1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصاداوکرایین

له اوکراین څخه په غلجاتو بار دوو نورو کښتیو حرکت کړی

۱۴۰۱ مرداد ۲۲, شنبه

پر غله دانه بار دوو نورو کښتيو هم د شنبې په ورځ اوکراين ترک او د تورې بحیرې له بندرونو ېې مخ په ترکيه حرکت وکړ. د ترکېې دفاع وزارت د دغه خبر په ورکولو وویل، د تړون له مخې دا ۱۶مه کشتۍ ده چې په کې له اوکراينه غله صادريږي.

https://p.dw.com/p/4FUwG
Frachtschiff transportiert Mais aus der Ukraine
انځور: Turkish Defence Ministry/REUTERS

د یاد وزارت په خبره، د باربادوس بیرغ لرونکې کښتۍ، فولمر ایس، چې په کې ۱۲ زره ټنه جوار بار دي د اوکراین د کورنومورسک بندر څخه د ترکېې سويلي ایالت اسکندرون پر لور وخوځيده.

بله کښتۍ چې د مارشل جزیرې بیرغ لرونکې ده هم له ياد بندر څخه حرکت کړی او د ترکېې تکیرداغ ولایت پر لور روانه شوې ده. د رويټرز په حواله په دغه کښتۍ کې ۳زره ټنه د لمر مخي ګل زړي بار دي.

د ترکېې د دفاع وزارت په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې د شنبې په ورځ به له ترکېې څخه نورې کښتۍ په اوکراين کې د غلو د اخیستلو په مقصد اوکراین پر لور روانې شي.

د اوکراین د زیربناو وزارت د شنبې په ورځ وويل چې تر اوسه پورې په ۱۶ کښتيو کې ۴۵۰زره ټنه غله جات او نور کرهڼيز محصولات صادر شوي دي.

په اوکراین کې د روسېې پوځي یرغل سره په میلیونونو ټنه غله په دغه هیواد کې بنده پاتې شوه. روسېې او اوکراین تیره میاشت په استانبول کې د ترکېې او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړيتوب یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې يې صادرات بیرته پيل شول.