1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تاريخ

مارتین لوتر څرنګه یو انقلاب رامنځ ته کړ

۱۳۹۵ آبان ۱۰, دوشنبه

مارتین لوتر خپلي مشهورې ۹۵ رسالې د ۱۵۱۷م کال د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه د ویتنبرګ په یوه کلیسا کې خپرې کړې. په یوه داسې نړۍ کې چې خلکو د خپلو ګناه وو د بخښني له پاره پیسې ورکولې، د هغه نظریات افراطي بریښیدل.

https://p.dw.com/p/2Rwu4
Deutschland Geschichte Reformation Luthers Thesenanschlag Ferdinand Pauwels
انځور: picture-alliance/akg-images

مارتین لوتر یوازې غوښتل چې د هغو ستونزو په اړه بحث وکړي چې ده په کاتولیکې کلیسا کې لیدلې وې. خو هغه څه چې د ۱۵۱۷م کال د اکتوبر پر ۳۱مه نیټه په ویتن بورګ کې وشول، آلمان، اروپا او ټوله عیسوي نړۍ د تل له پاره بدله کړه.

د دې له پاره چې پر هغې اشفتګې چې مارتین لوتر د خپلو رسالو له خپرولو سره سړی پوه شي، باید یووار هغه وخت ته بیرته ولاړ شي چې هغه پکښې ژوند کاوه. په منځنۍ او د نوي پړاو په پیل کې، عیسوت د رومان کاتولیکې کلیسا تر سختې اغیزې لاندې وو. د کلیسا اوامرو او قواعدو د خلکو برخلک ټاکه او خدای ته د داسې یوه قاضي په توګه کتل کیدل چې هیڅ اشتباه یې هم له جزا پرته نه پریښوده.

په دې وخت کې هغه پیښې چې تشریح کیدای نه شوای، لکه شخصي تراژیدۍ، خراب حاصلات او ان جګړې، له شیطان سره د لارې شریکولو عواقب ګڼل کیدل. هغه کسان چې باور کیدی دغه شان لاري تعقيبوي، د لرګي پر سر سوځول کیدل.

د مارتین ژوند څه بدل کړ؟

مارتین لوتر په ۱۴۸۳م کال کې په ایسلیبن کې د کان د یوه کارکوونکي په کور کې وزیږد. هغه په ۱۵۰۱م کال کې د ایرفورت په پوهنتون کې زده کړې پیل کړې. څلور کاله وروسته هغه خپله د ماستري دوره بشپړه کړه او د قانون په برخه کې یې زده کړې پیل کړې.

د لوتر د زېږېدو کور
انځور: picture-alliance/dpa/P. Endig

خو په دې وخت کې له هغه سره داسې څه وشول چې ژوند یې ورته د تل له پاره بدل کړ. په ۱۵۰۵م کال کې، هغه په سخت توپان کې ګیر شو او تندر ووهه. هغه مرګ له نزدې ولید او په زړه کې یې ویره پیدا شوه چې نه شي چې ناچمتو له خدای سره مخامخ شي. له همدې کبله هغه له سنت انا، وغوښتل چې دی د راهب په توګه ومني.

تر څوارلسو ورځو لږ وخت وروسته، هغه په ایرفورت کې د اوګویستین یوې صومعې ته ولاړ او په دې ځای کې یې د قبلیدو غوښتنه وکړه.

د راهب په توګه د مارتین ژوند

مارتین لوتر د عیسوي روحانیونو په استوګنځي په ځای کې ژوند تجربه کړ. هغه له لومړي سره یو تابع راهب وو. هغه به په ورځ کې شپږ وارې دعا کوله، روژه به یې نیوله، د خپل روح د پاکولو هڅه به یې کوله، د خلکو د اعترافونو د اوریدو او نورو دیني رسومو تمرین به یې کاوه. پخپله لوتر، د خپل ژوند د دې دورې په اړه ویلي دي، چې هغه هر هغه څه چې یو راهب جنت ته د تلو په موخه کوي، ترسره کړي دي.

د عیسوي روحانیونو په استوګنځي کې تر ژوند دوه کاله وروسته، لوتر په ۱۵۰۷م کال کې کشیش شو. د هغه د زده کړو په مرکز کې د الهیاتو په اړه تدریس شامل وو.

په ۱۵۱۰م کال کې لوتر روم ته د خپلې کلیسا له خوا واستول شو. دا د هغه له پاره ډیر مهم سفر وو. د هغه کلیسا په دې وخت کې د یوې ودانۍ د جوړولو له کبله تر سخت مالي فشار لاندې وه. د دې له پاره چې پیسې تر لاسه شي، د کلیسا چارواکو د عفو لیکونو د پلورلو پریکړه وکړه. هغو کسانو ته چې کلیسا ته راتلل، ویل کیدل چې هغوی کولای شي د خپلو ګناه وو د بخښل کیدو له پاره کلیسا ته پیسې ورکړي. هر چا ته د هغه د عاید د کچې له مخې د پیسو د ورکړې یوه اندازه ټاکل کیده. آن هغه کسان چې لا وختي مړه شوي ول، کیدای شوای چې په اصطلاح د پیسو د ورکړې په بدل کې له دوږخ څخه و ایستل شي. وروسته بیا لوتر پر دغه کار باندې سختې نیوکې وکړې.

لوتر د خدای په لټه کې

په ۱۵۱۲م کال کې مارتین لوتر، خپله دوکترا تر لاسه کړه او د ویتن بورګ په پوهنتون کې یې کار پیل کړ. خو هغه بیا هم د مهربانه او بخښونکي خدای په لټه کې وو او له ځانه یې دا پوښتنه کوله: زه باید څه وکړم چې خدای ما ومني؟ د کلیسا قواعدو د دې پوښتنې ځواب نه لاره.

مارتین لوتر، انجیل لوستلو ته دوام ورکړ او کرار کرار په هغي موضوع پوه شو چې وروسته بیا د پروتستانتۍ اصلاحاتو په اساس بدله شوه: هغه دا چې خدای یوازې یو قاضي نه دی، بلکي هغه پلار چې خپل مخلق پرې ګران دی او خپل زوی یې د خپلو بندګانو د ګناه وو د بيي ادا کولو له پاره ځمکې ته راواستاوه.

هغه په انجیل کې دا پیغام هم وموند چې هر څوک چې پر خدای او د هغه «پر زوی عیسی» باندي باور لري د خدای پر وړاندې توجیه شوی دی. مارتین لوتر بلاخره د خپلې پوښتنې ځواب وموند.

د لوتر د ایمان څلور پایې

مارتین لوتر انجیل د مطالعې له لارې د خدای پیژندنې له پاره څلور اساسه رامنځ ته کړل. لومړي: مقدس کتاب. هغه انجیل د حقیقت یوازینۍ سرچینه ګڼله خو په هغه وخت کې کلیسا د پاپ لیکنې هم په دې ډله کې شاملې ګڼلې.

په ۱۵مه پېړۍ کي په لاتيني ژبه انجيل
انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

دویم: بخښنه یوازې د خدای د ارادې له مخې کیږي نه د ښو کارونو له لارې. دغه باور د بخښنلیکونو پلورل له زاوال سره مخامخ کړل.

دریم: لوتر دې پایلې ته ورسید چې یوازي عیسی د انسانانو او خدای تر منځ د اړیکې وسیله ده. او څلورم هم دا چې، انسانان یوازې د ایمان له لارې ژغورل کیدای شي.

هغه ویل: «د عیسویت ژوند په بشپړه توګه پر اعتقاد ولاړ دی [...] د اعتقاد له لاري عیسی په موږ کې ژوند کوي او له موږ سره یو دی. پر عیسی باندي د اعتقاد له لارې، د هغه رښتنوالي زموږ کیږي او څه چې د هغه وي، زموږ کیږي.»

دغه باور د خدای او انسان تر منځ په اړیکه کې انقلاب رامنځ ته کړ. خلک پوه شول چې هغوی کولای شي د یوه کشیش له مرستې پرته له خدای سره په مستقیم ډول اړیکه ټینګه کړي.

له دې سره، کلیسا خپل ځواک له لاسه ورکړ. که څه هم د مارتین لوتر کار انقلاب رامنځ ته کړ، خو هغه فکر کاوه چې یوازې پخواني او اصلي اصول یې بیرته مطرح کړي دي. د خدای پیژندنې د پروفیسور په توګه، لوتر خپل نظر خپلو شاګردانو او هغو خلکو ته ورکاوه چې کلیسا ته راتلل. په لومړي سر کې چا د هغه خبرو ته توجه نه کوله خو لوتر خپل کار ته دوام ورکړ. هدف یې د عیسوي اعتقاد اصلیت ته بیرته تګ او همداراز د بخښنلیکونو د پلورل کیدو مخنیوی وو.

د لوتر مشهوره ۹۵ رسالې

د ۱۵۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې لوتر د بخښنلیکونو د پلورو په اړه یوه مناظره پلان کړه. نو هغه خپلې مقالې په مستقیم ډول البرشت کاردینا براندبنورګ، ته واستولې. په عین وخت کې، ویل کیږي چې هغه خپلې ۹۵ رسالې د ویتنبورګ د «السینت» کلیسا په دروازه کې وځړولې. له دې سره یوه بحث رامنځ ته شو چې د کلیسا اساس یې ولړزاوه. ماریتن لوتر وکولای شول چې هغه وخت د چاپي رسنیو له لارې خپل پیغام ژر نورو ته ورسوي.

Deutschland Martin Luther Statue Eisleben
انځور: picture-alliance/dpa/F. May

د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر ۳۱مه نیټه د مارتین د دې تاریخي کار ۵۰۰مه کلیزه ده. په دې کال کې به د پروتیستانو د رامنځ ته کیدو د تاریخ په اړه بیلابیل نندارتونونه په لاره واچول شي.