1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ترکيې څخه ۲۰ زره افغان مهاجر بيرته استول سوي

۱۳۹۸ خرداد ۸, چهارشنبه

ترکيې اعلان کړی دی چي له هغو ۴۰ زرو افغان پناه غوښتونکو څخه چي په غير قانوني ډول دغه هيواد ته راغلي، نيمايي يي بيرته استول سوي دي. په استانبول کي د افغانستان قونسلگري وايي، غيرقانوني مهاجر له سختو شرايطو سره مخامخ کيږي.

https://p.dw.com/p/3JQJe
Griechenland Flüchtlinge aus Afghanistan auf der Insel Chios
انځور: picture-alliance/dpa/S. Suna

د ترکيې د کورنيو چارو وزير، سليمان سويلو په استانبول کي د يوې خبري ناستي پر مهال اعلان کړی دی چي د روان ميلادي کال له پيل راهيسي، څه د پاسه ۴۲ زره افغان مهاجر په غيرقانوني ډول دغه هيواد ته ورغلي دي. هغه ويلي دي چي له هغوی څخه ۲۰۵۰۰ کسان يې بيرته افغانستان ته لېږلي دي.

په استانبول کي د افغانستان جنرال قونسل زکريا بارکزي، اينفو مايگرانتس ته ويلي دي چي په تير لمريز کال کي په زرونو افغان مهاجر په خپله خوښه بيرته هيواد ته ستانه سوي دي.

هغه زياته کړې ده: «هغه شميري چي د ترکيي د کورنيو چارو وزارت وړاندي کړي په ټوله ترکيه پوري اړه پيدا کوي. د خپل کاري ساحې په هکله بايد ووايم چي موږ په ۱۳۹۷م کال کي د۳۰ زرو په شاوخوا کي داوطلب مهاجر درلودل چي افغانستان ته تللي دي. په هغوی کي ۱۴زره داسي کسان ول چي په خپله يي د الوتکي ټکټ اخيستی او افغانستان ته ستانه سوي او څه د پاسه ۱۵ زره نور بيا چي په کمپونو کي يي ژوند کاوه، په خپله خوښه تللي دي.»

افغان پناه غوښتونکي، له ډيرو سختو لارو، له ايران څخه ترکيي ته ځي او غواړي چي له هغه ځايه بيا اروپايي هيوادونو ته ولاړ سي. خو ښاغلی بارکزی له افغان مهاجرو څخه غواړي چي د انساني قاچاق د شبکو د درواغو تر تاثير لاندي رانه سي، د هغه په نظر، د ترکيي اوسني شرايط د کار د زميني د برابرولو او يا هم اروپايي هيوادو ته د تګ له پاره برابر نه دي.

په استانبول کي د افغانستان جنرال قونسل وويل: «زه بايد په قاطعيت سره ووايم چي د ترکيې او اروپايي هيوادونو ترمنځ سرحد تړلی دی. زياتره انساني قاچاقچيان هڅه کوي چي وضعيت بل ډول وښيي. هغه کسان چي په غيرقانوني ډول ترکيي ته راداخليږي له سختو شرايطو سره مخامخ کيږي. هغوی زده کړو او صحي امکاناتو ته لاس رسي نه لري. زموږ پيغام ټولو ځوانانو ته دادی چي، که غواړي نورو هيوادونو ته ولاړ سي نو بايد له قانوني لارو استفاده وکړي.»

ناصر احمدي، «اينفومايگرانتس»