1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له لیک لوست پرته، د ژوند محرومیتونه نه شي اټکل کیدلی

۱۳۹۸ مهر ۲۲, دوشنبه

ویل کیږي چې په باراني ورځ یا د ژمي په اوږدو شپو کې د کتاب ملګرتیا او لوستل ذهن ته سکون ورکوي. په آلمان کې تر ۱۲ سلنه زیات لویان د ډیرې ټیټې کچې زده کړې لري او حتی یو پوست هم نه شي لیکلی.

https://p.dw.com/p/3RGIg
Symbolbild Schülerin & Hausaufgaben
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas

له لیک لوست پرته، د ژوند محرومیتونه نه شي اټکل کیدلی

ویل کیږي چې په باراني ورځ یا د ژمي په اوږدو شپو کې د کتاب ملګرتیا او لوستل ذهن ته سکون ورکوي. په آلمان کې تر ۱۲ سلنه زیات لویان د ډیرې ټیټې کچې زده کړې لري او حتی یو پوست هم نه شي لیکلی.

که سړی فکر وکړي چې بی له لیک او لوست څخه به ژوند څنګه وي؟ له ویده کیدو مخکې ماشومانو ته د کیسې اورولو محرومیت، په دې نه توانیدل چې د مور د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه کوچني پوست کارت کې خپلې مور ته د نیکو هیلو آرزو وکړئ او یا هم د دارو درمل په قطیو د استعمال په اړه یي په لارښوونې پوه شئ او یا هم په اخبار کې د سیمې د تازه وضعیت او یا نورو مسائلو په اړه آګاهي ترلاسه کړئ.

اکثره لوستي خلک دا احساس کولی شي چې له تعلیم پرته د نړۍ حجم څومره مختصر کیدلی شي.

د هامبورګ پوهنتون د یوې نوې څیړنې په حواله په آلمان کې له ۱۸ څخه تر ۶۴ کلنۍ عمر درلودونکو خلکو کې ۱۲ سلنه یي داسې کسان دي چې ډیر لږ لوستي دي. د داسې کسانو شمیر ۶۲۰۰ زرو ته رسیږي.

Kerstin Goldenstein
میرمن شټاین په شپیته کلنۍ کې د خپل علمي استعداد د زیاتولو لړۍ پيل کړه.انځور: privat

په دې څیړنه کې د میرمن کرسټن ګولډ شټاین په څیر د هغو کسانو یادونه هم شوې ده چې پر ډير عمر سربیره د لیک لوست د زده کولو همت کوي.

میرمن شټاین په شپیته کلنۍ کې د خپل علمي استعداد د زیاتولو لړۍ پيل کړه. نوموړې په روځني ژوند کې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان وه او له همدې امله یي زده کړو ته مخه وکړه.

هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل دوه کاله مخکې به مې چې یو چاته خط لیکه نو د شرمندګۍ احساس به مې درلود، خو اوس د خلکو سره په خبرو کې هم کومه ستونزه نه لرم او لیک لوست مې هم ښه شوی دی.

بل لور ته په آلمان کې یو شمیر لیکوالانو هم په ساده او آسانه ژبه د خپلو خپاره شویو کتابونو او رومانونو د نوې بڼې د خپرولو لړۍ پيل کړې ده، څو هغه کسان هم پرې پوه شي چې له لږ تعلیم څخه برخمن دي.

په آلمان کې د ژوندیو اديبانو او لیکوالانو د کتابونو د ساده او آسانې بڼې د خپرولو تحریک وولفګنګ هیرندورف چې په دې وروستیو کې د ۴۸ کلنۍ په عمر کې ومړ، پيل کړی دی.