1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داقلیمي بدلون د مبارزې له پاره مذهبي روایتونه ولې مهم دي؟

۱۳۹۸ آذر ۳, یکشنبه

نن ورځ چاپیریالي ستونزو لکه د ځمکې د کرې ګرموالي ټول ایکو سیستم له خطر سره مخامخ کړی دی. د دویچه ویله د ایکو اسلام کنفرانس ټینګار کوي چې چاپیریال دوسته مذهبي پیغامونه دې لا ډیر وکارول شي څو د خلکو عامه پوهاوی لوړ شي.

https://p.dw.com/p/3TdKI
Love Humans - Love Nature  Eco-Islam for peace Conference in Karachi Pakistan Peter Limbourg
انځور: DW

په ګڼ شمیر اسلامي ټولنو کې د اقلیمي بدلون ستونزې ته تر ډیره پورې د یوې غربي پدیدې په سترګه کتل کیږي. پاکستان چې شاوخوا ۲۲۰ میلیونه نفوس لري، هم د دغو اسلامي ټولنو په ډله کې دی. تر ټولو لومړی، په دې هیواد کې د اقلیمي بدلون موضوع ته ډیره پاملرنه نه کیږي او په دې برخه کې یې یوه ښه بیلګه دا ده چې د «راتلونکې له پاره د جمعې» په یوه نړیوال خوځښت کې یوازې یو څو زره پاکستانیانو د اقليمي بدلون په برخه کې خپل آواز پورته کړ. په دې هیواد کې ګڼ شمیر خلک چې له بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دي، یا چاپیریالي ستونزو ته پاملرنه نه کوي او یا هم دغه موضوع ردوي او فکر کوي چې دغه راز کارونه یوازې د غیر دولتي سازمانونو او یا هم د لوړې درجې خلکو کارونه دي.

Love Humans - Love Nature  Eco-Islam for peace Conference in Karachi Pakistan Presse
انځور: DW

نو دلته پوښتنه دا ده چې د دغه راز یوې شدیدې نړیوالې پدیدې په هکله د عامه پوهاوي د ډیرولو په برخه کې کوم اقدامات اړین دي، هغه هم داسې نړیواله پدیده چې ایکو سیستم او یا هم د ټول بشریت موجودیت ګواښي؟

د چاپیریال ساتنې د برخې فعالین وايي چې د پاکستان په څیر په هیوادونو کې بې ساوادي دغه ستونزه لاپسې پراخوي څو د چاپیریال ساتنې په برخه کې ملي کمپاینونه پیل شي. د دویچه ویله د «ایکو اسلام» کنفرانس ټینګار کوي چې له محلي ټولنو سره باید ډیالوګ رامنځ ته شي او دا چې د اقليمي بدلونونو د اغیزو او د چاپیریال ساتنې په هکله له دغو خلکو سره باید د دوی په ژبه خبرې وشي. لکه څرنګه چې مذهبونه د انسانانو په ورځني ژوند کې پراخ نقش لوبوي، له دې کبله د چاپیریال ساتنې په برخه کې د مذهبي لارښوونو کارول مفید واقع کیدی شي ترڅو د اقلیمي بدلون په هکله د خلکو عامه پوهاوی لوړ کړل شي.

د اندونیزیا په جکارتا کې د «ایکو اسلام» تر نړیوال دوه ورځني کنفرانس وروسته، د آلمان نړیوالې رسنۍ یعنې دویچه ویله دا ځل د پاکستان په میلیوني ښار کراچۍ کې د دې کنفرانس دوهمه لړۍ د شنبې په ورځ پیل کړه چې نن د یکشنبې په ورځ به دغه دوه ورځنی کنفرانس پای ته ورسیږي. د دغه کنفرانس موخه دا ده څو چاپیریال دوسته اسلامي پیغامونه ترویج شي او مذهبي څیرې وهڅول شي څو د اقليمي بدلون پر ضد په مبارزه کې په اقدام لاس پورې کړي.

پلونه د وصل له پاره

د دویچه ویله عمومي مشر پیټر ليمبورګ هم په دغه نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی. نوموړي د کنفرانس ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل چې اوس د دې وخت را رسیدلی دی څو مذهب او دین د اقليمي بدلون موضوع ته را داخل کړل شي. ليمبورګ وویل: «مذهبي مشران له عامو خلکو سره ښه وصل دي. ځینې وختونه ان حکومتونه او رسنۍ د دوی په څیر اغیز نه لري. دا هم مهمه ده چې خلکو ته ورپه یاد کړل شي چې دین او مذهب تل د چاپیریال پر ساتنې ټینګار کړی دی.»

Love Humans - Love Nature  Eco-Islam for peace Conference in Karachi Pakistan Debarati Guha
انځور: DW

نوموړي د کنفرانس ګډونوالو ته په خپله وینا کې همداراز وویل چې په دې برخه کې رسنۍ هم پراخ او مهم نقش لوبولی شي. د دویچه ویله عمومي مشر زیاته کړه: «موږ د یوه رسنیز سازمان په توګه هم ډیر څه وړاندې کولی شو. موږ کولی شو چې ډیالوګ رامنځ ته کړو. خو موږ نه غواړو چې خلکو ته دا وښیو چې دوی باید څه وکړي. موږ یوازې کولی شو چې خلکو ته نظریې وړاندې کړو چې پرمټ یې دوی کولی شي خپل چاپیریال خوندي وساتي.»

دیني عالم محسن نقوي بیا په دې نظر دی چې اسلامي لارښوونې کولی شي خلک وهڅوي چې لا ډیر چاپیریال دوسته شي. نقوي دا خبره داسې تشریح کوي: «که چیرته د اسلام لارښوونو ته ځیر شو، موږ د چاپیریال ساتنې ګڼ شمیر مثالونه موندلی شو. د بیلګې په توګه حضرت محمد مسلمانانو ته لارښوونه کړې چې د انسانانو، حیواناتو او ان د ونو ساتنه او حفاظت وکړي. انسانان اجازه نه لري چې ایکو سیستم ته زیان ورسوي.»

نقوي په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې د دویچه ویله دغه اقدام یعنې کنفرانسونه د مختلو ادیانو پیروانو ته د دې فرصت په لاس ورکوي څو د اقليمي بدلون پر موضوع بحث او خبرې وکړي. هغه وویل: «موږ باید لا ډیرو خلکو ته لاس رسی ولرو. دغه راز دیالوګونه تر ډیره پورې پر تعلیم یافته قشر تمرکز کوي؛ موږ باید په دې برخه کې له عامو خلکو سره ګډ کار وکړو.»

پاکستان نن ورځ د اقليمي بدلونونو له کبله له ګڼ شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د ځمکې د تودوخې د درجې زیاتولی د دې سبب شوی چې په پاکستان کې اوړي لا ګرم او اوږده شي او د جنوبي آسیا په دې هیواد کې د اوبو زیرمې کمې شي.

د ایکو اسلام په نامه نړیوال کنفرانس په کراچۍ کې پیل شو