له جګړې تر ښکولولو؛ د برلين پر دیوال شوي نقاشۍ
د برلين دیوال یوه برخه چې د «ختیځې برخې ګالري» نومول شوې د هنر خاوندانو ته فرصت ورکړی چې خپل آثار نندارې ته وړاندې کړي. د شټیفن رولف په څیر آلماني-امریکایې هنرمندان چې د ۸۰ لسیزې انځورونه یې د ټولو د لید وړ ګرځولي دي.
د «مرګ کرښه» هغه مستند لید چې په هنري انځورونو کې ورته ډیره پاملرنه نه ده شوې: د «مرګ کرښه» له ۹۱ متره سور سره له دوو موازي دیوالونو سره د برلين دیوال تشکیلوي، چې یو یې د ختیځ او بل یې د لویځ آلمان پورې تعلق درلود. شټیفن رولوف د یوې اوږدې مودې راهیسې په برلين کې د تاریخي هنري انځورونو پر طرحې کار کوي.
نوموړي نقاش په دې نندارتون کې د ۱۹۸۴ م کال د برلين دیوال د پیښو په اړه له اخیستل شویو انځورونو څخه استفاده کړی ده. پر دغو دیوالونو د انځورونو د نصبولو لړۍ دوام لري. سیلانیان د خپلو سلفي انځورونو د پسمنظر له پاره د دې دیوال مخې عکسونه اخلي.
د تاریخ تیاره څنډه: د ختیځ آلمان د پوځي ګارد لویې لوې انځورونه د سیلانیانو پام ځانته را جلبوي. په هغه وخت کې د ختیځ آلمان ډیر شمیر اوسیدونکي لویدیځ آلمان ته د تیښتې پر مهال وژل شوي ول.
د برلين دیوال له نړول کیدو سره د«ختیځ آلمان ګالري» رامنځته شوه. د اړونده مسئولینو په ابتکار د دغه دیوال تر یوه کیلومتر اوږدوالي زیاته برخه د تاریخي موزیمونو له پاره وساتل شوه چې اوس په برلين کې د سیلانیانو له پاره یو له جذابه آثارو څخه شمیرل کیږي.
نږدې هر یوه توریست د روسي هنرمند له هغه هنري اثر سره آشنایې لري، چې د پخواني شوروي اتحاد رهبر لئونید برژنیف، او د آلمان د پخواني دیموکراتیک جمهوریت یا پخوانې ختیځ آلمان مشر اریش هونکر، ښکولول په کښې د برلين پر دیوال انځور شوی دی. له «ختیځ برخې ګالري» څخه د سیلانیانو د لیدنې په موخه نوموړي دیوال ته نږدې په همدې نامه د بسونو یو تم ځای هم جوړ شوی دی.
په همدې ډول په ۲۰۱۶ م کال کې د دغه دیوال بل لور ته د سوریې د جګړې انځورونه نندارې ته ایښودل شوي دي.
د «دیوال پر مخ جګړه» دا د سوریې د کورنۍ جګړې څخه د کاې ویډنهوفر له خوا اخیستل شوي هغه انځورونه دي، چې د دغې جګړې له امله رامنځته شوي ویجاړۍ پکښې انځور شوي دي.
په برلين کې د « ختیځې برخې ګالري» د مشهور هنرمند شټیفن رولوف، یو له مهمو هنري آثارو څخه شمیرل کیږي. رولوف په خپلو دغو آثارو کې د پخواني آلمان (ختیځ آو لویدیځ آلمان) د وختونو ناخوال وضعیت انځور کړي دي.