له جرمني څخه بیا افغانان اخراجیږي
۱۳۹۷ اردیبهشت ۳, دوشنبهد زاکسن انهالت ایالت د مهاجرو شورا په حواله سبا سه شنبه (۲۰۱۸م کال د اپريل ۲۴مه) به يوه الوتکه له دوسلدورف هوايي ډگر څخه کابل ته پرواز وکړي. دغه خبر د المان خبري آژان (dpa) هم تائيد کړی دی.
مهاجر پلوه سازمانونه پر دې باندي شک لري چي افغانستان دي د اخراج سوو افغانانو له پاره ډاډمن ځای وي. ځکه نو د مهاجرو شورا غواړي چي دغه پرواز دي متوقف کړل سي.
دغو سازمانونو په کابل کي د یکشنبې ورځي (۲۰۱۸م کال د اپريل ۲۲) خونړي برید ته هم اشاره کړې ده. په دغه بريد کي چي مسئوليت يې داعش منلی دی، تر ۵۰ اضافه انسانان پکښي ووژل سول. مهاجر پلوه سازمانونه وايي: «دا یو ډیر بې مفهومه عمل دی، چي په چاودونو او بریدنو پسې اخراج صورت نیسي.»
د مهاجر پلوه سازمان(پرو ازول) اداري رییس گوینتر بورکهارد وویل: «موږ دغه اخراج غیر مسؤلانه بولو. موږ بیا د افغانستان د وضعیت په هکله د جرمني د خارجه وزارت د یوه نوي رپوټ د وړاندي کولو غوښتنه کوو.»
د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر مياشتي راهیسي په ۱۱ پروازونو کي ۱۹۸ نارينه او ښځینه افغان مهاجر بيرته افغانستان ته لېږل سوي دي. له ۲۰۱۷م کال راهیسي بیا د افغان مهاجرو اخراج هغو کسانو ته محدود سوی دی چي جرمونه يې کړي وي، د ترهگرۍ خطر يې وي او يا د خپل هویت په پیژندلو کي له مسئولو ادارو سره مرسته نه کوي.
زموږ د آرشیف څخه انځوریز یو البوم:( 14.09.2017 )