1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه د پناه غوښتونکو د اخراج د نوي قانون څو مهم ټکي

۱۳۹۸ مرداد ۱۱, جمعه

د مهاجرت او پناه غوښتني په اړه د آلمان اصلاح شوي قوانین ژر اجرايي کیږي. په دې قوانینو کې د اخراج موضوع هم شامله ده. خو د قانون تر اجرایي کیدو وروسته به کوم موضوعګانې بدلون ومومي؛ په دې رپوټ کې یې ولولئ.

https://p.dw.com/p/3NFZO
Abschiebung nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

آلمان څومره پناه غوښتونکي اخراج کړي دي؟

د آلمان د تیر کال د شمیرو له مخې، په ۲۰۱۸م کال کې ټول ټال ۲۳۶۱۷ تنه رد شوي پناه غوښتونکي له آلمان څخه اخراج شوي دي. که څه هم دغه شمیره په نسبي توګه لوړه ښکاري، خو په همدې کال کې آلمان و نه توانید چې د ۳۱۰۰۰ نورو رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج پلان شوې پروسه عملي کړي. په ډیرو مواردو کې د دې کار د نه اجرايي کیدو لامل له رد شوي مهاجر سره د سفر د اسنادو نه شتون وو. بل دلیل دا وو چې اخراجیدونکي مهاجر تر پرواز مخکې لادرکه شوي وو.

بله خبره دا ده چې یوازې ۱۲۰۹۹ تنه رد شوي پناه غوښتونکي د «داوطلبانه ستنیدو» برنامې په چوکاټ کې چې د حکومت له خوا تمولیږي، له آلمان څخه وتلي دي. د ۲۰۱۸ کال د دسمبر میاشتې له ۳۱ نیټې راهیسې په آلمان کې ۲۳۶۰۰۰ داسې کسان اوسیږي چې له دې هیواد څخه په وتلو مکلف دي.

هورست زیهوفر، د آلمان د کورنیو چارو وزیر، د اخراج لړۍ پراخیدل غواړي.
هورست زیهوفر، د آلمان د کورنیو چارو وزیر، د اخراج لړۍ پراخیدل غواړي.انځور: picture-alliance/dpa/C. Soeder

ایا د پناه غوښتونکو د اخراجیدو لړۍ به لا پسې پراخه شي؟

د نویو قوانینو له اجرايي کیدو سره، پر نورو مواردو سربیره، له اخراج سره د مخامخ پناه غوښتونکو د تیښتې او یا هم د دې بهیر د درولو هڅو مخنیوی کیږي. په همدې دلیل ښايي په توقیف کې له اخراج سره د مخامخ پناه غوښتونکو ساتنه اسانه شي.

په داسې مواردو کې به د مهاجرو د آزادۍ د سلبولو په صورت کې د محکمې یوه حکم ته اړتیا وي. تر اوسه پورې په ټول آلمان کې د مهاجرو د توقیف شاوخوا ۵۰۰ مرکزونه موجود دي. خو تر دې وروسته په زندانونو کې له اخراج سره د مخامخو مهاجرو ساتنه هم ممکنیږي. آلمان په دې خاطر چې دغه کار یې د اروپا له اصولو سره په ټکر کې نه شي، دغه پناه غوښتونکي د زندان په هغو برخو کې نه ساتي چې عادي مجرمین پکې د خپل بند موده تیروي.

د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج له پاره توقیف هغه وخت عملي کیږي چې د اخراج له پاره ټاکل شوې نیټه تر۳۰ ورځو ډیره وي. په دې برخه کې د توقیف تر ټولو ډیره موده ۱۸ میاشتې ټاکل شوې ده. هغه پناه غوښتونکي چې د خپل هویت د تشخیص په برخه کې له آلماني چارواکو سره په دوامداره توګه له همکارۍ څخه ځان ساتي، په هغه برخه کې راځې چې په توقیف کې ساتل کيږي. په دې ترتیب سره، د یوه پناه غوښتونکي د اخراج له پاره باید په کافي اندازه دلایل موجود وي، څو یو کس له دې لارې د اخراج له پاره ونیول یا توقیف شي.

د اخراج له پاره شرایط څه دي؟

په لومړي سر کې باید د یوه پناه غوښتونکي د پناه غوښتنه رد شوي وي. کله چې یوه محکمه پریکړه وکړي چې یو پناه غوښتونکی د محافظت مستحق نه دی، د هغه د موقت اقامت جواز بشپړیږي او باید چې په یوه ځانګړې موده کې آلمان ترک کړي. که چیرته دغه کس، ورکړل شوی ضرب الاجل له لاسه ورکړي، بیا نو هغه اخراجیږي. دغه موضوع همدا راز هغو پناه غوښتونکو ته هم د عملي کیدو وړ ده چې د پناه غوښتنې دوسیه یې تر کار لاندې وي او په آلمان کې په داسې یوه جرم مرتکب شي چې په پایله کې یې په درې کلن زندان محکوم شي.

په مونشن کې د مهاجر د اخراج پر ضد مظاهرې
په مونشن کې د مهاجر د اخراج پر ضد مظاهرېانځور: Imago/ZUMA Press/S. Babbar

د اخراج له پاره بل شرط دا دی چې د اخراج کیدونکي هویت باید تشخیص شوی وي او د سفر له پاره معتبر اسناد او یا د هغه متبادل نور رسمي اسناد په لاس کې ولري. د ځينو مهاجرو هيوادونه د اسنادو له ورکړي او د خپلو اتباعو له بيرته منلو ډډه کوي. کله چې دغه څه تغیر ونه کړي، له آلمان څخه د اخراج په شمیر کې زیاتوالی، یو غیر واقعي هدف دی.

کله له اخراج څخه مخنیو کیږي؟

اصولاً، د اخراج مخنیوی هغه مهال کیږي، چې یو کس خپل هیواد ته په تګ سره د مرګ او شکنجې له ګواښ سره مخامخ وي، نو په دې صورت کې بیا یو کس نه اخراجیږي. هغه کسان چې له رواني او جسمي پلوه ناروغ وي، هغوی هم له آلمان څخه نه اخراجیږي. داسې پناه غوښتونکي چې هویت یې مشخص شوی وي، په تحصیل بوخت وي یا یې کار موندلی وي او پر خپل ځان یې تکیه کړي وي په دې معنی چې له ټولنیزو مرستو ګټه نه اخلي، دوی هم له آلمان څخه له اخراجه خوندي پاتې کیږي. دوی ته د »دولدونګ« په نامه یو سند ورکول کیږي چې په اصل کې په آلمان کې یې شتون زغمل کیږي او د اخراج پروسه یې د یوې مودې له پاره ځنډيزي.

که یو پناه غوښتونکی د اخراج پرمهال په شدت سره مقاومت وکړي، د الوتکې پیلوټ پریکړه کوي چې هغه خپل اصلي هیواد ته انتقال کړي او که نه. په دې برخه کې ډیرې داسې پیښې شوي چې د الوتکې پيلوټ د نا آرامۍ او یا هم د الوتکې د نورو سپرلیو له پاره د خطر د مخنیوي په توګه، د اخراج کیدونکو پناه غوښتونکو له انتقال څخه ډډه کړې ده. خو هیره دې نه وي چې د پیلوټانو دغه راز کار، اخراج نه لغوه کوي، بلکې اخراج د یوې مودې له پاره ځنډول کیږي. په دې معنی چې که اخراج صورت ونه نیسي، نو د یوه اخراجیدونکي پناه غوښتونکي د اقامت په وضعیت کې ښه والی نه راځي، بلکې د تیر په څیر پر خپل ځای پاتې کیږي.

اودو بائر/ س. س.