۱۳۹۷ تیر ۲۸, پنجشنبهجمال هغه افغان مهاجر وو چې اته کاله یې په آلمان کې تیر کړي ول. هغه په هامبورګ کې اوسید. جمال د روانې میاشتې په لومړیو کې بیرته افغانستان ته اخراج شو او خپل ژوند ته یې په کابل کې خاتمه ورکړه. د هغه ځان وژنه د دې سبب شوه چې د افغان مهاجرو ترمنځ د اخراج په هکله ویره لا ډیره او په آلمان کې افغانستان ته د اخراج موضوع یو ځل بیا توده شي.