1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

له داعش څخه د رقه ښار تر آزادیدو وروسته وضعیت څه ډول دی

۱۳۹۶ مهر ۲۸, جمعه

له پوځي لحاظه ترهګرې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش ته ماتې ورکړل شوې، خو نوې مبارزه د پیلیدو په درشل کې ده. دا ځایي خلک دي چې بیا به هم له ستونزو سره مخامخ شي ځکه هغوی د نوو جبهو تر منځ د راګیریدو له ګواښ سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/2mF1J
Syrien Befreiung von Rakka
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

د اې آر دي، د منځني ختیځ خبریال فولکر شوینک، وایي چې «په رقه کې د ترهګرې ډلې اسلامي دولت یا داعش پر ضد جګړې تر خپل شا د ویجاوړیو یو مسیر پریښي دی».

د هغه په خبره ډیر کورونو ته زیان اوښتی او یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. دغه خبریال څو ورځې تر مخه د سوریې له رقه ښار څخه ستون شوی دی. هغه د جګړې سیمې ته تللي وو چې د دې یو انځور وړاندې کړې چې د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونه (اس دي اف) څرنګه د داعش له واکمنۍ څخه دغه ښار آزادوي.

له سه شنبې ورځې راهیسې دغه ښار له داعش څخه آزاد شوی دی. په اصطلاح «اسلامي دولت» یا داعش ترهګرې ډلې پر خپل یوه پاخه سنګر د سوریې پر رقه ښار باندې تر زیاته بریده کنترول له لاسه ورکړی دی. د سه شنبې په ماسپښين د اس دي اف، ځواکونو د دغه ښار د نیولو خبر ورکړ. د سوریي دیموکراتیکو ځواکونو جنګیالیو د ښار په هغه مرکزي میدان کې خپل بیرغ پورته کړ، چې یو وخت به داعش په کې د خپلو دښمنانو پرې شوي سرونه نندارې ته وړاندې کول، څو په خلکو کې ویره خپره کړي.

رقه ښار اوس آزاد دی، خو ځیني کارونه باید تر سره شي. د فولکر شوینک په خبره ویجاړۍ له ځمکني ماینونو او همداشان له چاودیدونکو توکي ډکې دي، چې د پاکولو چارې یې ښایي ډیر وخت ونیسي.

د ۲۰۱۴م کال راهیسې د رقه ښار اوسیدونکي له تندلارو سره یو ځای کیدو ته اړ ایستل شول. اوس په ښار کې د ملکي کسانو شمیر ډیر لږ دی او ښار په داسې وضعیت کې دی چې نور د اوسیدو جوګه نه دی. د ترکیې په غازي عینتاب، کې د سوریې د اپوزیسیون راډیو حرا، څخه عدنان حداد له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «کله چې خلک (له داعش) څخه آزاد شول نو په ډیر خراب وضعیت کې ول. هغوی له چا سره اړیکه نه شوه نیولی او ډیر لږ خوراکي توکي او اوبه یې درلودې.»

د رقه ښار له سقوط سره، داعش یو بل مهم ښار له لاسه ورکړ. په عراق کې د موصل ښار چې د داعش له پاره یې ستراتیژیک اهمیت درلود لا په جون میاشتې کې له دغې ډل څخه بیرته نیول شوی وو. حداد وایي: «دا د اسلامي دولت ډلې پای دی.»

خو دا چې ترهګر سازمان په نزدې کې واقعا د تاریخ یوه برخه وګرځي په هکله یې څارونکي په شک کې دي.

د امریکا متحدو ایالاتو په مشري د داعش ضد نړیوال ائتلاف ویاند ریان دیلن، وایي چې د اټکلونو له مخې د داعش ۱۰۰ ترهګر ښایي اوس په ښار کې وي. دغه ائتلاف د رقه ښار په نیولو کې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو هوایي ملاتړ کاوه. د دغه ویاند په خبره د دغو کسانو زیاتره یې د داعش بهرني جنګیالي دي. د داعش د بهرنیو عملیاتو څانګې مرکز په رقه کې وو، له دې وروسته ښایي په اروپا او ترکیه کې بریدونه له دې ځایه پلان نه شي. ښايي د دغې ډلې ځینې مشران چې له سوریې څخه د باندې دي د ټولنیزو شبکو له لارې خپل نظرونه سره تبادله کړي.

له تبلیغاتي لحاظه هم د رقه ښار له لاسه ورکول د دغې ډلې له پاره یو ستر ګوزار دی ځکه چې اوس په نړۍ کې پر خلکو غږ نه شي کولای چې د دوی تر کنترول لاندې خاوره کې ژوند وکړي. خو د داعش د پلویانو له فکر څخه د دغې ایدیالوژۍ لیرې کول به آسانه کار نه وي. که څه هم رقه د داعش له منګولو آزاد شوې دی، خو ډیر شمیر ډلې د سوريې د دغه ښار د آزادولو ادعا کوي.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو خپل عملیات د متحدو ایالتو په مشرۍ د ائتلاف په ملاتړ تر سره کړل. د دغه ځواک جنګیالي چې اټکل کیږي ۳۰۰۰۰ تنه وي، ۹۰ سلنه یې د دیموکراتیک اتحاد ګوند یا (YPD) کردي واحدونه جوړوي چې د وسلوال کردي کارګر ګوند (پي کې کې) یوه څانګه ده. پر دې سربیره پکښې یو څو زره عربي جنګیالي هم شامل دي. کردانو د رقه ښار نیولی او غواړي چې دغه ښار د سوریې د کردستان سره ونښلوي. خو په اصل کې رقه، یو عربي ښار دی. د دغه ښار زیاتره سني عرب اوسیدونکي به د کردانو واکمني د یوه اشغال په توګه وانګیري.

له بل اړخه د بشارالاسد رژیم هم غواړي چې تر کومه ځایه چې کیږي، سیمي ونیسي. داسې ګمان کیږي چې د فرات سیند په اوږدو کې د داعش تر کنترول لاندې سیمو د نیولو له پاره د دواړو اړخونو تر منځ سیالي لا پسې زور واخلي، په ځانګړې توګه د دیر الزور ولایت له پاره چې د تیلو بډای زیرمې لري.

خو په دغه سیمه کې سیمه ایزه او نړیوالې ګټې ښایي یو بل ته مخامخ شي. ترکیه له دې سره هیڅ لیوالتیا نه لري چې کردان د خپلو سیمو لمن پراخه کړي. که چیرې له داعش څخه د باقي پاتي ځایونو د نیولو له پاره اوس د اسد ځواکونه د ایران او روسیې په ملاتړ په یوه صف کې ودریږي او د سوریې دیموکراتیک ځواکونه چې امریکا یې ملاتړ کوي په بل صف کې واقع شي نو دا په دې معنی چې یو اړخ ته روسیه او ایران او بل لوري ته امریکا متحده ایالات. خو متحده ایالات غواړي په هر صورت د دې مخه ونیسي چې ایران د سوریې په راتلونکي کې سیمه ایز نفوذ و نه لری.

د احتمالي مخامخ کیدو په صورت کې بیا هم انسانان د دوو جبهو تر منځ د راګیریدو له خطر سره مخامخ دي. بله خبره د رقه، د بیا رغاولو ده، هغه ښار چې یو وخت د بیلا بیلو کلتورونو او آزادۍ سمبول وو. څو کاله تر مخه هم په دغه سیمه کې بیلا بیلو دینونو پیروانو له یو او بل سره په سوله ایز ډول ژوند کاوه، چې نن سبا یې ډیر لږه بیلګه پاتې ده. تر هغه وخته چې په رقه کې سني اکثریت او همداشان په ټوله سوریه کې له سیاسي او اجتماعي لحاظه وګړي غاړې ته کیږي نو د داعش په څیر سخت دریځه او یاغي ډلې به پلویان مومي.

زموږ له ارشیف څخه: