له آلمان څخه ۴۴ افغانان اخراج سول
۱۳۹۸ مهر ۱۷, چهارشنبهد کابل د نړيوال هوايي ډگر چارواکو ويلي دي چي د چهارشنبې په ورځ سهار په يوه الوتکه کي ۴۴ افغان مهاجر له آلمان څخه دغه هوايي ډگر ته رسېدلي دي.
آلماني چارواکو د ۲۰۱۶م کال له دسمبر مياشتي راهيسي په ۲۸ پروازونو کي نژدې ۷۲۰ نه منل سوي افغان مهاجر افغانستان ته اخراج کړي دي.
د افغانستان خراب امنیتي وضعیت ته په کتو سره له آلمان څخه د افغان مهاجرو د اخراج موضوع ډيره جنجالي ده. د طالبانو او داعش پر ضد جګړه ادامه لري او هره ورځ پکښې انسانان وژل کیږي او یا هم ټپیان کیږي. د مهاجرو پلوي سازمان پرو ازول د دوشنبې په ورځ افغانستان ته د مهاجرو د اخراج د لړۍ د درولو غوښتنه کړې وه. ځیني سیاسي ګوندونه هم د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ د دریدو غوښتنه کوي.
د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس يوازي د روان کال له جنوري تر جون مياشتي پوري په افغانستان کي ۱۳۶۶ ملکيان وژل سوي دي.
(n.z/s.r(dpa