له نړۍ راټول سوي غوره انځورونه
د نړۍ په غوره انځورونو کي عجيب و غريب څيزونه انځور سوي، چي پکښي غير عادي کمال ښوونکي، احتجاج کوونکي او په توره شپه کي زرغون اسمان شامل دي. دلته يې وګورئ:
هندۍ الهيه دورګا
په هندو مذهب کي دورګا ځانګړی مقام لري. دغه الهيه ته د ناحق پر ضد د حق د بريا د سمبول په توګه کتل کيږي. په اکتوبر مياشت کي تل د دغې الهيې د لمانځنې مراسم تر سره کيږي. په دې ترڅ کي موسيقي، سندرې، رقصونه او په همدې شان د ستيج ډارمو بېلابيلي نندارې وړاندي کيږي. په دغه انځور کي د دورګا د مجسمې د رنګولو منظره انځور سوې ده.
«زرغون آسمان» په توره شپه کي
شمالي قطب ته نژدې د کال په ځانګړو ورځو دغه ډول قدرتي پديده تر سترګو کيږي. دغه شان رڼاګانو ته «آورورل زونز» ويل کيږي. دغه انځور د فنلاند په روانيامي سيمه کي اخيستل سوی دی.
د پوهاوي د خپرولو عجب طرز
دغه انځور د سويس په بېرن کي د لامبو په يو حوض کي اخيستل سوی دی. د سويس ملټي مېډيا هنرمند پيپيلوټي ريسټ د رنګه رڼاګانو دغه هنري فعاليت په دې مقصد چمتو کړی چي د سمندرونو د چټل کېدو له کبله و مرجانو ته د ورپېښ ګواښ په هکله پوهاوی زيات کړي.
تر ټولو جګ «انساني څلی»
د هسپانيا د کاتالونيا سيمي په تاراګوتا کي خلک يو د بل پر اوږو خيژي او يو ډول «انساني څلی» جوړوي. د يادي سيمي په دغه ځانګړو مراسمو کي هڅه کيږي چي د نړۍ تر ټولو جګ انساني څلی جوړ سي. په دغه ننداره کي ګډون کوونکي کسان نه يوازي دا چي بايد ډېر زړه ور اوسي، بلکي بايد د خپل توازن ساتلو تر څنګ د نورو د توازن ساتل تر زياتي اندازې حس کړای سي.
حتی فضا لا تر خپل کور ښه ځای نه سي کيدلای
د نړيوال فضايي سټېشن آی ايس ايس درې ستورمزلي په فضا کي تر نېژدو شپږو مياشتو پاتېدو وروسته په «سيوز کيپسول» کي بېرته مځکي ته راستانه سول. هغوی په قزاقستان کي پر ټاکلي وخت پر مځکه کښته سول. آلماني ستورمزلی اليګزانډر ګيرسټ ويلي ول چي خپل کور حتی تر فضا لا ښه وي او دا چي د کور خوند بل چيري نه سته.
هرڅه وران سول
په اندونيزيا کي وروستۍ زلزلې او ورسره مل سمندري توپان يا څونامي سخت زيانونه واړول. په زياته په سولاويسي ټاپو کي د څونامي تباهي په ډېره لوړه اندازه وه. په دې ترڅ کي ډېري ښکلي ودانۍ او د سېلانيانو محبوب ځايونه وران سول.
جګړه تباهي ده
په جنګځپلو سيمو کي تر ټولو زيات کړاوونه پر ماشومانو باندي راځي. هغوی له اکثرو آسانتياوو څخه محروم وي. د سوريې په ادلب ښار کي په يو مسجد کي يو ميعادي ښوونځی جوړ سوی دی. په دغه انځور کي يوه ماشومه ښودل کيږي چي په دغه ښوونځي کي په درس ويلو بوخته ده. د سوريې په جګړه کي هر دريم ښوونځی له منځه تللی دی.
د خپل حق له پاره احتجاج
دغه فلسطينۍ د فلسطين او اسرائيل تر منځ سرحد کې احتجاج کوي. د احتجاج دغه سلسله له څو مياشتو راهيسي ادامه لري او پکښي په لسونو انسانان وژل سوي دي. فلسطينيان غواړي چي د خپل پلار او نيکه سيمو ته بېرته ورسي، خو د دغو سيمو په ډيرو برخو کي اوس يهوديان مېشت کړل سوي دي.
په منفي دولس درجې يخ کي لامبو
د لمر خاته پر وخت په منفي دولس درجې هوا کي سمندر ته بربنډ ټوپ وهل د بريتانيا په درورج بې ساحل کي يو رواج دی. دغه رواج ته د کلني «نارت ايست سکيني ډيپ» خطاب کيږي چي دغه کال پکښي نژدې ۴۰۰ سوو کسانو ګډون کړی وو. د دغه کار اصلي مقصد د مرستندويو کارونو له پاره د بسپنې راټولول وي.