1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له يونانه آلمان ته د مهاجرود کورنيو د الحاق بهير درول شوی»

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۸, جمعه

د آلمان حکومت، د دغه هيواد په پارلمان کې د کيڼ اړخي ګوند د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې له يونان څخه آلمان ته د مهاجرو کورنيو د الحاق بهير د روان میلادي کال له پيله بيا درول شوی دی.

https://p.dw.com/p/2xx4p
Deutschland Frau Muslimische Frau holt Kinder von Schule ab
انځور: picture-alliance/W. Rothermel

آلمانۍ ورځپاڼې «اوسنابروکر څايتونګ» د جمعې په ورځ ليکلي دي چې له حکومت څخه دغه پوښتنه، د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخي ګوند د فراکسيون استازي ګوکای اکبولوت کړې ده.

ورځپاڼه زياتوي چې يونانې ادارو د می مياشتې تر اوومې، يعنې د روان کال د لمړيو څلورو مياشتو په دننه کې په آلمان کې له خپلو کورنيو سره د مهاجرو د يو ځای کيدو ۸۷۰ غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.

د دغو غوښتنليکونو له ډلې څخه ۵۸۲ يې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتې ادارې (بامف) له خوا رد شوي دي چې دا د ټولو غوښتنليکونو ۶۷ سلنه برخه جوړوي.

تيرکال له يونانه آلمان ته د مهاجرو د کورنيو د الحاق پر موضوع نژدې ټول وړاندي کړل شوي غوښتنليکونه منلي ول. يعنې د ۵۶۹۲ غوښتنليکونو څخه، ۵۳۰۷ ته يې د «بامف» له خوا مثبت ځوابونه ورکړل شوي ول.

د رديدو يو ستر لامل

په رپوټ کې ويل شوي دي چې رد ځوابونه تر ډيره د بروکراسي يا کاغذپراني له امله وړکړل شوي دي. د کيڼ اړخي ګوند له خوا د وړاندې کړل شويو معلوماتو له مخې، د مهاجرو د کورنيو د الحاق غوښتنليکونو پر وړاندې تر ډیره د آلمان د مهاجرت اداره تصميم نيسي.

دغه ګوند ويلي دي چې وړاندې کړل شوي دلايل په داسې ډول دي چې د بيلګې په توګه د اسنادو د اړتيا وړ ترجمه نه ده وړاندې کړل شوې. يا هغه تصديقونه چې د افرادو تر منځ کورنی نسبت تائيدوي، نه دي وړاندې کړل شوي. دغه ګوند ويلي دي چې د دوبلين قانون پر اساس، د دا ډول ترجمو غوښتنه جواز نه لري.

د دوبلين قانون پر اساس د مهاجرو د الحاق پروګرام، له مياشتو راهيسې د آلمان په سياسي بحثونو کې تر ټولو توده موضوع ګرځيدلې ده. په پايله کې هغه مهاجر چې د اروپايي ټولنې په غړو هيوادونو کې منل شوي دي، د دې حق لري چې په شپږو مياشتو کې د خپلو کورنيو هغه غړي ځان ته راوغواړي چې د دوبلين غړيتوب لرونکي په يو بل هيواد کې ميشت دي. تر ډيره بريده دغه کورنۍ د سفرونو پر مهال په يونان کې پاتې شوي دي.

مهاجر د کورنۍ کوم غړي آلمان ته راغوښتلای شي

اوس هم په زرونو سوريايي، افغان او عراقي مهاجرې کورنۍ په يونان کې په دې تمه د انتظار ژوند تيروي چې په آلمان کې د خپلو کورنيو له غړو سره يو ځای شي. د مهاجرو کورنيو د غړو د الحاق يا يو ځای کيدو دغه پروګرام د الحاق له هغه پروګرام سره متفاوت دی چې په آلمان کې د «فرعي حافظت» يا د يوې کلنۍ اقامې پر ورکړې منل شوي دي. په پام کې ده چې دغه مهاجر هم د روان کال له اګست مياشتې آلمان ته د خپلو کورنيو د غړو د راوستلو درخواستونه وړاندې کړي.

د آلمان د قوانينو پر اساس، منل شوي مهاجر يوازې کولای شي د خپلې کورنۍ تر ټولو نژدې غړي راوغواړي چې د آلمان د قوانينو له مخې هغه ښځه، ميړه او د هغوی هغه اولادونه دي چې عمرونه يې له اتلسو کلونو ښکته وي. که چيري په آلمان کې منل شوی مهاجر په خپله له اتلسو کلونو ښکته وي، خپله مور او پلار ځانته راغوښتلای شي.

Rsh/Af (KNA)

 د آرشيف څخه يو انځوريز رپوټ: