1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ترکیې سره دي د مهاجرو په اړه تړون لغو شي»

۱۳۹۶ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

په آلمان کې د مهاجرو مدافع سازمان «پرو ازول» د مهاجرت په برخه کي له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې د موافقې د ختمولو غوښتنه کړې. نوموړي سازمان دغه موافقتنامه یو «سخت معامله» بللې ده.

https://p.dw.com/p/2udao
Syrien Flüchtlinge Lager Grenzgebiet
انځور: picture alliance / dpa

په آلمان کې د مهاجرو د حقونو مدافع سازمان «پرو ازول» د سه شنبې په ورځ د آلمان په فرانکفورت ښار کې د اروپایې اتحادیې او ترکیې تر منځ د مهاجرو په اړه پر «دوه کاله مخکې لاسلیک شوي تړون» ډیرې سختې نیوکې کړي دي.

نوموړي سازمان دا یوه «سخت ګیرانه معامله» بللې چې په خبره یې د مهاجرو د حقونو په بیه تمامه شوې او باید لغو شي. د پرو ازول په خبره ترکیه «یو دریم امن هیواد» نه شي کیدلی.

د مهاجرو د حقونو دغه مدافع سازمان زیاته کړې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردغان د سوریې په شمال عفرين کې د کردي محاصره شویو پر وړاندي «د نړیوالو بشري حقونو خلاف بریدونه» ترسره کوي او عین حال کې داسې مهاجر تولیدوي چې له هغوې څخه د دفاع په خاطر ځان له اروپایې اتحادیې څخه تمويلوي.

له کله راهیسې نه چې د ۲۰۱۶ م کال د مارچ میاشتې له ۲۰ نیټې څخه د ترکیې او اروپایې اتحادیې ترمنځ د لاسلیک شوي موافقتنامه عملي کیدل پیل شوي دي له هغه وخت راهیسې د آژه په ټاپو کې دایمي بیړنی وضعیت حاکم دی.

د مهاجرو دغه آلمانی سازمان شکایت کوي «دا د زرګونو پناغوښتونکو له پاره په یو خلاص زندان» بدل شوی دی. په اوس وخت کې نږدې ۱۳۰۰۰ پناغوښتونکي په غیر انساني شرایطو کې په اصطلاح د مهاجرو په اروپایې مرکزونو کې ژوند کوي.

د پرو ازول زیاته کړې ده: «دغه خیمې چې په چکړو کې درول شوي دي د نه منلو وړ روغتیایې شرایط لري، له دې ځایه د ځان وژنې، فزیکي او رواني ناروغۍ رپوټونه ورکول کیږي». همدارنګه د مهاجرو په اروپایې مرکزونو کې د امنیت نشتوالی یوه عادي خبره ده. سربیره په دغو کمپونو یا مرکزونو کې پر ښځو او نجونو د جنسي زورونې ډير درانه تورونه موجود دي.


پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: