1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستان سره د سعودي د ۲۰ میلیاردو ډالرو پانګونې تړون

۱۳۹۷ بهمن ۲۹, دوشنبه

په پاکستان کې د سعودي عربستان د ولیعهد تود هر کلی وشو. هغه د یکشنبې په ورځ اسلام آباد ته ورسید. هغه له پاکستان سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پانګوني تړونونه لاسلیک کړل. خو په دغه سفر کې یوازي اقتصادي اړخ مطرح نه دی.

https://p.dw.com/p/3DYai
Pakistan Saudischer Kronprinz Mohammed bin Salman zu Besuch
انځور: picture-alliance/dpa/SPA

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، په پاکستان کې ویلي دي چې د دواړو تاریخي متحدینو اقتصادي اړیکي باید لا پسې غښتلي شي. ولیعهد د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا چې پکښې رسمي استازي او سوداګر شامل دي پاکستان ته سفر کړی دی.

محمد بن سلمان د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، سره د شلو میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګوني تړونونه لاسلیک کړل. په دې کې پر نورو سربیره د ګوادر په بندري ښار کې د نفتو د تصفیې د یوې دستګاه جوړول شامل دي. په ګوادر کې چین اوسمهال د یوه بندر په جوړولو بوخت دی.

تود هرکلی

عمران خان خپل د اوږدې مودې متحد سعودي عربستان څخه د ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه: «د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ اړیکي د بل هر وخت په پرتله پر ښه کیدو دي.» تر دې دمخه د سعودي عربستان ولیعهد ته اسلام آباد ته څیرمه په یوه پوځي هوايي ډګر کې د ۲۱ توپونو سلامي وشوه.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او د پوځ لوی درستيز جنرال جاوید قمر باجوه د هغه هرکلي ته ورغلي ول. د پاکستان پلازمېنه د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې او په زرونه امنیتي ځواکونه په ښار کې ځای پر ځای شوي دي. د ښار په ځینو برخو کې تلیفوني او انټرنټي خدمات ځنډول شوي دي.

Pakistan Saudischer Kronprinz Mohammed bin Salman zu Besuch
انځور: picture-alliance/dpa/SPA

لویدیځ ته خپل قوت ښکاره کول

آسیا ته د سفر په ترڅ کې، پاکستان لومړنی هیواد دی چې بن سلمان پکې تم دی. تر دې وروسته به هغه هند او چین ته هم سفرونه وکړي. د شنونکو له نظره آسیا ته د بن سلمان سفر د خپل قوت نندارې ته وړاندې کول دي.

د کارپوهانو په آند هغه غواړي لویدیځ ته دا په اثبات ورسوي چې د خبریال جمال خاشقجي د قتل په تړاو پر نړیوال انتقاد سربیره په آسیا کې دوستان لري. په سنګاپور کې د راجرتنام د نړیوالو اړیکو له بنسټ څخه جیمز دورسی، وایي چې هغه [بن سلمان] غواړي وښيي چې «په نړیواله کچه مردود شخص نه دی.»