له ایرانه د افغان مهاجرو ډله ایز اخراج ډېر شوی
له ایران څخه د افغان مهاجرو په اخراج او ستنیدنه کې د پام وړ ډېرښت راغلی دی. هرات او نیمروز ته له ایرانه په زرونو افغانان ستانه شوي دي. د دویچه ویله خبریال شعیب تنها د ایران له سرحد څخه دغه انځورونه را استولي دي.
په داسې حال کې چې هوا ډیره سړه او واورې هم شوې دي، خو له ایران څخه د افغان مهاجرو د ډله ایز اخراج لړۍ نه ده بنده شوې.
د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت آژانس رپوټ ورکړی دی چې د نوامبر میاشتې له ۱۹ څخه تر ۲۵ نیټې پورې ۱۴ زره بی اسناده افغان مهاجر له ایران څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
"آی او ام" ویلي دي چې د دوی له جملې څخه نږدې پنځه نیم زره کسان چې ډیری یې مجردان دي، په زوره له ایرانه اخراج شوي دي.
د دغه سازمان د رپوټ پر بنسټ د هغو مهاجرو چې د نوامبر میاشتې په دغو بررسي شویو پنځو ورځو کې هرات او نيمروز ولایتونو ته داخل شوي دي، ۱۱ سلنه یې د کورنیو په چوکاټ کې راغلي دي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان ویلي دي چې له ایران څخه په اخراج شویو مهاجرو کې ښځې او بی سرپرسته ماشومان هم شامل دي.
"آی او ام" د رپوټ پر بنسټ په دوی کې ۱۲۷ تنه هغه ماشومان یا تنکي ځوانان دي چې ۱۸ کلنۍ ته نه دي رسیدلي.
همدارنګه د دغو مهاجرو په منځ کې سپين ږيري او سپین سري هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په اخراج شویو مهاجرو کې ۸۰ تنه داسې بی اسناده واقعي ناورغان هم شامل ول چې روغتیایې خدماتو ته یې اړتیا درلوده.
یو شمیر اخراج شوي مهاجر ادعا کوي چې د ایران نظامي ځواکونو وروسره غیر انساني چلند کړی دی. دغه ځوان په ډیره سړه هوا کې وروسته له آزادیدو څخه په دې جامو کې له ایران څخه اخراج شوی دی.
یو شمیر نور لکه د دې سړي په شان ادعا کوي چې د ایران نظامي ځواکونو وهلی او ربړولی دی. دغه سړی خپل د پښې زخمونه ښکاره کوي او وایې چې د اسنادو د نه لرلو له امله ایراني ځواکونو ډير سخت وهلی دی.
په هرات او نيمروز ولایتونو کې د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو مسئولین له ایران څخه د مهاجرو د بیرته ستنیدنې او اخراج په هکله اندیښنه ښودلې او له نړیوالو مرستندویه ټولنو څخه یې د لا زیاتو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت آژانس ویلي دي چې د هغو بې اسناده مهاجرو چې له ایران څخه ستانه شوې او یا هم اخراج شوي دي یوازې له ۵ سلنو سره یې مرستې شوي دي. نوموړی آژانس زیاتوي چې دوی په دې هڅه کې دي چې د دغو مرستو اندازه لوړه کړي.
ایران، افغانستان او د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیسارۍ درې اړخیزې موافقتنامې لري چې ټول اړخونه یې د عملي کولو مکلفیت لري. په دې موافقتنامې کې ټینګار شوی دی: «بیرته ستنیدنه باید په داوطلبانه او عزتمند شکل په پړاونو کې ترسره شي. همدارنګه بیرته ستنیدونکي باید د ملي لومړیتوب او ملي پيوستون په پروګرامونو کې شامل شي، څو د سرپنا، کار او لومړنیو خدماتو په اړه اندیښنه ونه لري».
خو افغان مهاجر وایې چې کوربه هیوادونو تل له دوی څخه د سیاسي فشار د عامل په توګه استفاده کړې ده. د ملګرو ملتونو د مهاجرت آژانس په خپل وروستي رپوټ کې ویلي دي: «د بې اسناده مهاجرو د بیرته ستنیدني دومره لوړ نرخ په افغانستان او د مهاجرو کوربه ګاونډیو هیوادونو کې د سیاسي، امنیتي او نورو عواملو تر اغیزې لاندي دی».
په دې ورځو کې پر سړې هوا سربیره، په هرات کې د اسلام قلعه سرحدي سیمې او په نیمروز کې د میلک سرحد په ډله ایز ډول د نا ثبت شویو افغان مهاجر د بیرته ستنیدنې شاهدان دي. برعکس بیا له پاکستان څخه د مهاجرو د بیرته ستندنې لړۍ چې تیرکال پيل شوی وه، په دغه هیواد کې د نوم ثبتونې د روان بهير له امله ډیره کمه شوې ده.
په دې وروستیو کې په هرات ولایت کې د ایران قونسل د دویچه ویله خبریال ته وویل چې هیواد یې د افغان مهاجرو پر وړاندي سخت دریځ نه لري، بلکې یوازنی کوښښ یې دا دی چې په ایران کې د اتباعو شتون قانوني کړي.