1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له بډایو هیوادونو څخه له بې وزلو سره د مرستو غوښتنه

۱۳۹۹ تیر ۲۷, جمعه

د ملګرو ملتو سازمان په بې وزلو هیوادونو کي له کرونا څخه اغیزمن سوو کسانو سره د مرستي له پاره، له شتمنو هیوادونو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې. تر اوسه پوري دغه سازمان یوازي ۱،۷ میلیارډ ډالر په لاس راوړي دي.

https://p.dw.com/p/3fTea
Afghanistan Kabul Corona-Krise
انځور: DW/Q. Adeli

د ملګرو ملتونو سازمان د کرونا بحران پر وخت بیا هم له شتمنو هیوادونو څخه د میلیارډونو مرستو غوښتنه کړې. د ملګرو ملتونو سازمان د عاجلو مرستو هم ږغي کوونکي مارک لوکوک ویلي دي چي بې وزلو هیوادونو ته تر اوسه پوري مخکینۍ مرستي نامناسبي او لنډ مهاله وې.

هغه ویلي چي د جي ۲۰ غړي هیوادونه باید اوس نوري مرستي هم ولري که نه نو هغوی باید په راتلونکي کي د دې کار له پاره لوړ قیمت ورکړي. هغه زیاته کړې چي د کرونا پاندیمي او د نښتو زیاتوالی، لوږي او نورو ناروغیو ته یو ګواښ دی.د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د ایران د طبي تجهیزاتو مرسته

تر اوسه پوري د ملګرو ملتو سازمان یوازي ۱،۷ میلیارډ ډالر مرستي تر لاسه کړي دي. خو دغه سازمان سږکال په بې وزلو هیوادونو کي له کرونا سره د مبارزې له پاره شاوخوا ۱۰،۳ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري. په دغو پیسو باید په خاص ډول افریقا او جنوبي امریکا کي صحي پروژې او بشري پروګرامونه تمویل سي.

څو وخته مخکي د آکسفام مرستندویه سازمان د «لوږي ویروس » تر عنوان لاندي خپل رپوټ کي ویلي ول چي سږکال به د کرونا بحران د اجتماعي او اقتصادي عواقبو له امله لکه بیکاري، د غذايي موادو په رسولو کي ځنډ او د مالي مرستو کمښت، په نړۍ کي ۱۲۱ میلیونه انسانان د لوږي له بحران سره مخامخ سي.

د « نړۍ له لوږو سره د مرستي » خیریه سازمان هم ویلي دي چي د نړۍ د لوږو کسانو شمیر ښايي یو میلیون ته لوړ سي. د نوموړي آلماني سازمان د رپوټ له مخي، ډیری هغه بې وزله خلک چي له سختي لوږي سره مخامخ کیږي، پرته له مرستو ښايي و نه سي کولای ژوندي پاته سي.

د نړۍ دغه ډول خطرناکه حالت ته په پام سره، د نړۍ له لوږو سره د مرستو خیریه سازمان د نړیوالو له خوا د لا زیات ملاتړ غوښتونکی سوی.