1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاردن

له اسرائيل سره د اردن مرسته؛ خلکو یې پر ضد احتجاج کړی

۱۴۰۳ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

په داسې حال کې چې په غزه کې د اسرائيل د چلند په تړاو د اردن وګړي خپله غوسه په ښکاره څرګندوي، دغه هېواد له اسرائيل سره مرسته کړې ده. له دې کار سره دغه اردني وګړي داسي احساس کوي چې خيانت ورسره شوی دی.

https://p.dw.com/p/4epjJ
په اردن کې د اسرائيل د سفارت مخې ته احتجاج
په اردن کې د اسرائيل د سفارت مخې ته احتجاجانځور: Alaa Al Sukhni/REUTERS

انتقادونه تر هغه سملاسي وروسته پېل شول چې ایران د اونۍ په پای کې د اسرائيل پر لور تر ۳۰۰ ډېرې بې پېلوټه الوتکې او ميزايلونه وتوغول. ګاونډي هېواد اردن د ایران د بريد په مخنيوي کې د پام وړ نقش لوبولی دی او ښايي ايراني میزايلونه یې را اچولي هم وي.

د ايکس شبکې په يوه پوست کې چې ډېر لاس پر لاس شوی دی، راغلي دي: «د اردن پاچا د اسرائيل د حفاظت پر خاطر پخپلو اتباعو میزايلونه غورځولي دي.»

دا جمله د اردن په کاراک ښار کې د ډرون د ملبې د انځور ترڅنګ نشر شوې وه. دا ښار د اسرائيل له سرحد څخه ډېر لېرې نه دی.

په عربي ژبه د نشر شوي دې پوست متن بيا وروسته لږ تغير شو، څو د اردن د مشرتابه له پاره چې ويل کیږي انتقاد نه زغمي، ډېر منفي نه وي.

مبصر ليکلي ول: «اردن د تل په څېر په پېسو پسې روان دی.» يو بل کس بيا ور زياته کړې وه: «دا یې ډېر غير مسئولانه کار دی چې پخپلو ښارونو کې میزايلونه را اچوي.»

پر دې تبصرو سربيره په ټولنیزو رسنيو کې د اردن ضد ډېر ناسم معلومات هم خپاره شول چې د اردن د پاچا او د هغه د لور چې يوه پېلوټه ده، د شخصي ښکلېتيا په اړه ناسم معلومات هم پکې شامل ول.

حتی داسې تورونه هم موجود دي چې د اردن حکومت له اسرائيل او امريکا متحده ايالاتو سره يوه پټه معامله کړې څو دغه هېوادونه د اردن هوايي قلمرو ته لاس رسی پيدا کړي.

د اردن ډېر وګړي په غوسه دي

له دې ناسمو معلوماتو ورهاخوا نور اردني وګړي هغه څه ته اشاره کوي چې دوی یې د خپل حکومت  او د نورو عربي هېوادونو چې په غزه کې د اسرائيل پوځي عمليات غندي، په غزه کې د اوربند غوښتنه کوي او وايي چې دوی د فلسطینيانو له داعیې ملاتړ کوي، دوه مخي يا منافقت بولي.

انتقاد کوونکي يې دې ته هم اشاره کوي چې دوی د ايران په مقابل کې د اسرائيل په دفاع کې مرسته کړې ده. د خلکو غوسه اردن ته او همدا راز متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته هم متوجې ده.

د اردن له پنځوو وګړو څخه يو يې چې د اردن ملکه هم پکې شامله ده، په خټه فلسطينی دی او د فلسطين داعيه د ډېرو د زړونو خبره ده. ډېر له اسرائيل سره د اردن پوځي همکارۍ ته د خيانت په سترګه ګوري.

حسين چې يو سياسي فعال دی او له دې ويرې چې د اردن پر حکومت نيوکه به ورته ښايي په زيان تمامه شي، خپل بشپړ نوم نه ښکاره کوي، وايي: «زه په دې ډېر خفه يم چې اردن د اسرائيل دفاع کوي.»

هغه زياته کړه: «دلته ډېر خلک دا نه مني. موږ د ایران ملاتړ نه کوو او په غزه کې د روان وضعيت ستر دليل همدغه هېواد بولو، خو د هر هغه ګام ملاتړ کوو چې په غزه کې د اسرائيل د لارې خنډ کيږي.»

په عمان کې د پوهنتون يوې محصلې مريم، وويل: «دا يوه ډېره سخته شپه وه.» مريم هغه سيمې ته څیرمه ژوند کوي چېرې چې د میزايلونو ملبه ليدل شوې ده. نوموړې زیاتوي: «په عمومي توګه ايران هم په اردن کې محبوبيت نه لري، خو زه د اردن له خوا د ایراني میزايلونو مخنيوی او په دې جګړه کې یې غير ارادي مداخلت ردوم.» 

اردن: د ميزايلونو را اچوول د ځان دفاع وه

د اردن حکومت د يوې اعلامیې په جاري کولو سره ويلي دي چې د خپلې دفاع په خاطر يې ګام پورته کړی او د اردن فضا ته داخليدونکي میزایل یې راچولي دي «ځکه چې زموږ خلک او د استوګنې سیمې یې ګواښلې.»

محمود رضاست، چې يو عمان میشتی متقاعد پوځي او پوځي کارپوه دی، وايي چې د اونۍ د پای پېښې ته « د اردن د حاکميت او هوايي قلمرو د دفاع او نه بايد د اسرائيل د دفاع د ګام په توګه ورته وکتل شي.»

نوموړی زياتوي چې سړی نه پوهیږي چې يو ډرون يا میزايل بالاخره چېرته لګيږي. نوموړي د اسرائيل د رسنيو د هغه رپوټونو په اړه چې د اردن پوځي همکاري یې ستايلې وه، وويل چې دا يوازې د اسرائيل تبليغ دی.

په بروکسل کې له مقر لرونکي د «بحران د نړيوالې ډلې» څخه چې يو تحقيقاتي مرکز دی، فلسطينۍ شنونکې طحني مصفی، وايي چې د اردن ټولنه پر دې موضوع نسبتاً ويشل شوې ده. نوموړې زياتوي: «او تاسې پوهيدلی شئ چې ولې. خلک په اصل کې له امريکا او اسرائيل سره د اردن د اقتصادي، دیپلوماتيکي او امنيتي اړیکو د جزياتو په اړه نه پوهیږي، ځکه دلته د دې ډول شيانو په اړه اکثره وخت رپوټونه نه ورکول کيږي.»

له امريکا سره دفاعي تړون؟

دا شنونکې زياتوي چې دغه هېوادونه تر هغه ډېرې نزدې اړيکې لري څومره چې انګیرل کیږي. طحني مصطفی اټکل کوي چې «پټ تړون» چې د اردن وګړي یې په اړه بحث کوي د امريکا او اردن ترمنځ د ۲۰۲۱م کال د دفاعي همکارۍ هغه تړون ته اشاره ده چې د فعالانو له خوا له دې کبله تر نيوکو لاندې راغلی وو چې په اړه ېې د پارلمان تصويب له نظره غورځول شوی وو.

دا لانجمن تړون امريکايي ځواکونو، نقليه وسيلو او هوايي الوتکو ته اجازه ورکوي چې په آزاده توګه اردن ته داخل او هلته حرکت وکړي. 

مصطفی زياتوي: «خو کله چې د غزې په اړه احتجاجونه پېل شول خلکو هم په لومړي ځل په دې اړه څرګندونې پېل کړې چې اردن باید امريکا وشړي.»

په دې تېرو څو اونيو کې په عمان کې د اسرائيل د سفارت مخې ته د سيمې په زرونه اوسيدونکي په منظم ډول راټوليږي څو په غزه کې د وضعيت په اړه احتجاج وکړي. دوی همدا راز د ۱۹۹۴م کال د اسرائيل او اردن د سولې د تړون د لغوه کولو غوښتنه هم کوي. 

ب. ص/ ن. ز (Cathrin Schaer | Emad Hassan | Hamza al-Shawabkeh)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب