له ماشومانو د کارګرو په توګه لا هم کار اخیستل کیږي
لومړی ښه خبر: د کارګرو ماشومانو شمیر راکم شوی. او خراب خبر دا دی چې په ځینو سیمو کې د کارګرو ماشومانو شمیر زیات شوی دی. سږ کال د ماشومانو د کار ضد نړیوالې ورځې په مناسبت یوه مختلطه ارزونه.
دا هلکان د بنگله ديش د ناريانگي د خښتو په يوه بټۍ کې کار کوي. دوی ته کار په بدل کې د ورځې دوه ډالر هم پوره نه ورکول کيږي. که څه هم چې په آسيا او په پاسيفيک حوزه کې د ماشومانو څخه کار اخيستل کم شوی خو بيا هم دلته د اوسيدونکو څه باندې اووه سلنه یې بايد د کورنۍ له پاره پيسې وگټي. دا په ټولیزه توگه تر ۶۲ ميليونه زيات ماشومان دي.
نجونې هم شاقه کارونه کوي لکه دلته په ميانمار کې. د ميانمار حکومت په فابريکو او پرچون فروشيو کې د کارکونکو کم تر کم سن ۱۴ کاله ټاکلی دی. همدا راز د وظېفې له پاره ټاکل شوی سن ۱۶ کاله دی. همدا راز حکومت د يوه قانون په اړه بحث کوي چې د مخې به یې د کم سن عمر لرونکي د خطرناکو کارونو د کولو اجازه ونه لري.
د ماشومانو په کار کې هغه کارونه شميرل کيږي چې د ماشومان له پاره خطرناک وي، د ودې مخه یې نيسي او ښوونځي ته د تگ لارې پرې بندوي. که په لنډه توگه ووايو: کار چې د ماشومانو د هغوی ماشومتوب غلا کوي. د نړۍ په کچه د ماشومان کار مخ پر کميدو دی. خو دا هدف چې تر ۲۰۲۵م کال پورې به هيڅ ماشوم کار نه کوي، لا ډير ليرې دی.
تر ټولو زيات نجونې او هلکان چې په کار بوخت دي، د افريقا دي. په ټوليزه توگه ۷۲ میليونه ماشومان. د صحرا په جنوب کې په پرتو هيوادونو کې آن د ماشومانو کار لا زيات شوی دی. دلته چې د جنگونو، طبيعي ناورينونو او يا مهاجرت له وجې پر ځمکو فصلونه ونه کرل شي او يا د کورنۍ نفقه پيدا کونکی ومري، نو ماشومان مجبوريږي د خپلې کورنۍ له پاره ډوډۍ پيدا کړي.
په ټوله نړۍ کې کابو ۶۰ ميليونه انسانان په تېښته دي. له دوی څخه کابو نيمايي د دې سوريايي ماشوم په څير چې په ترکيه کې د مهاجرت ژوند کوي، ماشومان دي. څومره چې یې مهاجرت دوام پيدا کوي هومره یې کار کولو ته د مجبوريدو احتمال هم زياتيږي.
د کار کوونکو ماشومانو ۷۰ سلنه یې د کرهڼې په برخه کې په کار بوخت دي. په عمومي توگه دوه په دريمه برخه ماشومان د کابو ټولو کار کونکو ماشومانو نيمايي یې د پنځوو او يولسوو کالو ترمنځ عمر لري. له دوی څخه زياتره د زراعت په څانگې کې کار کوي. کارپوهان اټکل کوي چې کارونه به له کليو څخه ښارونو ته انتقال شي او په دې توگه په ښارونو کې هم د کار کونکو ماشومان شمير زيات شي.
...خپلو ميندو پلرونو سره په خپلو پټيو کې کار کوي، لکه دلته په بنگله ديش کې چې ليدل کيږي.
صنعت او د تعميراتي کار برخه د لږو لويو ماشومانو کار ته ليواله ده. دلته د کار کونکو نيمايي یې د ۱۵ او ۱۷ کالو ترمنخ عمر لري. په دوی کې د هغو شمير هم ډير زيات دی چې خطرناک کارونه بايد ترسره کړي.
په داسې حال کې چې زياتره وخت کم سنه کارکونکي د تجربه لرونکو په پرتله زيات زخمي کيږي، د کار نړيوال سازمان (ILO) د ماشومانو د کار پر ضد مبارزې پر سږنې نړيوالې ورځې پر خونديتوب او روغتيايي خدماتو ته پر لاس رسي تمرکز کړی. د دغه سازمان په حواله په بوليويا کې ماشومان په کانونو کې خطرناک کارونه کوي.
د ملگرو ملتونو په حواله په دې کې د ماشومانو د عسکرو په توگه کارول، هغوی بدلمنۍ ته مجبورول او نور هر ډول جبري کارونه چې د ماشومانو روغتيا ته زيان رسوي او هغوی له خطرناک سره مخامخوي، شامل دي.
نجونې زياتره په کورونو کې د خدمو په توگه کار کوي. د اټکلونو پر اساس په ټوله نړۍ کې کابو ۱۵ ميليونه ماشومان او ځوانان په شخصي کورونو کې کار کوي. ځينې یې د مريانو په څير تر ناوړه شرائطو لاندې کار کوي.
په بوليويا کې د دې موضوع سره پرانيستی چلن کيږي: د ۲۰۱۴ م کال راهيسې نافذ يو قانون په استثنايي قضيو کې ۱۴ کلنو ماشومانو ته د کار اجازه ورکوي. دې کار نړيوال يو څه غوسه کړل خو دغلته کارکونکو ماشومانو له دې څخه ملاتړ وکړ. دوی په يوه صنفي اتحاديه کې سره راټول شول او د لاپاز د دې بوټ پاکونکي ماشوم په څیر په سړک د کارکونکو ماشومانو د حقونو څخه هم دفاع کوي.
څومره چې په يوه هيواد کې د سړي سر مياشتنې عايد کم وي، هومره پکښې د کار کونکو ماشومانو شمير زيات دی. که څه هم چې ډيري ماشومان د کار سره سره ښوونځي ته د تلو هڅه کوي خو د زده کړو له پاره هيڅ وخت نه پیدا کوي. د کارپوهانو په حواله د ماشومانو له پاره د زده کړو زمينه برابرول مو لکه دلته د افغانستان په يوه ښوونځي کې چې ليدل کيږی، ښايي دماشومان د کار له منځه وړولو هدف ته يو څه نزدې کړي.