له ایالتونو سره د مهاجرو په مصارفو کي مرسته دوام کوي
۱۳۹۷ مهر ۱۹, پنجشنبهاعلان
د دغي پريکړي پراساس به چي د چهارشنبې په ورځ په برلین کي د جرمني کابینې وکړه، دغه مرستي د یوه بل کال له پاره دوام پیدا کړي.
د حکوت د ویاند شتیفان زایبرت په خبره به دغه ۶۷۰ یورو د هر رد سوي مهاجر له پاره هم حواله سي.
په دې ډول سره به نو حکومت ایالتونو ته په دغه کال کي ۱،۶ ميلیارده یورو تادیه کړي. د راتلونکي کال له پاره ۴۸۲ ميلیونه یورو پلان سوی دی، چي دا د ادغام له مصارفو سره یوځای تقریباً ۲،۴ ميلیارده یورو ته رسیږي.
سربیره پر دې مرکزي حکومت بیا هم په ناحيوو کي د قبول سوو مهاجرو د کورونو د کرایو او کور د گرمیدو مصارف پر غاړه اخلي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(31.05.2018 )