1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اټومي موافقې څخه د امریکا وتل؛ ایران اروپا ګواښي

۱۳۹۷ شهریور ۲۴, شنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایې چې اروپایان باید د امریکا خبره ونه مني. ایران ویلي دي چې که اروپایي اتحادیه تر اندازې زیات غیرفعاله وي، نو ایران کولی شي یو ځل بیا د یورانیمو غني کول پیل کړي.

https://p.dw.com/p/34uop
Iranischer Außenminister in Berlin Mohammed Dschawad Sarif
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظريف پر اروپایې اتحادیې تور ولګاوه چې نه شي کولی له اټومي تړون څخه د امریکا د وتلو پوښتنې ته مناسب ځواب ووایي. ظریف د «شپيګل» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «اروپایان او ټول لاسلیک کونکي باید داسې اقدامات تر لاس لاندې ونیسي څو د متحده ایالاتو د بندیزونو اغیزې جبران شي».

ظریف ګواښ وکړ چې که د راکړې ورکړې توازن خراب شي، ایران به غبرګون ښکاره کړي. نوموړي وویل چې ایران اړ نه دی چې اټومي موافقتنامه لغوه کړي، خو امکان لري چې موږ له دې موافقتنامې څخه استفاده محدوده کړو. د ایران له پاره یو له انتخابونو څخه هم ممکن د یورانیمو غني کول وي.

هر څه چې ویل کیږي باید عملي شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له اروپایې هیوادونو څخه وغوښتل چې هغه شرکتونه چې د امریکا د بندیزونو له امله له ایران څخه وځي باید مجازات کړي. نوموړي زیاته کړې ده چې اروپایان باید تصميم ونیسي چې آیا دوی اراده لري چې خپلې کړې خبرې عملي کړي او که نه؟ هغه «شپيګل» ته وویل: «آیا اروپا غواړي هغه څه چې امریکا پرې تحميلوي، تعقیب یې کړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره خپلې مستقيمې خبرې لغوه کړې. ظریف ویلي دي چې د مذاکراتو له پاره هیڅ اساس وجود نه لري. هغه وویل چې که امریکا اټومي موافقتنامې ته بیرته راوګرځي بیا نو کیدای شي د خبرو اترو په هکله فکر وکړو.

متحده ایالات ټول ګواښي

امریکا متحده ایالاتو د روان کال په می میاشت کې په یو اړخیز ډول له ایران سره اټومي موافقتنامه لغوه کړه. د دې موافقتنامې پر بنسټ ایران باید په واضح ډول د یورانیمو غني کول راکم کړي. سره له دې چې ایران اټومي موافقتنامې ته ژمن دی امریکا متحده ایالاتو پرې د اګست په میاشت کې بندیزونه له سره پيل کړل. د نومبر میاشتې په پیل کې د بندیزونو یو بل پړاو پیلیږي. متحده ایالات غواړي د ایران د نفتو د صادراتو مخه ونیسي.

په همدې منځ کې اروپایې اتحادیه، چين او روسیه له اټومي تړون څخه د امریکا تر وتلو وروسته د دغې موافقتنامې پر خپل حال د پاته کیدو هڅه کوي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي دي چې دوی له اټومي تړون څخه د امریکا وتل یوه تیروتنه بولي. ماس ویلي چې دغه موافقتنامه په سیمه کې د اروپایې اتحادیې ګټې، امنیت او شفافیت تضمينوي.

د جواد ظریف او کیري پر ملاقات نیوکه

Symbolbild - Atomabkommen mit dem Iran
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظريف او د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جان کیريانځور: Getty Images/AFP/R. Wilking

د امریکا متحده ایالاتو د پخواني بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف لیدنې کتنې په امریکا کې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

وروسته تر دې چې دونالد ترمپ د ظریف او کیري پر لیدنې کتنې نیوکه وکړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو وویل چې کیري د جواد ظریف سره په ملاقات کې له ایران څخه غوښتي دي چې د دونالد ترمپ د دورې پای ته رسیدو ته انتظار وباسي. د پمپئو په خبره د کیري چلند نامناسب او بې ساری دی او د ایران پر وړاندې د امریکا سیاست کمزوری کوي.

 پمپئو ادعا کړې چې جان کیري په نړۍ کې د تروریزم له تر ټولو لوی پلوي څخه ملاتړ کړې دی. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې ده چې دا مسئله د امریکا په تاریخ کې سارې نه لري او تاسې نه شي لیدلي چې د امریکا کوم پخواني د بهرنیو چارو وزیر دې د یوه داسې سیاست له پاره فعالیت کړی وي چې ویلی یې وي صبر وکړئ چې د دې حکومت کار پای ته ورسیږي.

جان کیري په دې وروستیو کې په یوې رادیوي مرکه کې ویلي دي چې له وزارت څخه تر لیري کیدو وروسته یې تر اوسه پورې دری یا څلور ځله د مختلفو پروګرامونو او کنفرانسونو په څنډه کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي دي.