«له افغانستانه د ايساف ځواکونو په ايستلو کي بېړه شوې ده»
۱۳۹۶ آذر ۲۸, سهشنبهد آلمان د دفاع وزیري اورزلا فون دیر لاین، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې له افغانستانه د آیساف ځواکونو په ایستلو کې له بیړي کار اخیستل شوی دی. هغې دغې څرګندونې په مزار شریف کې د آلماني ځواکونو په پوځي اډه «مرمل» کي وکړې. د هغې په خبره دا هر چاته ته معلومه وه چې په افغانستان کې لا هم کړکیچ ادامه لري. دا افغانستان ته د هغې شپږم سفر دی.
فون دیر لاین ویلي دي چې «په افغانستان کې باید لا ډیر څه وشي، خو زه ډاډه یم چې موږ له خپل ماموریت سره پر سم لور روان يوو.» هغې یادونه وکړه چې افغان امنیتي ځواکونه لا هم د ائتلافي ځواکونو ملاتړ او روزنې ته اړتیا لري. د آلمان د دفاع وزیري په خبره باید له ډیر زغم څخه کار واخیستل شي او دوی به ډير وخت په افغانستان کي بوخت پاته شي.
شپاړلس کاله کیږي چې د آلمان پوځ په افغانستان کې په ماموریت بوخت دی. اوسمهال شا او خوا زر آلماني سرتیري د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه او سلا مشورو کې ونډه لري.
د درو میاشتو له پاره د ماموریت غځیدل
آیساف یا د افغانستان له پاره د امنیت مرستندویه نړیوال ځواکونه چې د ډیرو بهرنیو هیوادونو سرتیرو پکښې ونډه درلوده یو وخت یې په افغانستان کې شمیر۱۵۰ زرو ته رسید. اوس یې شمیر یوازې ۱۷۰۰۰دی، چې لس زره یې امریکایي سرتیري دي. اوس د ناټو په چوکاټ کې د دغه ماموریت دنده افغان امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکول او د هغوی روزل دي.
واشنګټن پر آلمان باندي فشار راوړي، چې په افغانستان کي امنیتي وضعیت خراب شوی او دغه هیواد ته دي نور سرتیري واستوي. خو آلمان اوسمهال د نورو ځواکونو استولو پریکړه نه ده کړې.
تیره اوونۍ د آلمان پارلمان یا بوندستاګ په افغانستان کې د آلماني ځواکونو د ماموریت موده د نورو درو میاشتو له پاره وغځوله، څو نوي حکومت ته کافي وخت ورکړي چې د ډیرې مودې له پاره د ماموریت غځولو په هکله غور وکړي.
په آلمان کې د پارلماني ټاکنو کابو درې میاشتې وروسته هم لا نوی حکومت نه دی جوړ شوی او د صدراعظمې انګلا میرکل مسیحي دیموکرات ګوند (سي دي یو) د یوه ائتلافي شریک د موندلو په لټه کې دی.
dpa,AFP(S.R/N.Z)