1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له خیبر پښتونخوا سره د فاټا د یو ځای کیدو مخالف څوک دي؟

۱۳۹۶ آذر ۲۱, سه‌شنبه

د پاکستان په ولسي جرګه کې په قبایلي سیمو کې مروج اف سي آر قانون د ختمولو له پاره یوه قانوني مسوده د دسمبر میاشتې پر یوولسمه نیټه وړاندي کیده. خو کله چې غونډه پیل شوه نو د فاټا ترمیمي مسوده په اجنډا کې نه وه شامله.

https://p.dw.com/p/2pBaF
Pakistan - Proteste gegen FCR Gesetz  in Peschawar
انځور: S. Afridi

د اصلاحاتو دغې مسودې له مخې د پاکستان قبایلي سیمي باید د پاکستان سترې محکمې ته لاس ولري او د اف سي آر قانون له منځه ولاړ شي. د اپوزیسیون استازو له اجنډا څخه د دغه ترمیمي لایحي د لیرې کولو له کبله احتجاج وکړ. د حکومت دریځ دا دی چې د یو شمیر تخنیکي نیمګړتیاوو له کبله دغه لایحه د ولسي جرګې (قومي اسمبلي) له اجنډا څخه ایستل شوې ده.

مرکزي وزیر عبدالقادر بلوچ وویل چې له اجنډا څخه د لایحې لیرې کول د پارلماني چارو د وزیر اختیار دی. په فاټا یا قبایلي سیمو کې اووه ایجنسۍ او شپږ نیمه قبایلي سیمي شاملي دي. اف سي آر (فرنټیر کرایمز ریګولیشن) د یو لړ قوانینو مجموعه ده څه د پاسه یوه پیړۍ د مخه د انګریزانو له خوا په قبایلي سیمو کې نافذه شوې ده. د پاکستان د اساسي قانون د ۲۷۴ مادې له مخې فاټا (قبایلي سیمي) او شمالي علاقه جات (شمالي سیمي) د ایالتي او مرکزي حکومتونو د واک له ساحې څخه د باندې دي او یوازې د ولسمشریزو احکاماتو پابند دي.

سمرین وزیر، د فاټا حقونو له پاره جوړې شوې د ځوانانو د جرګې غړې ده، او د شمالي وزیرستان اوسیدونکي ده. هغې د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د فاټا د ولس، په ځانګړې توګه د ښځو په ژوندانه کې بدلون راوستل د وخت اړتیا ده، په داسې حال کې چې په اف سي آر کې د ښځو بنسټیز حقوق نه دي شامل. له خیبر پښتونخوا سره د فاټا یو ځای کیدل به قبایلي ښځو ته ټولې هغه آسانتیاوې برابري کړي چې د پاکستان نورې ښځې ترې برخمنې دي.»

Pakistan - Proteste gegen FCR Gesetz  in Peschawar
انځور: Privat

ملک صلاح الدین کوکي خیل، د آفریدو قبیلې یو مهم قبایلي مشر دی. هغه د دویچه ویله ته ویلي دي چې په قبایلي دودونو کې د قبایلي خلکو بقا ده او که چیرې په دې کې بدلون راوستل شي نو هغوی به احتجاج وکړي: «که چیرې زموږ خبره و نه منل شي نو موږ به ګاونډي هیواد ته هجرت وکړو، خو په هیڅ صورت به له خیبر پښتونخوا سره الحاق و نه منو. په خیبر پښتونخوا کې کوم داسې د شاتو او شیدو ولې بهیږي او یا غریب ته ژر انصاف په برخه کیږي.»

د صلاح الدین په خبره، د قبایلو د جرګې سیستم ژر پریکړې کوي او همدا قانون په سیمه کې د افراطیت او ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې مرسته کولای شي.

د یادولو وړ ده چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو لوړو محکمو اف سي آر، غیر قانوني ګرځولی دی. سرتاج عزیز ویلي ول چې په قانوني، اقتصادي او امنیتي برخو کې تر پرمختګ وروسته به فاټا له خیبر پښتونخوا سر یو ځای شي.

ملک شهاب الدین په ولسي جرګه کې د باجوړ ایجنسۍ استازی دی. هغه له واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ نون، سره تړاو لري او د فاټا یا د قبایلي سیمو د اصلاحاتو د جرګه ګۍ غړی دی. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ به خپله غونډه راوبلو او بیا به سخت احتجاج وکړو، ځکه چې دغه قانوني لایحه بې له کومې مشورې له اجنډا څخه ایستل شوې ده.»

د فاټا اصلاحاتو ملاتړي خلک او د ولسي جرګې استازي وایي چې حکومت یوازې د جمعیت علما اسلام (ف) د خوشحالولو په سبب د لایحې د ځنډولو له پاره له بیلا بیلو چارو کار اخلي.

جلیل جان، په خیبر پښتونخوا کې د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې ویاند دی. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ په هره ایجنسۍ کې او نیمه قبایلي سیمو کې له خلکو سره لیدلي دي او د هغوی رای مو معلومه کړې ده. کابو اتیا سلنه قبایلي خلک د الحاق مخالف دی.»

Pakistan - Proteste gegen FCR Gesetz  in Peschawar
انځور: S. Afridi

دا په داسې حال کې ده چې جماعت اسلامي له خیبر څخه تر اسلام آباد پوري لاریون پیل کړی دی. د دغه ګوند یوه ویاند عبدالواسع وایي: «موږ به په اسلام آباد کې احتجاجي غونډه وکړو او حکومت به دې ته مجبوره کړو چې فاټا د خیبر پښتونخوا برخه وګرځوي. زموږ په لاریونو کې د سلونو موټرو او د زرونو خلکو ګډون د دې ثبوت دی چې د قبایلي سیمو خلک غواړي چې قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا سره یو ځای شي.»

خو د لاریون د امنیت له پاره په دندو ګومارل شوي امنیتي چارواکي وایي چې د ګډونوالو شمیر ښایي له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰کسانو پوري وي.

د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ (نون) دوه متحد ګوندونه جمعیت علما اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوندونه غوښتنه کوي چې فاټا دې بیل ایالت وګرځول شي او په خیبر پښتونخوا کې يې د شاملیدو مخالفت کوي.

مدثر شاه، پيښور (س.ر/ن.ز)