1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سوریي د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د کردانو دریځ

۱۳۹۷ آذر ۳۰, جمعه

له سوریي څخه د امریکايي قواوو وتل د هغه ځای د کردانو له پاره ډیره حیرانونکې خبره وه. تر ډیره وخته پوري دوی له امريکا متحده ايالاتو سره گډ کار وکړ. د امریکايي ځواک موجودیت په ډیرو ساحو کي د دوی له پاره یو ډول دفاع هم وه.

https://p.dw.com/p/3AUYy
US Truppen im Arabischen Golf
انځور: Imago/ZUMA Press/USMC/Cpl. D. Morgan

د امريکا جمهوررئيس دونالد ترمپ رسمأ اعلان وکړ: چي په سوریه کي د امریکايي قواوو د حضور اصلي دلیل نور نه سته. یعني داچي د داعش حضور نور له منځه تللی. ترمپ وويل چې په سوريه کې پاته امریکايي ځواک به له۶۰ تر ۱۰۰ ورځو پوري راووځي.

د ترمپ پر دغه تصمیم د هغه پخپل گوند کي هم سخت انتقادونه سوي دي او ډیرو سناتورانو او وکیلانو ددغي فیصلې په مقابل کي عدم تفاهم ښکاره کړی دی. د امریکا په سنأ کي د ترمپ د جمهوري غوښتونکو د گوند سناتور، کارولاین لینډزي گراهم- پخپل تویتر کي ولیکل، چي «له سوریي څخه د امریکايي ځواکونو وتل یوه لویه غلطي ده او هغه یې دداعش له هغو کوښښنو سره لويه مرسته وبلله چي غواړي په سیمه کي بیرته تقویه سي.»

د نړيوالو بحرانونو د گروپ په یوه رپوټ کي چي د همدې کال په سپتمبر کي خپور سوی وو، راغلي دي چي «امریکايي ځواکونه هلته د ثبات او امنیت ضمانت رامنځته کوي او وتل به یې سيمه بې ثباته کړي.»

پر بې ثباتۍ باندي د امریکايي ځواکونو د وتلو اغېز

په جرمني کې د کردۍ ټولني د رئیس مرستیال، محمیت تانیرفردي، وايي چي د امریکايي ځواکونو وتل به د سوریي پر شمال باندي منفي اغېز وکړي او وضع به نوره هم بې ثباته کړي. ځکه چي له یوه اړخه داعش کاملأ له منځه تللی نه دی او له بله اړخه به د امریکايي قواوو وتل د ترکیې جمهوررئيس رجب طیب اردوغان ته ددې زمینه برابره کړي چي د کردانو د کنټرول ساحې ته آزادانه ننوزي.

«کردان د سوریي له کورني جنگ راهیسي د داعش پر ضد په کامیابۍ سره جنگیدلي دي. دوی په زرونو کسان له لاسه ورکړي دي. له هغې جملې څخه د رقه ښار ازادیدل ډیر خونړی وو. د دوی جنگیالي د عراق په کردستان کي هم دداعش پرضد وجنگیدل او قربانۍ یې ورکړلې. تر ټولو دمخه دوی داعش له دې څخه راوگرزاوه، چي اروپا ته ولاړ نه سي او هلته ترهگري اعمال تر سره نه کړي. په دې خاطرموږ وایو چي له سوریي څخه د امریکايي قواوو وتل ښه نه دي او هغه به سيمه نوره هم بې ثباته کړي.»

د تانیرفردي په خبره د بې ثباتۍ په صورت کي به دې ته زمینه برابره سي چي په زرونو کردان له سیمي څخه وتښتي. ځکه چي د سوريې شمال داسي یوه سیمه ده چي ډیر جنگونه پکښي روان دي. خو د جنگونو په همدغو گډوډیو کي کردان په دې باندي کامیابه سوي دي، چي یوې خودمختارۍ ته ورته حکومت رامنځته کړي. دغه حکومت د ثبات سبب گرزیدلی دی.

داعش اوس هم حضور لري

که څه هم په سوریه کي داعش سرکوبه سوی دی، خو کامله غلبه نه ده پرې حاصله سوې. تانیرفردي په دې اړوند وايي: «پر دې سربیره د سوریي په شمال کي یوازي د کردانو په زندانونو کي تقریباً ۳۲۰۰ داعشيان بندیان دي. له دغو ترهگرو سره به څه کیږي. شاید هغوی په عامو خلگو کي ځانونه پت کړي. موږ اوس یوه ډیر خراب حالت ته انتظار باسو او ډیر متأثره یوو، چي جمهوررئيس ترمپ دغه فیصله کړې ده.»

تانیرفردي همدارانگه وايي چي د داعش پرضد مبارزه نو اوس یو لوی چيلينج او مبارزه ده او په یوازي سر به پر هغوی باندي غلبه حاصله نه سي.

واشنگټن د چهارشنبې په ورځ په هيراونکې ډول له جنگ ځپلي هیواد سوریې څخه د خپلو تقریباً۲۰۰۰ عسکرو د وتلو اعلان وکړ.