1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جینیتیکي پلوه لاس وهل شوي ماشومان زیږول شوي

۱۳۹۷ آذر ۶, سه‌شنبه

یو چینایې ساينس پوه ادعا کوي چې له یوه شخړیز چلند څخه په استفادې توانیدلی دی چې له جینيتيکي پلوه لاس وهل شوي داسي غبرګولي ماشومان وزیږوي چې د «اچ آی وي» یا ایذز په مقابل کې مقاومت لري.

https://p.dw.com/p/38yY3
China Genveränderte Babys
انځور: picture-alliance/AP Images/M. Schiefelbein

د دوشنبې په ورځ«د نومبر میاشتې پر ۲۶» یوه چينایې ساينس پوه ادعا کړې چې له یوه شخړیز چلند څخه په استفادې د دوو داسې غبرګولو نجونو پر زیږولو بریالی شوی دی چې په جینونو کې یې لاس وهنه یا په بل عبارت جینونه یې اصلاح شوي دي.

هغه پوهنتون چې نوموړی کارپوه پکښې کار کوي اعلان کړی دی چې د هغه له دې کار سره موافقه نه لري او غواړې په دې اړه څیړنه او تحقیق وکړي.

کارپوهان وایې چې له دې کار سره «د ژوند کولو اخلاق» له خطر سره مخامخ شوي دي. د چين په شنژین ښار کې د پوهې او تخنیک پروفیسور هي جیانکوی ویلي دي چې د «لولو» او «نانا» په نوم د دوو خویندو په «ډي ان ای» کې لاسوهنه شوې او د کریسپر (CRISPR) له چلند څخه په استفادې له جینیتيکي پلوه بدلون پکې راوستل شوی دی.

کارپوهان له کریسپر له چلند څخه په استفادې کولی شي د هجرو «ډي ان ای» ته بدلون ورکړي. هي جیانکوی وویل چې د دغو ماشومانو په جینونو کې په داسې شکل لاسونه شوې ده چې په ایډز ناروغۍ له اخته کیدو څخه وژغورل شي. هغه وویل چې د دغو ماشومانو پلار د «اچ آی وي» په ویروس اخته دی.

China Genveränderte Babys
د چين په شنژین ښار کې د پوهې او تخنیک پروفیسور هي جیانکوی ویلي دي چې د دوو خویندو په «ډي ان ای» کې لاسوهنه کړې.انځور: picture-alliance/AP Images/M. Schiefelbein

نوموړي کارپوه په یوټیوپ کې خپاره شوي یوه ویډیو کې ویلي چې«د دغو ماشومانو مور پلار نه غوښتل چې طراحي شوي ماشومان ولري. دوی یوازې غوښتل داسې ماشومان ولري چې پر داسې ناورغۍ اخته نه وي، چې طبابت کولی شي پر هغې د اخته کدیو مخه ونیسي».

نوموړي کارپوه زیاته کړه: «زه درک کولی شم چې زما دغه اقدام شخریز دی، خو زه فکر کوم چې کورنۍ دې نوښت ته اړتیا لري. زه دې ته تیار یم چې هر ځل ټول انتقادونه په خپله غاړه واخلم».

جدي سرغړونه

لږ وروسته تر دې چې هي دغه ویډیو خپره کړه، هغه پوهنتون چې دغه کارپوه په کښې کار کوي وویل چې بی له ځنډه په دې اړه څیړنه پيلوي، او زیاته یې کړه چې دغه پروسه له اخلاقي او اکاډمیکو ستندردونو څخه یوه جدي سرغړونه ده.

د دې پوهنتون مسئولینو زیاته کړې ده چې هي له فبرورۍ میاشتې راپدیخوا په «بی معاشه» رخصتۍ کې دی. جنیفر دودنا چې د کریسپر چلند یې کشف کړی دی د آلمان خبري اژانس «ډي پي ای» ته ویلي دي چې که دا خبر تائید شي، نو دغه چینایې کارپوه د عملي ټولنې او له دې چلند څخه د استفادې موازين تر پښو لاندې کړي دي.

 

زموږ له ارشيف څخه: