له آلمان څخه یونان ته د مهاجرو په اخراج کې کمښت راغلی
۱۳۹۹ مهر ۵, شنبهتیرکال په همدغه وخت کي ۱۲۱ مهاجر بیرته یونان ته استول سوي وو.
د فونکه په نامه رسنیزي ډلي د رپوټ له مخي چي د جمعې په ورځ خپور سوی، د مارچ په میاشت کي ۵ تنه او په اپریل کي یو تن یونان ته اخراج سوي دي. د می په میاشت کی دغه رقم صفر ته رسیدلی وو. د جولای په میاشت کي ۱۶ او د اگست په میاشت کي یونان ته د اخراج ۱۲ مورده وو.
د آلمان د پولیسو د معلوماتو پر اساس د ۲۰۱۶ م کال د جنورۍ څخه تر اگست پوري ۲۲ تنه رد سوي مهاجر یونان ته استول سوي دي. د ۲۰۱۷ م کال په عین موده کي ۱۹ تنه او په ۲۰۱۸ م کال کي بیا ۴۶ تنه یونان ته اخراج سوي دي.
په اوس وخت کي ډیری مهاجر له ترکیې څخه یونان ته راځي. د قانوني اخراجولو اساس د دوبلین ۳ مقررات دي. د دغو مقرراتو له مخي د اروپایي ټولني کوم هیواد ته چی مهاجر د اول وار له پاره ننوزي، د دې مسوولیت لري چي د هغه د پناهندگۍ د عریضې غم هم وخوري.
د دوبلین ۳مقررات د هغو پناه غوښتونکو د عریضو د اروزنې ډول او د هغوی د منلو شرایط تعریفوي چي د دوبلین د تړون یوه غړي هیواد ته یې خپله عریضه ورکړې وي او له بل پخواني هیواد څخه د عریضې یا د ویزې د اخیستلو تمه ولري.
دغه تړون دا معلوموي چي کوم هیواد د پناه غوښتني د عریضې د ارزوني مسوولیت لري او په کوم حالت کي باید پناه غوښتونکی د اروپایی ټولنی کوم بل غړي هیواد ته واستول سي. د » یورو ډاک« په نامه یو اطلاعاتي بانک د پناه غوښتونکو د گوتي د نښې ثبتول هم پر غاړه لري، څو د هغو پناه غوښتونکو پیژندنه آسانه کړي چی د اروپایی ټولنی په کوم بل هیواد کي یې د پناه غوښتنې عریضه ورکړې وي. د دوبلین په تړون کي هڅه سوې، څو د بشری حقونو مسایل هم پام کې ونیول شوي، په ځانګړې توګه کوچنیان، ناروغان او مجبوره کسان او پرې نه ښودل سي چی د کورنۍ غړي یو له بل څخه جلا سي.
د دوبلین په تړون کي دغه هیوادونه شامل دي: اتریش، بیلجیم، بلغاریا، قبرس، د چک جمهوریت، ډنمارک، استونیا، فنلند، فرانسه، آلمان، بریتانیا، یونان، هنګري، ایرلند، ایتالیا، لتوانیا، لتونیا، لوکزامبورگ، مالتا، هالند، پولند، پرتگال، رومانیا، سلواکیا، اسلونیا، هسپانیا، سویدن، ناروی، ایسلند او سویس.
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: