1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

ليز ټرس د بریتانيا نوې صدراعظمه سوه

۱۴۰۱ شهریور ۱۵, سه‌شنبه

د بریتانیا د محافظه کاره گوند د مشرتابه د دوو نوماندانو ترمنځ تر اونیو سیالیو وروسته، بلاخره لیز ټرس دغه سیالي وگټله. هغه د «برگزیت» او د مالیو د کمولو سخته طرفداره ده. خو د هغې مخي ته پرتې ستونزي کمي نه دي.

https://p.dw.com/p/4GTFa
Großbritannnien Liz Truss
انځور: Scott Heppell/REUTERS

د بریتانیا د محافظه کاره گوند له ریاست او د دغه هیواد د صدراعظمۍ له چوکۍ څخه د بوریس جانسن جنجالي او د ډېرو په نظر ناوخته لیري کیدو وروسته، دا دی اوس لیز ټرس دغه دنده پر خپله غاړه اخلي.

د محافظه کاره گوند غړو د ۸۱ زرو رایو په ورکولو سره د لیز ټرس په مشرۍ دغه گوند ته خپلي رايي ورکړې. په دې ډول ټرس چی تر اوسه پوري د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره وه، په داونینگ ستریت کي د صدراعظمۍ ودانۍ ته ننوتله.

د ۴۷ کلني لیز ټرس رقیب، ۴۲ کلن ریشي سوناک چی د بریتانيا د مالیې پخوانی وزیر وو، وکولای سول ۶۰ زره رايي په لاس راوړي.

د بریتانيا ملکې، دوهمي الیزابت د سې شنبې په ورځ (سپتمبر ۶ مه) په سکاټلند کي د بلمورال په ماڼۍ کي مېرمن ټرس په رسمي ډول د صدراعظمي په توگه اعلان کړه. په دې ډول به ټرس تر مارگریت تاچر او تیریزا می وروسته دریمه ښځه وي چی په بریتانیا کي د دغه هیواد د چارو اداره پرغاړه اخلي.

مخکی له دې چي ملکه الیزابت، بوریس جانسن له خپلي دندي ایسته کړي، سې شنبه به وروستۍ ورځ وي چي هغه د صدراعظم په توگه په عام محضر کي راڅرگندیږي.

تر رسوايي وروسته بله رسوايي

۵۸ کلن بوریس جانسن په مجلس کي د محافظه کاره گوند د فراکسیون او حکومت د کابینې تر فشار لاندي تر څو رسواییو وروسته له دندي څخه استعفا ته مجبور سو. د کرونا له امله اجباري رخصتیو او د دغي ناروغۍ د پراخیدو پرمهال د "پارتی گیت" مسأله تر ټولو دمخه د هغه موقف له گواښ سره مخامخ کړ. خو دا د جانسن وروستۍ رسوایی نه وه او تر هغه وروسته نوري پیښي هم د دې سبب سوې چي هغه د محافظه کاره گوند د رهبر په توگه بلاخره له خپلي دندي لاس واخلي.

په هرحال قدرت ته د هغه بیرته ستنیدل له امکانه لیري نه بریښي. دغه سیاستوال چي په اوس وخت کي به د مجلس د یوه عادي استازي په توگه پاته سي، په محافظه کاره گوند کي له قوي پایگاه څخه برخمن دی.

د محافظه کاره گوند شاوخوا ۱۷۵ زرو غړو کولای سول، په تیرو اونیو کي د پُست او یا هم آنلاین له لاري د دغه گوند د رهبرۍ او د بریتانیا صدراعظمۍ ته کاندید له پاره خپلي رايي ورکړي. دوه اصلي کاندیدان یعني لیز ټرس او ریشي سوناک مخکی له مخکي د بریتانیا په پارلمان کي د محافظه کاره گوند د استازو ترمنځ د څو رایه اخیستنو له لاري د دغي چوکۍ له پاره ټاکل سوي ول.

ریشی سوناک، وزیر سابق دارایی بریتانیا و رقیب لیز تراس
ریشی سوناک، د بریتانیې پخوانی د مالیې وزیر او د ټرس رقیب انځور: Tayfun Salci/ZUMA/picture alliance

په پاخه عمر لرونکو او شتمنو نارینه وو کي د ټرس محبوبیت

ټرس د محافظه کاره گوند په ښي اړخ پوري تړلې او د برگزیت یوه له سرسختو مخالفینو څخه وه چي البته اوس د هغې نظر بدل سوی دی او له »اروپايي ټولني څخه د بریتانيا د وتلو پر ښیگڼو« ټینگار کوي. له خپلو رقیبانو سره په سیالۍ کي د دغي سیاستوالي د بریا دلیل تر ټولو دمخه داوو چي اعلان یې کړی وو چې د شدید تورم په وړاندي مالیې به په چټکۍ سره راکمي کړي.  

سربیره پردې هغې په خپل گوند کی چي تر ډیره ځایه له پاخه عمر لرونکو او شتمنو نارینه وو څخه جوړ دی، وکولای سول له اروپايي ټولني سره د مقابلې، د پناه غوښتني له سیاست، کيڼ اړخو، د چاپیریال ساتني د فعالینو او ټولنیزو اقلیتونو په هکله خپلو څرگندونو له امله یوه ښه پایگاه تر لاسه کړي.  

د بریتانیا د نوي صدراعظمي پر وړاندي تر ټولو لویي ننگوني، د انرژۍ بحران او د انرژۍ د انتقالولو تر ټولو لوړه بیه ده. تمه کیږي چي لیز ټرس به په راتلونکو ورځو کي د برېښنا او گاز له لوړي بیې سره د مقابلې په هکله خپله برنامه اعلان کړي.

خو بیا هم دا پوښتنه رامنځته کیږي چي آیا هغه کولای سي، د گوند په دننه کي د رقابتونو او چيلينجونو تر یوې دورې وروسته، محافظه کاره گوند بیرته سره متحد کړي، په ځانگړي ډول چي سوناک د دغه گوند په پارلماني ډله کي ډېر پلویان لري.

د خارجي سیاست په برخه کي هم دا اندېښنه موجوده ده چي ټرس ښايي د شمالي آیرلند په اړه د برگزیت د قوانینو پر سر له اروپايي ټولني سره شخړه لاپسي شدیده کړي.

GP/NZ/DW.Online