1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه د افراطي اسلامپالو اخراج ډير شوی دی

۱۳۹۹ خرداد ۱۱, یکشنبه

د برلين ښار د کريسمس پر يو بازار د ۲۰۱۶م کال تر تروريستي حملې وروسته، آلمان د «خطرناکو» اسلامپالو اخراج ډير کړ. له هغه وخت راهيسې نژدې ۱۸۰ تورن کسان اخراج شوي دي.

https://p.dw.com/p/3d3oJ
Deutschland Polizei Terrorverdächtiger 2016
انځور: picture alliance/dpa/P. Zinken

په برلين ښار کې د کريسمس پر يو بازار تروريستي بريد د تونس هيواد اوسيدونکي، انيس عمري له خوا د يوې لارۍ په وسيله تر سره شوه چې ۱۲ کسان په کې ووژل شول.

دغه حمله په آلمان کې د افراطي اسلامپالو پر وړاندې د مبارزې په تاريخ کې د عطف يوه نقطه وګرځیده. عمري تر حملې وروسته په ايټاليا کې د پوليسو په ډزو ووژل شو.

د دغه تونسي د پناه غوښتنې درخواست په آلمان کې رد شوی وو او د څو جرمونو د ارتکاب په دليل، په زندان محکوم شوی وو، خو آلمان يې د اخراج په اړه اقدام نه وو کړی. د نه اخراج تر ټولو مهم دليل يې دا وو چې د تونس حکومت د عمري له منلو ډډه کوله.

تر هغه وروسته د آلمان حکومت د افراطي اسلامپالو د اخراج په هکله پر ډول ډول اقداماتو لاس پورې کړ. د بيلګې په توګه په برلين کې د «تروريزم پر وړاندې د دفاع د ګډ مرکز (GTAZ)» جوړيدل.

د آلمان د امنيتي او کشفي ارګانونو چارواکي په کال کې څو ځله په دغه مرکز کې سره راټوليږي او د اسلامپالو د احتمالي حملو د خطرونو او د هغوی د فعاليتونو پر وړاندې د مقابلې په هکله بحثونه کوي.

د آلمان د WDR تلويزيون او د «زود دويچه» ورځپاڼې د يو ګډ رپوټ پر اساس، له ۲۰۱۶م کاله تر اوسه، ۱۷۷ تنه افراطي اسلامپال له آلمان څخه اخراج شوي دي. له ډلې څخه يې ۵۹ تنه په ۲۰۱۹م او ۱۲ تنه يې په روان (۲۰۲۰م) کال کې اخراج شوي دي. دغه افراد افغانستان، الجزاير، ايټاليا، پاکستان، تاجکستان، ترکيه، ډنمارک، روسيې، سريلانکا، سويس، سومالیا، صربستان، عراق، لبنان، ليتوانيا، مراکش او مصر هيوادونو ته اخراج شوي دي.

د اخراج پر وړاندې حقوقي ستونزې

د آلمان د کورنيو چارو وزارت په امريکا کې د سپتمبر ۱۱مې تروريستي بريدونو وروسته، د بهرنيانو په اړوند مقررات ډير سخت کړل. د بيلګې په توګه په آلمان کې د اقامې قانون د ۵۸-الف بند له مخې، حکومت کولی شي هغه مهاجر چې د آلمان اتباع نه دي اخراج کړي، کوم چې د دغه هيواد د امنيت له پاره جدي خطر ګڼل کيږي.

خو تر اوسه ډير لږ شمير «خطرناک بهرنیان» د دغه قانون پر اساس اخراج شوي دي، ځکه حکومت د محکمې د حکم پرته، نشي کولای دغه افراد خپلو هيوادونو ته اخراج کړي.

د آلمان محاکمو هم تر اوسه په دې برخه کې په ډير جدي ډول اجراآت ترسره کړي خو يوازې يې د کشفي ادارو د معلوماتو پر اساس د يو چا د اخراج حکم نه دی صادر کړی.

کوم کسان چې اخراجيږي، اکثره يې هغه افراد دي، چې د افراطي عقايدو له درلودلو علاوه، د قانون خلاف کړنو مرتکب هم ګرځيدلي دي. د قانون خلاف کړنې د تورنو کسانو د اخراج له پاره لار هواروي.

د آلمان د جنايي پوليسو د فدرالي ادارې (BKA) د معلوماتو پر اساس، اوس مهال له ۶۰۰ څخه ډير افراطي اسلامپال د «خطرناکو» کسانو په څير پيژندل شوي دي.

د دې ترڅنګ، ۵۰۰ نور داسې اسلامپال هم شته چې د امنيتي ادارو په آند، بايد تر شديد کنترول لاندي وي. د دوی له ډلې څخه ډيری يې د آلمان تابعيت لري او حکومت نه شي کولای هغوی اخراج کړي.

دويچه ويله فارسي/ م.ک.ص/ ن.ص

موضوع سره په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (02.06.2017):