1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ۶۸ آلماني افراطيانو څخه پاسپورتونه اخيستل سوي»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۱۵, سه‌شنبه

په آلمان کي له ۲۰۰۸ کال راهيسي چارواکو له ۶۸ کسانو څخه پاسپورتونه اخيستي دي څو له هيواده دباندي تگ ممانعت ئې وسي. پردغو کسانو باندي شک دی چي غواړي تر آلمان دباندي له افراطي ډلو سره يوځای سي.

https://p.dw.com/p/1DROP
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د «راينيشه پست» ورځپاڼه د دغه هيواد په پارلمان کي د زرغونو گوند د جرگه گۍ هغه پوښتنه راخيستې ده چي له حکومت څخه ئې د پاسپورتونو په برخه کي کړې ده.

آلماني چارواکو ويلي دي چي د هغو کسانو څخه چي پاسپورتونه اخيستل سوي دي، اصلي مقصد ئې سوريې، افغانستان او پاکستان هيوادونوته سفر کول ول.

يوازي په دغه کال کي چارواکو د هغو ۲۰ آلمانيانو د سفر ممانعت کړی دئ چي غوښتل ئې سوريې ته ولاړ سي. پر دې سربيره ۱۲ کسان چي بهرني پاسپورتونه لري او سوريې ته ئې سفر کاوه منع سوي دي.

هغه کسان چي ورباندي له افراطي ډلو سره د يوځای کېدو شک سوی او د سفر ممانعت ئې سوی دئ پاسپورتونه ځني اخيستل سوي دي.

له دغو ۶۸ کسانو څخه د پاسپورتونه اخيستل يوازي د هغو اقداماتو جزئيات دي چي له افراطي ډلو سره د يوځای کېدونکو کسانو پر وړاندي تر سره کيږي.

د آلمان حکومت په دې اړه چي له څومرو کسانو څخه پاسپورتونه اخيستل سوي دي د ايالتي حکومتونو د مسئوليت په خاطر کولای نه سوای نور معلومات ورکړي.

د آلمان حکومت د زرغونو گوند پوښتني ته په جواب کي ويلي دي چي يوازي هغه کسان هدف گرځېدلي دي چي په رشتيا سره ئې تر هيواد دباندي په سفر کولو سره په عامه نظم کي بدلون راتلی.

د آلمان د زرغونو گوند د کورنيو چارو کارپوه فولکر بيک، له ائتلافي حکومت څخه غوښتي دي چي د افراطي ډلو پر وړاندي قانون بايد نور هم سخت سي.

هغه زیاته کړې ده چي د آلمان حکومت باید اعتراف وکړي چي دوی د ممکنه اقداماتو د ترسره کولو په اړه هيڅ لید نه لري.

بيک دغه راز د حکومت او ايالتونو ترمنځ د امنيتي چارو د راکړي ورکړي پر نيمگړتيا باندي هم نيوکي کړي دي.

هغه ويلي دي چي داسي ښکاري چي د آلمان حکومت دي د تروريستي اسلامي دولت ډلي په اړه «په تحليل کي سخته نيمگړتيا ولري».