1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ناورو ټاپو کې د ميشتو مهاجرو ماشومانو په اړه انديښنې

۱۳۹۷ مهر ۲۱, شنبه

ملګرو ملتونو له استراليا څخه غوښتي چې د آرام سمندر په ناورو او نوې پاپوا ګينې ټاپوګانو کې د مهاجرو توقیف ځايونه وتړي. په دغو ځايونو کې د ماشومانو روغتيايي وضعيت ډير خطرناک ښودل شوی چې دغه سازمان يې استراليا مسئوله ګڼي.

https://p.dw.com/p/36TtJ
Papua-Neuguinea - Polizei räumt Flüchtlingslager in Manus - Protest
د نوي پاپوا ګينې مانوس کمپ - آرشيفانځور: picture alliance/AP Photo/refugee Action Coalition

د بې پولې ډاکټرانو (ام اس اف) په نوم د بشري مرستو ډله چې له ناورو کمپ څخه وتلې ده وايي چې د مهاجرو ماشومانو په منځ کې د مخ پر ډيريدونکې روانې ناروغۍ له امله يو شمير ماشومان په «نيمه کوما حالت» کې قرار لري چې نه شي کولای څه وخوري، وڅښکي او په لاره وګرځي.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۱۳مه نېټه) وويل چې د ۲۰۱۳م کال راهيسې په دغو دوو ټاپوګانو ګانې څه د پاسه ۱۴۰۰ مهاجر او پناه غوښتونکي اچول شوي دي. استراليا هيواد د خپل مهاجرت سخت قانون له مخې، هغه مهاجر چې هڅه کوي په غيرقانوني توګه د سمندر له لارې په کشتيو کې ځانونه دغه هيواد ته ورسوي، په سمندر کې تر نيولو وروسته د آرام سمندر دغو لرو پرتو ټاپوګانو ته استوي. د استراليا پر دغه قانون د ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو له خوا په پراخه کچه نيوکې شوي دي.

د يو ان اچ سي آر وياندې کاترين ستوبیرفيلد په يوه بيان کې ويلي دي چې «دغه قانون د يو شمير اقداماتو په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی.» هغې په دې اړه زياته کړې ده: «دا [دغه قانون] د مهاجرو په محافظت کې پاتې راغلی، حتی تر ټولو اساسي اړتيا د برابرولو په برخه کې پاتې راغلی دی.»

Australien Einwanderungsgesetz gegen Flüchtlinge ist geplant
استراليا هغه مهاجر چې غواړي په کشتو کې دغه هيواد ته لاړ شي له نيمې لارې نيسيانځور: picture-alliance/dpa/Rossbach/Krepp

دغه سازمان وايي، له هغه وخته چې استراليا توقيف ځايونو ته د مهاجرو د ګرځولو لړۍ پيل کړې او په کې ۱۲ کسان مړه شوي دي، له دغې ډلې څخه پر نيمايي باندې يې تور او يا يې هم تصدیق شوی چې دوی په خپله ځانونه وژلي دي.

ميرمن ستوبیرفيلد په دې اړه په خپل بيان کې چې د یو ان اچ سي آر په انترنت پاڼه کې خپور شوی ويلي دي: «په نهايت کې د دې مسئوليت د استراليا په غاړه دی.» هغې زياته کړې ده: «دا د استراليا له خوا يو جوړ شوی سيستم دی چې اداره او مالي ملاتړ يې هم دغه هيواد کوي. او دا استراليا پورې اړه چې بايد د دغه وضعيت او د هغه د عواقبو ځوابګو وي»

د رويترز خبري آژانس د يوې غوښتنې سربیره، د استراليا د کورنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه وزارت ګارډين ورځپاڼې ته په يوې استول شوې اعلاميه کې ويلي دي چې مهاجر په ډيره «جدي» توګه تر درملنې لاندې قرار لري. 

Australien schließt umstrittene Asyl-Heime auf Pazifik-Inseln
د يو شمير مهاجرو ماشومانو په اړه ويل شوي چې په «نيمه کوما» حالت کې ديانځور: picture-alliance/dpa/Rural Australians For Refugees

په دغه بيان کې راغلي: «ناورو ټاپو ته ټول ليږدول شوی کسان آزاد دي چې کولای شي د دغه ټاپو شاوخواو ته ولاړ شي، دوی په توقيف کې نه دي.»

په دغې بيانيه کې همدا شان راغلی دي چې روغتيايي کارکونکي د اوونۍ د ورځو سربيره، په عاجلو حالاتو کې په اضافي ساعتونو کې هم مهاجرو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي. دغه خدمات د عمومي حفاظت، نرسنګ، د روحي درملنې کلينکونو په څير برخو کې ياد شوي دي.

په بيانيه کې ذکر شوي چې ډير تر ډيره ۶۵ تنه روغتيايي پروفيسوران، چې په هغو کې ۳۳ تنه يې د روحي ناروغيو پروفيسوران دي، ناورو ټاپو ته ليږدول شوو کسانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.