1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماشومانو سره د تبت بودايي راهبانو جنسي تاوتريخوالی

۱۳۹۷ شهریور ۲۵, یکشنبه

د تبت بودايي راهبانو روحاني مشر دلايې لامه وايي چې راهبانو له خوا ماشومانو سره جنسي تاوتريخوالو ترسره کيدل کومه نوې خبره نه ده. هغه په هالند کې له هغو بودایانو سره ليدلي چې راهبانو له خوا ورسره جنسي تاوتريخوالي شوي دی.

https://p.dw.com/p/34wt4
Deutschland Besuch des Dalai Lama in Frankfurt
انځور: DW/S. Schroeder

د فرانسې خبري آژانس د تبت د بودايي روحاني مشر، دلايي لامه له قوله ليکي چې د دغه حقيقت په اړه يې آن په ۹۰يمه ميلادي لسيزه کې معلومات لرل.

دلايي لامه چې په څلور ورځني سفر اروپا ته راغلی، په هالنډ کې يې له يو شمير هغو کسانو سره ليدلي چې د بودايي راهبانو له خوا ورسره جنسي تاوتريخوالي شوي دي.

اروپا ته تر سفر دمخه، ډېرو قربانيانو له هغه څخه غوښتي وو چې اروپا ته د خپل سفر پرمهال ورسره وګوري.

د قربانيانو له خوا په يوه خپره شوې عريضه کې ليکل شوي: «موږ په ډير اخلاص او عقل له بوديزم  څخه د پناه او حفاظت غوښتونکي يو. خو د همدې مذهب په نوم پر موږ جنسي تيري شوي دي.»

له دوی سره تر ليدو کتو وروسته ۸۳ کلن دلايي لامه يوه هالنډي تلويزيون سره په مرکه کې وويل: «زه په دې هکله [د بودايي راهبانو له خوا ماشومانو سره جنسي تاوتريخوالی] له مخکې هم پوهيدم. دا کومه نوې خبره نه ده.»

په دې اړه نور:

د آلمان په کاتوليکو کليساو کې د ناوړه جنسي استفادې په زرونو پيښې

د تبت د بودايانو مذهبي مشر وويل چې کوم کسان چې د جنسي تاوتريخوالو مرتکب ګرځي هغوی د بودايزم د اصولو پروا نه کوي. هغه زیاته کړه، دا چې اوس له دې خبرې عام خلک واقف شوي هغه کسان چې د دغه بد عمل مرتکب ګرځيدلي، ضرور شرميدلی دي.

دلايي لامه په دې برخه کې وويل چې مذهبي مشران بايد د جنسي پيښو د مخنيوي په برخه کې ډيره پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې آلماني رسنۍ «شپيګل» يوازې څلور ورځې مخکې رپوټ ورکړ چې د آلمان په کاتوليکي کليساو کې هم د مذهبي روحانيونو له لوري له ماشومانو سره د جنسي تاوتريخوالو پيښې ثبت شوي دي.

شپيګل په دې اړه د ېوې ترسره شوې تازه څيړنې له مخې ويلي دي چې د کاتوليکي کليساوو لږ تر لږه ۱۶۷۰ تنو روحانيانو له ماشومانو ناوړه جنسي استفاده کړې ده. دغه پيښې له ۱۹۴۶ کال څخه تر ۲۰۱۴م کال پورې شوې دي.

د دغې څيړنې اسناد ښيي چې په ياده موده کې د کاتوليکي کليساو د روحانيونو له خوا له هلکانو سره د ناوړه جنسي چلن ۳۶۷۷ پیښې ثبت شوي دي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: