1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ادرارو څخه د فاسفورس ترلاسه کول

۱۳۹۹ فروردین ۲۰, چهارشنبه

پرته له فاسفورس څخه ژوند امکان نه لري. د بولو د تجزیه کولو نوښتګر میتودونه ځکه مهم دي چی په نړۍ کي طبیعي منابع د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دي. فاسفورس د ډوډي خوړلو له لاري د بدن په وسیله جذب او بیرته دفع کیږي.

https://p.dw.com/p/3ae25
Magnesium-Ammonium-Phosphatkristalle
انځور: Berliner Wasserbetriebe

له تصوره لیري: د تینس د لوبي مینه وال د ویمبلډون ستودیوم کلک چمن په بولو سره لندوي. د فوټبال مینه وال هم د لوبي د وقفې پر وخت د مونشن د ستوډیوم د چمن د زرغون والي په خاطر هغه کوډ رانیسي چی له ادرارو څخه جوړيږي او په دې ډول د چاپیریال په ساتنه کي خپل ارزښتناکه رول ادا کوي.

د سپورټي لوبغالو څنګ ته مؤقتي تشنابونه درول سوي دي. دلته د بولو د ریسایکلینګ او تجزیې پر وخت، ارزښتناکه فاسفورس او نور هغه منرالي مواد ژغورل کیږي چي بې ځایه کانالیزاسیون ته لار پیدا کوي.

د دغي پروژې مشر بستیان ایتر ددې کار دلیل دا راوړي چی په دې ډول موږ غواړو د طبیعي منابعو په سپمولو کي ونډه واخلو. په عادي حالت کي موږ په کموډونو کي د یوه لیټر بولو د له منځه وړلو له پاره ۱۰۰ لیتره اوبه کاروو.

Urin-Express
انځور: Fa. Vuna/S. Etter

د جنوبي افریقا په بې وزله سیمه کي له فاضله اوبو څخه د پاکو اوبو ترلاسه کول

د پروژې آمر ایتر، د تصفیه کولو داسي سیاره دستګاه جوړه کړې ده چي په مرسته یې بولي په مایع کوډ او پاکو اوبو باندي تبدیلیږي. هغه په دې ډول چی د ادرارو ترڅنګ نور خالص مواد په یوه آهني ټانکر کي سره راټولیږي.

په دغو بولو باندي داسي باکتریاوي او الجین ګډیږي چي هغه په کلکه مایع اړوي. په دې ډول په عین وخت کي، مضر او فاضله مواد، د ناروغۍ د رامنځته کیدو مکروبونه او بد بويه مواد چي۹۰ سلنه جوړوي، راجلاکیږي. وروسته بیا بیولوژیکي مرحله یعني کیمیاوي تصفیه شروع کیږي. د مګنیزم اوکساید اضافه کول فاسفورس جوړوي.

Schweiz Abwasser-Aufbereitung
انځور: picture-alliance/Keystone/C. Beutler

له ۱۰۰۰ لیټره بولو څخه کیدای سي په درو ورځو کي۷۰ لیټره مایع کوډ او ۹۳۰ لیتره اوبه په لاس راسي. دغه مواد د ۲۰۰۰ مربع متره مځکي د خړبولو له پاره کفایت کوي. د تصفیه کولو په نورو پړاوونو کي حتی د چښاک پاکي اوبه هم تر لاسه کیدلای سي. د ایتر په خبره هغوی غواړي له اوبو څخه سمه استفاده وکړي، تغذیوي مواد ترلاسه کړي او په صنعتي سیمو کي مؤقتي تشنابونه ودروي.

مدنیت او عواقب يې

په برلین کي بیا د اوبو رسولو سیسټم بل ډول دی. د میلیونو کورونو له تشنابونو څخه د کانالیزاسیون د مختلفو لارو څخه فاضله اوبه تیریږي. دغه اوبه بیا د تصفیه کولو دستګاوو ته ځي په کومو کي چي دغه اوبه فلټر او دوباره استفادې ته آماده کیږي. له هغو څخه په لاس راغلي مایع مواد چي پکښي مضره تغذیوي مواد، هورمونونه او د دارودرملو پاتي شوني ګډ دي، وچیږي، د انرژۍ د په لاس راوړلو له پاره سوځول کیږي اویا هم په زراعت کي ورڅخه د سري په حیث استفاده کیږي.

د هر ارګانیزم په حجرو کي فاسفورس موجود دی

دا د تعجب ځای نه دی چي دومره ډیر فاسفورس اوبو ته داخلیږي: ټول ژوندي موجودات فاسفورس ته اړتیا لري او انسانان هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ ملي ګرامو ته. دغه منرالي مواد باید د غذا له لاري بدن ته جب سي.

له کلسیم سره په ګډه هغه بدن ته انرژي ورکوي، غاښونه او هډوکي کلکوي، د حجرو او پروتین د تولید له پاره مهم دي. خو د نورو تغذیوي موادو په ترکیب سره بیا هغه بیرته دفع کیږي.