له خرآري د خلاصون لاري وپېژنئ ـ انځوريز راپور
تقريبا هر دويم بالغ انسان خرآری کوي. د بعضو دغو انسانانو خرآری د دې لامل کيږي چي په دغه کوټه کي نور کسان خوب نه سي کولای. خو د خرآري بعضي ډولونه حتی انسان ته ستري روغتيايي ستونزي پېښولای سي. په هکله يې انځوريز راپور:
خرآری
خرآری زيات وختونه پر هغه کس د ټوکو ټکالو کېدلو سبب ګرځي، چي خرآری کوي. خو خرآری نه يوازي د کورنۍ د نورو غړو بلکه پخپله د خرآري کوونکو له پاره يوه ستونزه جوړېدلای سي. خرآری څو ډولونه لري لکه د پوزي خرآری، د ژبي خرآری او د ستوني خرآری.
بعضي انسانان د خوب پر وخت ولي خرآری کوي؟
د خوب پر وخت د ساه اخيستلو د لاري په پاڅنۍ برخه کي د تدريجي او دوامداره ږغونه جوړېدلو ته خرآری ويل کيږي. د انسان د عمر به زياتېدو سره تقريبا ۶۰ سلنه نارينه ؤ او ۴۰ سلنه مېرمنو ته خرآری ورپيښيږي. تقريبا ۱۰ سلنه ماشومان هم خرآری کوي. چاغوالي، د سګريټو او الکهولو استعمال، نه سپورټ کول، کمې اوبه چښل او نور ورته وجوهات د دې لامل کيدلای سي چي انسان د خوب پر وخت خرآری وکړي.
ايا خرآری يوه ناروغي ده؟
د خوب پر وخت عادي او ټيټ تکرارېدونکی ږغ په اکثرو مواردو کي ناروغي نه بلل کيږي. خو کله چي د خوب پر وخت د يو انسان خرآری د هغه خوب او ورځنی شخصي او يا کاري ژوند باندي بدي اغېزې ولري، نو دغه ډول خرآري ته د خوب د يوې ناروغۍ په توګه کتل کيږي. په زياته هغه خرآری د زړه د ناروغيو سبب ګرځېدلای سي، په کوم کښي چي د انسان ساه د څو ثانيو له پاره بنديږي او په لوی خر ږغ سره له خوبه راپاڅېدو سبب کيږي.
پر خرآري تجارت
دا چي زيات انسانان له خپل خرآري يا د ژوند د شریک له خرآري څخه زيات رنج وړي، نو دې ته چمتو وي چي د علاج له پاره يې پيسې هم مصرف کړي. له همدې کبله په بازار کي بېلابيل مصنوعات سته چي ژمنه کوي، چي خرآری کموي. خو اکثره دغه څيزونه د اکثرو کسانو له پاره د ستونزي حل نه وي.
جراحي
په بيلو انسانانو کي د پوزي د ساه اخيستلو د لارو تنګېدل يا بندېدل او يا ورته نور وجوهات د خرآري سبب کيږي. په بعضو مواردو کي متخصص ډاکټران د جراحۍ له لاري کومک کولای سي. په زياته بيا کله چي د يو چا ژبه هميشه د خوب پر وخت په غاړه کي لويږي او د ساه د بندېدو سبب کيږي، نو په ژبه کي يې يو ډول برېښنايي آله د جراحۍ له لاري ايښودل کيږي، چي په زياتو موادرو کي کومک کوي.
د خرآري د کمولو آسانه لاري
په بيلو انسانانو کي د خرآري لاملونه بېل وي. خو هغه وجوهات چي په اکثرو انسانانو کي د خرآري سبب کيږي، د بعضو ساده لارو هم تر يوې اندازې مرسته کولای سي. په راتلونکو څو انځورونو او لنډو متونونو کي کولای سئ دغه لاري وپېژنۍ:
اړخ بدل کړئ
زياتره انسانان هغه وخت خرآری کوي چي ستوني ستخ يا پر ملا بيده وي. په زياتو وختونو کي دا مرسته کولای سي چي خراری کوونکی پر اړخ پرېوزي او يا اړخ بدل کړي.
وزن کم کړئ
هغه کسان چي وزن يې زيات وي، اکثره يې د خرآري له ستونزې سره هم مخامخ وي. ډاکټران وايي چي د وزن کمول د خرآري ستونزه کموي يا حتی ورکولای هم سي. په زیاته هغه کسان چي د وزن د زياتېدو سره يې خرآری پېل سوی وي، د وزن په کمېدو سره يې خرآری په لوی احتمال بېرته ورکيږي.
سګرېټ، چلم او الکهول پرېږدئ
هغه کسان چي سګرېټ، چلم يا الکهول استعمالوي، هغوی هم اکثره وخت خرآری کوي. د دې لامل د يادو توکو مضر اثرات د انسان پر نورو غړو او د ساه اخيستلو پر نظام بلل کيږي. په زیاتو مواردو کي هغه کسان چي ياد څيزونه کاروي، که ورڅخه پرهېز وکړي، خرآری يې هم کميږي يا بالکل ختميږي.
ځان زيات مه ستړی کوئ
زيات داسي انسانان سته چي نور وخت خرآری کم کوي او يا يه نه کوي، خو کله چي ډېر ستړي وي او پسله زیات وخت وېښتيا څخه ورته خوب ورسيږي نو خرآری کوي. ډاکټران وايي چي په زياته دغه ډول کسان بايد ځان د ورځي څو ځله آرام ته ورکړي او ځان په يو ځل زيات ستړی نه کړي.
د مالګو اوبه
ډاکټران وايي چي به مالګينو اوبو د پوزي مينځل د دې لامل کېدلای سي چي خرآری کم سي. هغه کسان چي د خوب پر وخت په پوزه کي خرآری کوي، زيات وختونه يې وجه د پوزي د لاري د ساه اخيستلو لاري ډيري تنګي وي. په مالګينو اوبو د پوزي مينځ دغه لاري آزادوي او پاکوي يې. خو د درملو او د پوزي د سپرې له لاري د پوزي خلاصول د اعتياد سبب ګرځېدلای سي له همدې کبله پخپله جوړو سوو مالګينو اوبو استعمال بهتره بلل کيږي.
خپل بالښت بدل کړئ
په کوټه کي د دوړي او نم له کبله په بالښت کي د ګرد واړه په سترګو نه ليدل کيدونکي ميکروسکوپي حشرات موجود وي چي ورسره زيات انسانان حساسيت لري. د دغه حساسيت له کبله د انسانانو د سا لاري او د پوزي سوري تنګيږي چي د خرآري سبب کيږي. د بالښت بدلول، د ورځي په کړکۍ کي د بالښت ايښودل چي له خولو او نم څخه وچ سي، کومک کولای سي. د دې تر څنګ د بالښتونو لويوالی هم پر خرآري فرق دلودلای سي. بېل بالښتونه امتحان کړئ.
زياتي اوبه وچښئ
ډاکټران وايي چي د ورځي په جريان کي په کافي اندازه اوبه چښل هم د دې لامل کيږي چي د پوزي او سا لاري ښه لمدې وي او په دې توګه د ساه اخيستلو له پاره په کافي اندازه پراخي وي. په زياتو مواردو کي د چا په بدن کي اوبه کمي وي نو بیا هم زيات خرآری کوي. نو له همدې کبله زياتي اوبه وچښئ.
ديګيريدو سورنا وږغوئ
د سويس هيواد کارپوهانو د څېړنو په پايله کي وړانديز کړی چي که د اونۍ په شپږو ورځو کي څوک نيم نيم ساعت د ديګيريدو په نوم لويه سورنا ووهي، نو يې خرآری ختميږي. د دغو کارپوهانو په وينا د يادي موسيقۍ آلې له کبله اړونده عضلات قوي کيږي چي کمزوري يې د خرآری سبب ګرځېدلی وي.
سپورټ وکړئ
هغه کسان چي د بدن عضلات يې کمزوره وي، سپورټ نه کوي او وزن يې زيات وي، زيات وختونه د خرآري له ستونزي سره مخامخ وي. سپورټ کول د دې لامل کيږي چي سړي قوي سي، د ساه اخيستلو حجم زيات سي، او په همدې شان د ساه آخيستلو ټول نظام تقويه سي. له همدې کبله سپورټ د خرآري د کمېدو يا ختمېدو لامل هم ګرځېدلای سي.
ډاکټر ته رجوع وکړئ
د دغه انځوريز راپور مشورې د يو ډاکټر سره د يوې مسلکي مشورې ځای نه سي نيولای. که تاسو يا د کورنۍ کوم څوک مو د خرآری ستونزه لري، نو يو کارپوه ډاکټر ته مراجعه وکړئ. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]