1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ځينو ميندوارو ښځو سره تحقيري چلن کيږي»

۱۳۹۸ مهر ۱۸, پنجشنبه

د روغتيا نړيوال سازمان د یوه تازه رپوټ په حواله د اسيا او افريقا په څلورو هيوادونو کې څه نا څه يو پر دريمه برخه ښځې د ماشوم د زيږون پر وخت په څپيړو د وهل کیدو او ښکنځل کیدو په څېر توهينونکي چلن سره مخامخ کيږي.

https://p.dw.com/p/3R2Mn
Symbolbild: Leihmutterschaft
انځور: picture-alliance/dpa/D. Fiedler

د «دي لينسيت» په نوم طبي مجله کې د خپاره شوي دې رپوټ په حواله په نايجيريا، ميانمار، گانا او گني سره د تړاو لرونکو زياتره ښځو ماشومان په طبيعي توگه نه، بلکې د عمليات په واسطه پیدا شوي او طبي عملې له دې ښځو څخه د عملیاتو د ترسره کولو اجازه هم نه وه اخيستې.

د روغتيا نړيوال سازمان په دې څېړنه کې کابو ۲۰۰۰ ښځې د ماشوم زيږيدو پر مهال څارلي او د ماشوم تر تولد وروسته له ۲۶۰۰ ښځو سره مرکې شوي. له دې ښځو څخه ۴۲ سلنه يې ويلي دي چې هغوی د خپل ماشوم د زيږون پر مهال په رواني او جسمي توگه ځورول شوي دي.

په رپوټ کې ويل شوي دي چې زياتره نالوستې او ځوانې ښځي له تحقيرونکي چلن سره مخامخ شوي دي. زياته شوې ده چې په ځينو قضيو کې خو هغه ښځې چې د روغتون د مصارفو د پرې کولو توان یې نه درلود، آن پوليسو نيولي دي.

د رپوټ په حواله له ښځو سره دا ناوړه چلن د ماشوم تر زېږولو لږ د مخه پيلېده. خو د څېړنې په حواله ډاکترانو او قابله گانو دا شکايت درلود چې ميندواره ښځې د ماشوم د زيږون پر مهال د دوی پر لارښوونو عمل نه کوي او په دې توگه همکاري نه رامنځته کيږي. ډاکترانو او قابله گانو د زيږون پر وخت ورکړل شوې «جزاوې» سمې بللې دي.

د روغتيايي چارواکو په حواله له ميندوارو ښځو سره د ماشوم د زېږېدو پر وخت نامناست چلن د پرمختللو هېوادونو په گډون په ټوله نړۍ کې ليدل کيږي، خو په دې اړه منظم ريکارد موجود نه دی. په شرقي اروپا کې په ځانگړي توگه د روما يا جټانو ميندوارې ښځې د دغه ډول چلن ښکار کيږي.

bs/ms (AG, DW Urdu)

زموږ له آرشيف څخه: