»

هایکو ماس واشنګټن ته د خپل دغه لنډ سفر پر مهال د ترمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولتون او د سوداگرۍ په چارو کې د سپينې ماڼۍ له استازي رابرت لایتایزر، سره هم ولیدل.