1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ايرانه راستانه کړل شوي کډوال څه وايي؟

۱۴۰۱ تیر ۲۸, سه‌شنبه

د افغانستان لویدیځې حوزې ته له ایرانه رد شوي افغان کډوال وايي هلته د هر ډول بدبختۍ سره مخامخ شوې. دوی وايي هیڅوک نشته چې په ایران کي یې د انساني حقونو پوښتنه وکړي او ډیری وخت ورسره ایراني پولیس ښه چلند نه کوي.

https://p.dw.com/p/4EMJE
Afghanische Flüchtlinge aus dem Iran abgeschoben
انځور: Tanha

په ایران کي له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند ادعاوي نوي نه دي، له دې وړاندي هم له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو د سخت چلند په اړه راپورونه ورکړل شوي ول او سخت غبرګونونه يې را پارولي ول.

محمد نبي یو له هغه زرګونو افغانانو څخه دی چي په خبره یې درې ورځي مخکي له ایران څخه د را ایستلو پر وخت ورته سپکاوی شوی، وهل شوی او حتی شکنجه شوی دی: »دلته کاروبار نه وو په ډېري خوارۍ ولاړم ایران ته، دوې میاشتي مي هلته کار وکړ. پولیسو ونیولم ډیري بدبختي یې راباندي راویستلې هر راز خوارۍ او ظلمونه راسره وشول اخر یې د نیمروز څخه افغانستان ته رد مرز کړم خو اوس دلته په وطن کي هم کارو بار نشته سخت د عذاب ژوند دي.«

بله خوا په ایران کي میشت افغان سوداګر حاجي محمد دويچه ويله ته وویل چې د ايران امنيتي ځواکونه له افغانانو سره هم پر پوله او هم په ښارونو کي ناوړه چلند کوي او نه يوازي بې اسناده کسان، بلکي هغه کسان چې قانوني اسناد هم لري بد وضعیت ورسره کيږي: »ډېري داسې پیښي شوي چې هغه د رسنیو څخه پټي ساتل شوې چې یو وړوکی جنجال پيښ شي له امله ېې په ایران کي عام او بېګناه افغانان وهل کیږې، په ایران کي د افغان ځوانانو سره ډیر زیات زور زیاتی کیږې حتې ډیر داسي راځي چې افغانانو هلته پر یو ځای کار کړي پیسي او حقوق یې هم نه ورکول کیږي.»

Grenze Iran - Türkei | Flüchtlinge aus Afghanistan
انځور: Ozan Kose/AFP/Getty Images

دا چي ولي د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو په خاص ډول ایران کي له کلونو راهيسي له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند ادعا کیږې په اړه ېې د چارو کارپوه محمد اسماعیل وايي:

«ایران چې د زیاتو نړیوالو کنوانسیونونو عضویت لري هر کال د افغان کډوالو پر سر له نړیوالو څخه زیاتي پیسي اخلي خو متاسفانه افغان کډوالو ته هیڅ راز خدمات نه رسوې او نه یې هم ورکوي، دا ټول متاسفانه له دې امله دي چې موږ په افغانستان کي یو داسي ځواکمن نظام نه لرو چې د ملل متحد او ایران څخه جدي پوښتنه وکړي چې ولي له افغانانو سره دارنګه چلند کیږي.»

بله خوا تیره ورځ په نیمروز ولایت کي طالبانو خبر ورکړ چې لسګونه هم افغان کډوال چې په قاچاقي ډول ېې له هیواد څخه د وتلو هڅه کول مخه یې نیول شوې.

د نیمروز د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسئول بهرام حقمل له دویچه ويله سره په خبرو کي پر سرحدونو د افغانانو سره زورزیاتی د تایید وړ بولي خو په خبره یي:

«ایراني او پاکستاني سرحد ساتونکي، کډوالو ته مشکلات جوړوي ځکه هغوی د خپلو سرحدونو ساتنه کوي که کوم څوک ورسي هغه یې ولي هیڅ رحم نه پرې کوي. تاسو به اوریدلي وي چې حتې ماشومان یې ویشتلي نو بنآ زموږ اصلي هدف دا دی، کوم افغانان چې د هیواد څخه د مسافرت هوډ لري هغه دي قانوني لار خوښه کړي»

د ویلو ده چې په افغانستان کي د جمهوریت تر سقوط وروسته او واک ته د طالبانو په رسیدو سره له دې هیواد څخه زياتو کسان د وتلو هڅه وکړه چې ځيني يې خپلو موخوته ورسيدل او ځيني يې پر لار په ايران او پاکستان کي پاته دي. له بلي خوا بيا ډېر کسان بيرته پاکستان او ايران ته هم مهاجر شول.

زموږ له ارشیف څخه پر همدې موضوع جوړه شوې د عکسونو ګالري دلته ووینئ: 

عتیق الله مطمئن