1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا له آلمانه «یو پاکستانی او ایرانی» کابل ته اخراج شوي؟

۱۳۹۷ اسفند ۲, پنجشنبه

د افغانستان د کډوالو وزارت ادعا کوي چې له آلمانه د ۳۸ اخراج شوو افغان مهاجرو په ډله کې یو ایرانی او یو پاکستانی هم شته. خو د آلمان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د اخراج تر مخه د افغانانو په توګه د هغوی هویت تثبیت شوی وو.

https://p.dw.com/p/3Dmte
Deutschland Abschiebung von Asylsuchenden nach Afghanistan
انځور: picture alliance/dpa/B. Roessler

د آلمان حکومت د دوشنبې په ورځ په یوه چارتر الوتکه کې ۳۸ تنه افغان مهاجر خپل هیواد ته اخراج کړل. د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې دوی ته د اخراج شوو کسانو تر تحويلیدو وروسته لومړني تحقیقات ښيي چې له دغې ډله څخه دوه تنه افغانان نه دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «په هوايي ډګر کې د اسنادو د ارزولو له مخې، الطاف حیدری د پاکستان او نور محمد محمدي د ایران تبعه دی. دوی د افغانستان د کډوالو چارو وزارت و نه منل او فعلاً له افغان امنیتي ځواکونو سره دي.»

د دغه مرستیال ویاند په وینا له دغو مهاجرو څخه یو یي پاکستانی پاسپورت لري او دوهم کس هم «داسې اسناد له ځانه سره لري» چې ښيي د ایران تبعه دی.

د رضا باهر، په خبره دغه دواړه کسان اوس له پولیسو سره دي، څو مشخصه شي چې بیرته آلمان او که يا ایران او پاکستان ته لېږل کيږي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دویچه ویله د یوې پوښتنې په ځواب کې دا خبره تائید کړه چې له اخراج شوو مهاجرو څخه دوو تنو د کابل په هوایي ډګر کې ادعا کړې ده چې د افغانستان تبعه نه دي، خو د هغوی دغه ادعا سمه نه ده.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت لیکلي دي چې له دغو مهاجرو څخه یوه ادعا کړې ده چې پاکستانی دی، خو ډېر ژر ثابت شول چې د هغه څرګندونې د اخراج پر وړاندې د خوندیتوب له پاره پلمه ده، ځکه چې «ترمخه هم د هغه د افغاني تابعیت په هکله هیڅ تردید نه وو» او د کابل په هوایي ډګر کې هم د دغه اخراج شوي پناه غوښتونکي ادعا په يوه افغاني سند سره رد شوې ده.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د هغه کس په اړه چې په خپله وایي ایرانی دی، ویلي دي چې د اخراج تر مخه «د یاد کس افغاني تابعیت په آلمان کې د افغانستان يوې قونسلگرۍ تائيد کړی دی.»

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په ځواب کې راغلي دي چې د اخراج په ورځ (د فیبرورۍ ۱۹مه) د افغانستان قونسلي نمایندګۍ یو ځل بیا د دغه افغان مهاجر تابعیت تائید کړ.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې اوس هغه مهاجر چې ادعا يې کړې ده ایرانی دی، په کابل کې په یوه مؤقتي ځای کې ساتل کیږي او د دې قضیې د روښانوالي له پاره له افغان چارواکو سره په تماس کې دي.

د هویت د تثبیت ستونزه

اصولاً که چیرې کوم رد شوی پناه غوښتونکی د هویت تذکره یا پاسپورت و نه لري، آلماني ادارې د هغوی د اخراج ترمخه، د افغانستان له دیپلوماتیکو نمایندګو څخه د هویت د تثبیت سند تر لاسه کوي. په دې قضیه کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت هم دغه ټکي ته اشاره کړې ده.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي چې ممکنه ده، دغو کسانو په آلمان کې د خپلې پناه غوښتنې د چانس د زیاتیدو له پاره خپل ځانونه د افغانانو په توګه معرفي کړي وي: «د افغانستان سفارت هم د لېست او نومونو له مخې اشخاص تائیدوي. امکان نه لري چې ټول ۳۸ تنه یي له نزدې څخه لیدلي وي.»

هغه د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو د جواب په ترڅ کې پر خپلو لومړيو څرگندونو ټينگار وکړ: «موږ په هوایي ډګر کې له لومړنیو ارزونو څخه ډاډ تر لاسه کړی چې یو پاکستانی او بل ایرانی دی.» 

زموږ له آرشیف څخه: