1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م: ۲۲۰ مهاجر په مديترانې سمندرګي کې ډوب شوي دي

۱۳۹۷ تیر ۱, جمعه

ملګري ملتونه وايي چې په تيرو شاوخوا درو ورځو کې ۲۲۰ مهاجر په مديترانې سمندرګي کې ډوب شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمشنرۍ په سمندر کې د مهاجرو د ژغورنې په موخه د هڅو ډيرلو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/303yA
Rettungsschiff Seefuchs
انځور: picture-alliance/dpa/sea-eye.org

 د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمشنرۍ ويلي دي چې په تيرو درو ورځو کې چې وروستۍ يې جمعه د جون ۲۰مه ده، شاوخوا ۲۲۰ مهاجر چې غوښتل يې ځانونه اروپا ته ورسوي د ليبيا په ساحلو کې ډوب شوي دي.

د آلمان د يو تلويزيون د «تاګ شو» د رپوټ په حواله، د بشر حقونو نړیوال سازمان دغه ارقام د هغو مهاجرو له قوله بيان کړي دي چې له دغو پيښو روغ وتلي دي.

ویل شوي دي چې په يوه پيښه کې چې د سه شنبې په ورځ رامنځ ته شوې، د يوې کښتۍ د شاوخوا سلو سوارليانو څخه يوازې پنځه کسان ژوندي پاتي دي. په همدې ورځ يوه بله بادي کښتۍ هم ډوبه شوې ده چې پکښې د ناستو ۱۳۰ کسانو څخه ۷۰ تنه يې ډوب شوي دي.

همدا ډول د چهارشنبې په ورځ هم د ليبيا ساحلو ته نژدې يوه کښتۍ ډوبه شوه چې پکښې سپاره نژدې ۵۰ مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمشنرۍ اروپا ته د تلونکو مهاجرو د ژغورني له پاره چې په مديترانې سمندرګي کې له سختو خطرونو سره مخ کيږي، د لا زياتو هڅو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په ورستيو ورځو کې ايټاليا د مهاجرو د ژغورل شوي کښتۍ له منلو ډډه کړې ده. د ژغورل شوو مهاجر يوه کښتۍ چې په ډير مهاجر پکښې سپاره ول، د ايټاليا په ساحلي اوبو کې تر څو ورځو انتظار وروسته، اړه شوه چې د اسپانيا والنسيای بندر ته ولاړه شي.

مرستندويه غیر دولتي ادارو د ایټاليا پر دغه اقدام سختې نيوکې کړي دي

د نړۍ د کاتوليکانو مشر پاپ فرانسيس د پنجشنبې په ورځ له ژنو څخه د بيرته ستنيدو پر مهال په اروپايي اتحاديه کې د مهاجرت پر موضوع شته بحثونو ته په کتو، له دغو هيوادونو څخه وغوښتل تر څو پر خپلو سياستونو له سره کتنه وکړي او د خپلو وړتياو له مخې دې مهاجر ومني.

د مديترانې سمندرګی اروپا ته د تلونکو مهاجرو يوه خطرناکه او په عين وخت کې ډیره کارونکې لاره ده. پر دغې لاره هرکال په زرونو مهاجر په اوبو کې د ډوبيدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا هم ورکيږي.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوريز البوم: