1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اوکراين ته نژدې د روسيې پوځي فعاليتونه د «انديښنې وړ» دي»

۱۴۰۰ آذر ۱۲, جمعه

د امريکا پوځ د اوکراين سرحده ته څېرمه د روسيې د پوځ د فعاليتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. اوکراين ويلي دي چې روسيې يې ګډې پولې ته له ۹۰ زرو ډير ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

https://p.dw.com/p/43mYY
USA US-General Mark Milley
انځور: Erin Scott/REUTERS

د امریکا متحده ايالاتو د ګډو قواوو لوی درستيز، جنرال مارک میلي په دې اړه له اټکلونو څخه ډډه کړې ده چې که چیرته روسيه پر اوکراين باندې يرغل وکړي، د امریکا غبرګون به څه وي او دغه هېواد به له کومو انتخابونو سره مخ وي. خو ميلي د دغه بحران په اړه په خپلو ځينو تر ټولو مهمو ویناو کې د واشنګټن او د ناټو اتحاد له پاره د اوکراين د حاکميت پر اهمیت باندې ټينګار کړی دی.

ميلي له سيول څخه واشنګټن ته په يوه الوتکه کې د پرواز په جریان کې وويل: «دلته د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو غړو هيوادونو د ملي ګټو امنيت د پام وړ په خطر کې دی، که چیرته روسیه پر یو هیواد وړاندې چې له ۱۹۹۱ څخه خپلواک دی، يو تهاجمي پوځي اقدام کوي.»

اوکراين ويلي دي چې روسيې دوی سره د ګډې پولې په اوږدو کې له ۹۰ زرو څخه ډير ځواکونه راټول کړي دي. خو مسکو بيا د دغو څرګندونو پر ردولو سره ويلي دي چې دا يې د خپل سويلي ګاونډي لخوا د یوې حملې په مقابل کې چمتووالی دی او دوی حق لري چې په خپل حریم کې څرنګه چې مناسب وي، خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي.

کرملین وار د مخه په ۲۰۱۴ کال کې له اوکراين څخه د تورې بحيرې ټاپو کريميا الحاق کړې او تر هغه وروسته د هغو یاغيانو ملاتړ کړي چې د کیف حکومت پر ضد د هیواد په ختيځ کې جنګيږي. کیف وايي چې په دغو نښتو کې ۱۴ زره کسان وژل شوي دي او لا هم ادامه لري.

Russland Ukraine | Das russische Militär führt auf der Krim massive Übungen durch
​​​​​​​​اکراين وايي روسيې يې پولې ته نژدې ۹۰ زره عسکر ځای پر ځای کړي دی - انځور د روسي ځواکونو - آرشيفانځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture alliance

د چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې پر اوکراین باندې د روسيې حمله کیدای شي بې ثباتي رامنځ ته کړي هغه هم په داسې وخت کې چې هاخوا د ټايوان او چين تر منځ هم وضعیت ډير ترينګلی شوی دی.

جنرال ميلي په عامه توګه اوکراین سره پر ګډه پوله د ځای پر ځای شوو روسیي ځواکونو د شمیر په اړه څه ونه ويل، خو وېې ويل چې د هغه انديښنې د لږ شمیر روسي ځواکونو څخه ورهاخوا دي.

ميلي وويل: «زه نه غواړم چې تاسو ته ووايم چې موږ د څه او کومو شاخصونو په لټه کې يو او يا هم د استخباراتي نقطې له نظره څه خبرداری ورکوو، خو موږ هغوی په ټوله معنی تعقیبوو.» میلي د خپلو خبرو په ادامې زیاته کړه: «اوس هلته په کافي اندازه داسې څه شته چې د انديښنو سبب شوي او موږ به خپل نظارت ته ادامه ورکوو.»

روسيه او اوکراين ګډ تاريخ لري. دغه دواړه هیوادونه په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي اتحاد تر پاشل کيدو وروسته رامنځته شول. مسکو د خپل دغه ګاونډي هیواد د ناټو تړون سره د يو ځای کیدو ارادې ته د سرغړونه او ګواښ په سترګه ګوري. 

د دغه وروستي بحران له رامنځ ته کیدو راهیسې، مسکو يو لړ غوښتنې مطرح کړې چې د لويديځ له خوا يې د امنيتي ضمانتونه وشي. په دې ضمانتونو کې دا ډاډګيرنه هم شامله وه چې ناټو به په اوکراين کې داسې توغندويز سیستم نه نصبوي چې روسیه ورباندې په نښه کړل شي.

ASEAN Russia Summit
د روسيې ولسشمر ولادمیر پوتينانځور: Kremlin Pool/Russian Look/picture alliance

د امریکا خارجه وزير، انتوني بلنکین د پنجشنبې په ورځ مسکو ته خبراردی ورکړ که چيرته پر اوکراین باندې حمله وکړي نو دا به ورته ډيره ګرانه تمامه شي. هغه په عین حال کې خپل روسي سیال دې ته وهڅاوو چې دغه بحران ته د ديپلوماتيکو لارو رسيدګي وشي.

ميلي په دې اړه له ګمان او ارزونې ډډه وکړه چې پوتين دې له افغانستان څخه د امریکايي قواوو د وتلو پر وخت بایدن ته ويلي وي چې «هغه باید له پوتين څخه پوښتنه کړی وای.» خو ميلي وويل: «زه فکر کوم دا تیروتنه به د هر هیواد له پاره وي کله چې د افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو يوه ستره ستراتيژي جوړوي او تر هغه وروسته دا وضعيت په اتوماتيکه توګه د نورو حالاتو له پاره وکاروي.»

ميلي د متحده ایالاتو د پخوانيو ولسمشرانو مثالونه یاد کړ چې له ځينو سیمو څخه خپل ځواکونه ایستلي ول خو په يو بل ځای کې يې بيا د پوځي اقداماتو امر ورکړی.

ميلي وويل: «په دې لحاظ امریکا متحده ایالات ځينې وخت د نورو هیوادونو له پاره سخت هیواد دی چې وې پيژنې.»