1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريافغانستان

«له کندهاره د ۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه مېوې صادرې شوي»

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ آذر ۲۸, سه‌شنبه

د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې اداره وایي چې سږکال يې له دغه ولایت څخه د ۵۵ ميليونو ډالرو په ارزښت زرګونه ټنه تازه مېوې بهر ته صادرې کړې دي.

https://p.dw.com/p/4aLTW
د کندهار آنار
د کندهار آنارانځور: Saifurahman Safi/Xinhua/IMAGO

د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا دویچه ویله ته وویل، چې سږ په کندهار ولایت کې باغوانانو له له خپلو باغونو ښه محصولات ترلاسه کړي او له طریقه یې ډېره ګټه هم کړې ده.

نوموړی وایي، سږ کال له کندهاره د ۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښت کابو یو لک او څلوېښت زره ټنه تازه مېوې صادري شوې دي: «سږ کال تر قوس میاشت پورې یو لک او اتلس زره ټنه تازه مېوه له کندهاره صادره شوې ده، چې د هغې څخه غټ قلم ۷۲ زره څو سوه ټنه انار، ۳۳ زره ټنه انګور دي او پاتې زدالو، خټکي او هندواڼې دي. چې د دې مجموعي ارزښت ۵۵ میلیونه او ۵۴۷ زره امریکایي ډالر کیږي.»

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بنا وایي، د دې تازه مېوو ډېره برخه پاکستان، هندوستان او قرغیزستان ته صادره شوې ده.

 

نوموړی زیاتوي، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د کندهار مېوو د محصولاتو يو دليل په دغه ولایت کې د اوبو ښه مدیریت دی، چې په وینا یې د دالې بند اوبه باغونو ته په منظمه توګه رسول شوې دي.

د کندهار ولایت باغوانان هم وایي، چې سږ کال د دوی محصولات ښه وو. دوی غوښتنه کوي، چې د کندهار تازه مېوو ته دې د هوایي کارګو له لارې زمینه برابره شي، څو د اروپا او نورې نړۍ بازارونو ته هم د کندهار تازه مېوې ورسول شي او په دې سره به دوی لا ډېر د خپلو محصولاتو ګټه ترلاسه کړي.