1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه یو کس څرنګه اخراجیږي؟

۱۳۹۷ تیر ۲۶, سه‌شنبه

د اسامه بن لادن د شکمن شخصي ساتونکي سمیع ا. او په دې وروستیو کې د یوه اخراج شوي افغان مهاجر ځان وژنې د آلمان د اخراج پیچلې لړۍ تر سختو نیوکو لاندې راوستلې. دا چې د اخراج بهیر څرنګه ترسره کیږي، دویچه ویله یې تشریح کوي.

https://p.dw.com/p/31azO
Deutschland, Ellwangen: Polizeieinsatz im Flüchtlingsheim
انځور: picture-alliance/dpa/S. Puchner

 

د تیرې اوونۍ په ترڅ کې له آلمان څخه د پناه غوښتونکو د اخراج موضوع یو ځل په دې هیواد کې تاوده بحثونه راپارولي دي. د دغو بحثونو یو ځل بیا تودیدل دوه لاملونه لري: لومړی لامل د آلمان د کورنیو چارو د وزیر د ۶۹مې کلیزې په ورځ افغانستان ته د ۶۹ مهاجرینو د اخراج له کبله د هغه خوښي ښودل دي. د دغو اخراج شویو کسانو له ډلې څخه یوه یې کابل ته تر رسیدو وروسته ځان ووژه. دویم لامل بیا د سمیع ا. په نوم د یوه تونیسي وګړي اخراج دی. دغه کس د تیرې پنجشنبې په ورځ له آلمان څخه اخراج شو او بیا وروسته د آلمان په ګیلزنکیرشن کې یوې محکمې د هغه اخراج ناقانونه یاد کړ او د هغه د بیرته راوستلو امر یې صادر کړ.

په دې مضمون کې له آلمان څخه د خراجونو په اړه ځینې معلومات راټول شوي دي.

له آلمان څخه څوک اخراجیږي؟

د دې له پاره چې یو بهرنی په آلمان کې د پاتې کیدو حق ولري نو باید په دې هیواد کې د پاتې کیدو یو ډول اجازه ولري. په دې برخه کې مهاجرینو او پناه غوښتونکو ته د پاتې کیدو موقتې اقامې ورکول کیږي او په همدې موده کې د دوی د پناه غوښتنې درخواستونه هم ارزول کیږي. که چیرې په دې موده کې د دوی د پناه غوښتنې ته منفي ځواب ورکړل شي نو دوی په آلمان کې د پاتې کیدو قانوني حق له لاسه ورکوي او اړ دي چې په ټاکلي تاریخ بیرته خپل اصلي هیواد ته ستانه شي. دغه وخت له شپږو میاشتو اوږد نه وي. په هغه صورت کې چې دغه وخت تیر شي، بیا دوی د چارواکو له خوا په جبري توګه بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته اخراجیږي.

هغه کسان چې په آلمان کې یې د پاتې کیدو له پاره د اقامې وخت تیر شوی وي او یا د چارواکو له لوري یې اقامه نه وي تمدید شوي، دوی هم باید له آلمان څخه اخراج شي. دغه څه پر هغو غیر آلماني کسانو هم د تطبیق وړ دي چې په آلمان کې د کوم جرم مرتکب شوی وي، خو بیا هم د جرم د شدت په هکله ګڼ شمیر قوانین موجود دي. د بیلګې په توګه هر مجرم کس ته چې لږ تر لږه د دریو کلونو زندان سزا ورکړل شوي وي باید اخراج شي. که چیرې یو کس له دې څخه په نرمه سزا محکوم شوی وي او یا دا چې یو کس ټولنې ته ګواښ پیښوي نو د اخراج په اړه پریکړه یې اړوند چارواکي پورې تړلې ده.

Deutschland Flughafen Düsseldorf
انځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd

څوک اخراجیدونکي کسان انتخابوي؟

له آلمان څخه د یو کس د اخراج پریکړه دوه جلا ادارې کوي: لومړۍ اداره د بهرنیو اتباعو د اقامې ریاست چې د ایالتي حکومت تر کنترول لاندې ده او دویمه بیا د مهاجرت او پناه غوښتنې د چارو له پاره د آلمان فدراله اداره ده. په زیاتره مواردو کې د بهرنیو اتباعو د اقامې ریاست یا «اوسلندربیهورده» د یو شخص د اخراج پریکړه کوي. سربیره پر دې د پناه غوښتنې د درخواست د رد په صورت کې بیا بامف یا د مهاجرینو د چارو فدراله اداره هم د پریکړې حق لري. آن په دغو پیښو کې هم «اوسلندربیهورده» د اخراج د عملي کولو صلاحیت لري.

له دې کبله چې د اخراج زیاتره پیښې د اخراجیدونکي کس په خپله خوښه نه ترسره کیږي، نو د «اوسلندربیهورده» اداره کولی شي چې له پولیسو څخه مرستې وغواړي. دا چې د اخراج موضوع د آلمان سرحدونو پورې تړلې ده، نو په دې برخه کې د مهاجرت له ادارو سره فدرال پولیس مرسته کوي، نه ایالتي پولیس. اداري محکمي یوازې په هغه صورت کې په دې بهیر کې مداخله کوي چې یو مهاجر د خپل اخراج پر ضد عریضه وکړي.

چارواکي کولای شي همداراز له محکمې څخه د داسې یوې اجازې غوښتنه وکړي چې له مخې یې له اخراج سره مخامخ کس په توقیف کې ساتل کیدای شي. دغه توقف کیدای شي تر ۱۸ میاشتو پورې دوام وکړي خو یوازې په هغه صورت کې چې چارواکي داسې شواهد وړاندي کړي چې له اخراج سره مخامخ کس د اخراج د مخنیوي په موخه د لادرکه کیدو نیت لري. دا موضوع یوازې د هغو بهرنیو اتباعو په حق کې صدق کوي چې په جدي جرمونو محکوم شوي وي.

Symbolbild Gewalt in Flüchtlingslager
انځور: Imago

د اخراج پر وړاندې کوم موانع او خنډونه موجود دي؟

په عملي برخه کې پولیس د دې حق لري چې یو څوک هغه وخت اخراج نه کړي کله چې د یوه اخراجیدونکي کس مقاومت دومره ډیر شي چې د یوه پرواز خوندیتوب له ګواښ سره د مخامخیدو امکان رامنځ ته کړي. د مهاجرینو اخراج په زیاتره مواردو کې د ملکي الوتکو په واسطه ترسره کیږي او که د یوه اخراجیدونکي کس موجودیت د پیلوټ لخوا تهدید وګڼل شي نو هغه دا حق لري چې له پرواز څخه ډډه وکړي. د همدې موضوع د مخنیوي له پاره د اخراجیدونکو مهاجرینو سره پولیس هم مل وي. په ځینو مواردو کې بیا چارواکي یوه ځانګړې الوتکه د اخراجیدونکو کسانو له پاره کرایه کوي.

Zentrale Ausländerbehörde in Eisenhüttenstadt
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د روغتیايي ستونزو له کبله هم د اخراج مخه نیول کیدای شي. که چیرې یو اخراجیدونکی کس د ډاکټر یو داسې رسمي تصديق ولري چې پکې د دې پخلی شوی وي چې سفر ښايي د نوموړي شخص روغتیا ته زیان ورسوي نو په دې صورت کې د اخراجیدونکي کس د اخراج لړۍ درول کیږي. بل ځانګړی مورد د بې وطنه یا د هغو کسانو دی چې تابعیت یې مشخص شوی نه وي. د نړیوالو قوانینو پر اساس هیوادونه د هغو کسانو مسئولیت نه لري چې د دوی اتباع نه وي. په دې صورت کې بیا آلماني چارواکي د یو شخص د هویت معلومولو له پاره پلټنې کوي، د هویت تر معلومولو وروسته د دغو کسانو اصلي هیواد اړ دي چې د هغه د سفر له پاره اړوند اسناد چمتو کړي.

بل بیا بشري خنډ دی. د آلمان نافذه قوانین وايي چې که چیرې د توکم، مذهب، تابعیت، سیاسې نظریې او یا د یوې ټولنې د غړیتوب له کبله یو اخراجیدونکی کس په خپل اصلي هیواد کې له ګواښ، سزا او یا هم د زور زیاتي له پیښو سره مخامخیږي او یا یې هم ژوند او آزادۍ ته خطر وي، نو په دې صورت کې قانون د هغه د اخراج اجازه نه ورکوي.