1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

له آلمانه د سوريايي مهاجرو د اخراج بحثونه تاوده شوي

۱۳۹۷ آبان ۱۲, شنبه

د آلمان په فرایبورګ کې پر یوې ۱۸ کلنۍ نجلې د ډله ایز جنسي تیري تر پيښې وروسته، په دغه هیواد کې د درانه جرمونو تر سره کونکو مهاجرو او پناه غوښتونکو د اخراج په هکله بحثونو زور اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/37bcl
Vergewaltigung in Freiburg Industriegebiet Nord
انځور: Getty Images/T. Niedermueller

په داخلي چارو کې د آلمان د اتحادي ګوندونو ویاند متیاس میډلبرګ، د شنبې په ورځ(د نوامبر میاشتې ۳) د «ولټ» ورځپاڼې سره په مرکه کې د سوریایې مهاجرو د اخراج له پاره د یوه نوي معیار د ټاکلو غوښتنه وکړه.

میډلبرګ وویل: «مونږ نه شو کولی چې د فرایبورګ د پيښې په شان تر شرمونکو اعمالو رووسته هم خپلو کارونو ته همداسې دوام ورکړو، لکه تر اوسه پورې چې مو کړي دي». نوموړي زیاته کړه: «اوس باید سوریې ته د لویو مجرمينو او خطر پیښوونکو اخراج تر ارزونې لاندې ونیول شي».

د اکتوبر میاشتې په ۱۴ نیټه وروسته تر هغې پر یوې ۱۸ کلنې نجلې جنسي تیری وشو چې هغه له یوه شکمن اصلي مجرم سره یوځای له ډسکو یا نایټ کلب څخه ووتله.

د معلوماتو له مخې په دغه کلب کې هغې له نشه یې توکو څخه استفاده کړې وه چې ممکن دا یې بی هوښه کړې وي. د دې پيښې له اتو شکمنو عاملينو څخه ۷ تنه یې سوریایې مهاجر او یو تن یې آلمانی دی. د پيښې پر مهال د اصلي شکمن عامل د نیولو حکم صادر شوی وو.

میډلبیرګ غوښتنه وکړه که چیرې په سوریې کې وضعیت حتی په ځنو برخو کې همداسې بهتره کیدل دوام پیدا کړي، نو د ځنو محدودو موادو د اخراج په هکله دې باید عمومي قضاوت ونه شي.

د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند د دغه سیاستوال په خبره دا باید د هغو کسانو په برخه کې عملي شي چې په انفرادي توګه تر تعقیب لاندې نه، بلکې په سوریې کې د عمومي ګواښونکي وضعیت په دليل یې په آلمان کې پناهندګي ترلاسه کړی وې. نوموړي زیاته کړه:

«چیرې چې اخراج ممکن وي، په هغه ځای کې باید د زورزیاتي کونکو مجرمينو د پاتې کیدو په پرتله مونږ ته زمونږ د ولس حفاظت لومړيتوب ولري. د عراق نمونې ته په کتلو سره، داسې لارې چارې ممکن دي».

په ۲۰۱۲ م کال کې په کورنۍ جګړه کې ښکيل دغه هیواد(سوریې) ته د پناه غوښتونکو د اخراج پروسه وځنډول شوه. د اخراج بندیدل بیا په پرله پسې ډول تمدید او په وروستي ځل د روان میلادي کال تر پایه پورې وغځول شوه.

ټاکل شوې ده چې د نوامبر میاشتې په پای کې به د آلمان مرکزي حکومت او ایالتونه سوریې ته د اخراج پروسې د بندولو د مودې د غځولو په هکله سلامشورې وکړي.