1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له یونان څخه آلمان ته د ماشوم مهاجرو انتقال

۱۳۹۹ مرداد ۳, جمعه

نن له يونان څخه په لسونو پناه غوښتونکې ماشومان او کورنۍ آلمان ته ورسیدل.د هغوی شمير ۸۵ کسانو ته رسید، چې افغان پناه غوښتونکې هم پکي شامل دي.

https://p.dw.com/p/3frpt
Griechenland Athen Airport unbegleitete minderjährige Flüchtlinge vor Abflug
انځور: DW/N. Ziogas

له يونان څخه د اروپاي اتحاديې نورو هيوادونو ته د مهاجرو ماشومانو د لیږد بهیر په لړ کې د جمعي په ورځ يو شمیر ماشومان چې عمرونه يې د یو کال او پنځسلو کلونو ترمنځ ول او درملنې ته يې اړتيا درلوده له يونان څخه يې د آلمان کسل ښار ته پرواز وکړ.

د آلمان د داخله چارو وزارت ويلي دي چې د دغه ماشومانو لومړۍ درجه کورنۍ هم ورسره يو ځای لیږدول کیږې. د يونان د مهاجرو چارو وزارت څرګنده کړې ده چې په ټولیزه توګه د دغه کسانو شمیر ۸۵ ته رسیږي.

ورته موضوع: «مهاجر دې له یونان څخه المان ته انتقال شي»

دغه پناه غوښتونکي له افغانستان، عراق، سوماليا، سوريه او فلسطين دی. کسل ښار ته تر رسیدلو وروسته به د آلمان پر بيلا بیلو ايالتونو وويشل شي.

په راتلونکو اونيو کي په پام کې ده چې ۲۴۳ نور ناروغه ماشومان هم له کورنيو سره آلمان ته وليږدول شي.

له یونان څخه د اروپاي اتحاديې غړیو هیوادونو ته د مهاجرو ماشومانو د لیږد بهیر د کرونا ناروغۍ خپريدلو له کبله په موقت ډول ځنډيدلې وو.

د اروپايي اتحاديې د پريکړي له مخې د يونان له ګڼ ميشته کمپونو څخه په ټوليزه توګه ۱۶۰۰ مهاجر ماشومان به د اروپای اتحادیې غړیو هیوادونو ته ولیږدول شی.

تر اوسه ۲۰۰ کم عمره ماشومان چې مخکې يې د يونان په کمپونو کي ژوند کاوه، د آلمان، سويس، فنلند او پرتګال له خوا قبول شوي دي.