1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

له ایټالیا آلمان ته د انسانانو پاکستانی قاچاقبر نیول شوی

۱۳۹۷ مهر ۲۵, چهارشنبه

د آلمان فدرالي پولیسو د اتریش او آلمان پر پوله په یوه لارۍ ډوله موټر کې پټ نهه تنه ناقانونه مهاجر نیولي دي. پولیسو د دغو مهاجرو یو ۲۵ کلن پاکستانی موټروان چې دغه کسان یې له ایټالیا څخه آلمان ته لیږدول، نیولی دی.

https://p.dw.com/p/36hYW
Deutschland Brandenburg Polizei stoppt Schleuser-Lastwagen
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

له آیټالیا څخه آلمان ته تلونکي یاد نیول شوي ناقانونه مهاجر د یوې لارۍ په باډۍ کې ټپ شوي ول. دوی تر لس ساعتونو اوږده مزل وروسته د آلمان خاوري ته داخل شوي ول. د آلمان خاورې ته په داخلیدو، د اتریش پولې ته نیږدې د بایرن ایالت په فوسن ښار کې د آلمان فدرالي پولیسو د دوی موټر د پلټنو له پاره درولی او لس ناقانونه مهاجر يې پکښې نیولي دي.

د پولیسو په حواله په دغه لارۍ کې د پټ کړل شوو ناقانونه مهاجرو روغتيايي وضعيت ښه نه وو. پولیسو زیاته کړې ده چې د هغهوی د ځینو سرونه ګرځیدل او ځینو نورو بیا له سردردۍ څخه شکایت کاوه. په نیول شوو مهاجرو کې د یوه کس وضعیت خراب ښول شوی چې د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوی دی.

د فرانسې خبري آژنس د رپوټ په حواله د دغې لارۍ چلوونکی یو ۲۵ کلن پاکستانی دی چې د هویت او سفر اسناد هم نه لري. د فرانسې خبري آژانس په رپوټ کې راغلي دي چې کله چې پولیسو د موتر شا پرانیستله نو له استفراق او ادرارو ډک پلاستیکونه یې هم موندلي دي. د همدغو پلاستیکونو په لیدلو سره پولیس شکمن شوي او بیا یې د ټول موټر د پلټلو پریکړه کړې ده.

بل لوري ته د دغه ښار ځايي چارواکي وايي چې په دغه موټر کې نهه تنه ناقانونه پناه غوښتونکي پټ ول. زیاته شوې ده چې دغه پناه غوښتونکي پاکستانیان، ایرانیان او ترکان دي.

دغو کسانو پولیسو ته ویلي دي چې دوی د لارۍ پاکستاني چلوونکي ته څو سوه یورو ورکړي څو آلمان ته يې ورسوي. پولیسو د لارۍ موټر چلوونکی ۲۵ کلن پاکستانی د انساني قاچاق په تور نیولی دی او په دې هکله پلټنې روانې دي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه: