له بگرامه د بنديانو د آزادولو لړۍ پيل سوې
۱۳۹۱ آذر ۸, چهارشنبهد بگرام زندان د افغاني کیدو چاري څه موده دمخه پای ته ورسېدې، خو داسي ویل کیږي چې لا هم ټول بندیان افغان دولت ته نه دي سپارل شوي.
د لوی څارنوالۍ د شمیرو له مخې، اوس مهال ۹۰۰ تنه د بگرام په زندان کې له امریکایانو سره بندیان دي.
د څارنوالۍ ویاند څارنوال بصیر نن چهارشنبه (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۸) په کابل کې دویچه ویله ته وویل، چې په تیرو څو ورځو کې اویا تنه له دغه زندان څخه آزاد شوي دي. د هغه په خبره دغه کسان د حکومتي قاضیانو له لوري بې گناه گڼل شوي دي.
د هغه په خبره، دغه لړۍ روانه ده او د ټولو بندیانو د دوسیو څېړل پیل شوي دي: «په اوله ورځ اوولس کسان آزاد شول، بیا شل کسان له دغه زندان څخه آزاد شول او په وروستي پرمختگ کې پرون ۳۴ کسه چې د ټولو دوسیې څېړل شوي وې له زندان څخه آزاد شول، زموږ څارنوالان او قاضیان د ټولو بندیانو دوسيي په غور سره څېړي.»
د راپورونو له مخي تر اوسه لا حتی ځیني هغه بندیان هم نه دي آزاد شوي، چې د محکمې په قطعي حکم یې برائت ترلاسه کړی دی، خو د څارنوالۍ په خبره چې امریکايي چارواکي یې له آزدیدو سره مخالفت کوي.
د افغان چارواکو په خبره، پر دې سربیره د لاسليک سوي موافقتنامې برخلاف نور نوي کسان هم د امریکایي ځواکونو له خوا بندیان شوي دي.
د لوۍ څارنوالۍ وياند وایي، چي تر اوسه د بگرام زندان یو شمیر برخي لاهم د امریکایانو په ولکه کې دي، په داسي حال کې چې د کابل او واشنگټن تر منځ د دغه زندان د تسلیمۍ پر سر درې میاشتي دمخه هوکړه شوې ده.
د لوی څارنوالۍ ویاند ټینگار کوي، چې ولسمشر کرزی د بگرام زندان د ټولو بندیانو د دوسیو د ژر څېړلو په تمه دی او هغه کسان چې بې گناه ثابتیږي بې له کوم ځنډه به آزاد شي.
هغه زياته کړه: «هر څومره چې ژر کیږي د ولسمشر له هدایت سره سم باید ټول بندیان وکتل شي او د هغوی دوسيې وڅېړل شي او د زندان ټولي چاري باید افغان دولت ته وسپارل شي، چي د افغانستان ملي حاکمیت ته زیان و نه رسیږي.»
د بگرام زندان مسئوليت د وږی د میاشتې پر شلمه نېټه افغانانو ته سپارل شوی دی، خو یو شمېر بهرني زندانیان او هغه زندانیان چې په دې برخه کې تر تړون وروسته د امریکايي ځواکونو له خوا نیول شوي ول، افغان لورې ته نه وو سپارل شول، چې اوس يې افغان حکومت په ټینگار د ورسپارلو غوښتنه کوي.
د ارگ د سرچینو په خبره، ولسمشر حامد کرزي دا حالت د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د زندانونو په اړه له لاسلیک شوې تفاهمنامې څخه جدي سرغړاوی وباله او د هېواد د ملي دفاع وزیر، لوی څارنوال او د بگرام زندان لوی قوماندان ته یې دنده سپارلې ده چې د زندان د ټولو چارو د مکمل افغاني کولو او د کامل اختیار اخیستلو له پاره دې جدي او چټک اقدامات وکړي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل