د امريکا کانگريس غواړي ځواکونه يې په المان کي پاته سي
۱۳۹۹ آذر ۱۴, جمعهدمګړی په آلمان کي د امريکا متحده ايالاتو ۳۴۰۰۰ عسکر مېشته دي. خو دونالد ترمپ په جون مياشت کي اعلان وکړ چي له آلمان څخه به يو پر دريمه برخه امريکايي عسکر وباسي. د هغه دغه اعلان آلمان ته جزا ورکول گڼل سوی وو، ځکه چي د ترمپ په آند آلمان په کافي اندازه په خپله کلنۍ بودجه کي دفاعي چارو ته مصارف نه ځانګړي کوي.
خو اوس د امريکا متحده ايالاتو کانګريس له آلمان څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو د اقدام پر وړاندي يو خنډ رامنځته کړی دی او غواړي د دغه اقدام مخه ونيسي. دا خبره د امریکا د دفاع وزارت له پاره د بودجې له هغه قانوني مسودې څخه روښانه سوې ده چي په کانګريس کي ديموکراتانو او جمهوري غوښتونکو پرې تفاهم کړی دی.
«ايا زموږ په ګته کار دی؟»
په مسوده کي راغلي دي چي د امریکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت بايد کانګريس ته په دې هکله توضيحات ورکړي چي، ولي به له آلمان څخه د امريکايي عسکرو د زياتي برخي ايستل د امريکا په ګټه کار وي. د پنټاګون له خوا د يادو توضيحاتو تر وړاندي کېدلو وروسته باید حد اقل ۱۲۰ ورځي تيري سي، تر څو په آلمان کي د امریکايي عسکرو د شمېر کمول ممکن سي.
په کانګريس کي د ديموکراتانو اکثريت دی. تر دې مخکي د استازو جرګه چي پکښي د ترمپ د جمهوري غوښتونکو اکثريت دی د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د دسمبر ۴مه نېټه) د راتلونکي کال له پاره د دفاع وزارت د بودجې پر مسوده توافق کړی وو. دغه ۴۵۰۰ مخيزه مسوده تر دواړو پارلماني خونو له تېرېدو وروسته بايد ترمپ توشيح کړي.
د روسيې د نفوذ د مخنيوي له پاره
په دغه مسوده کي زیاته سوې چي په آلمان کي د ۳۴۵۰۰ امريکايي عسکرو شتون په اروپا کي د روسيې نفوذ د زیاتوالي د هڅو پر وړاندي د بيرولو له پاره اړين دی. زياته سوې ده چي په آلمان کي د امريکايي عسکرو شتون په نژدې ختيځ، افريقا او افغانستان کي د امریکايي پوځ د ماموريتونو د ملاتړ له پاره هم مهم دی.
آ./ا.ا.