له آلمان څخه تازه اخراج شوي مهاجر کابل ته ورسیدل
۱۳۹۷ آبان ۲۳, چهارشنبهد کابل د هوایې ډګر د مسئولينو په حواله له آلمان څخه افغانستان ته د اخراج شویو مهاجرو لیږدونکي الوتکه د چهارشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې په ۱۴) په ځايي وخت د سهار په ۸:۳۰ د افغانستان پلازمینې ته رسیدلې ده.
ویل کیږي چې په دې الوتکه کې شاوخوا ۴۰ تنه اخراج شوي افغانان موجود ول. دا د ۲۰۱۶ میلادي کال د دسمبر میاشتې راهیسې افغانستان ته د پناه غوښتونکو د ډله ایز اخراج د لړۍ ۱۸ پرواز دی چې ترسره کیږي.
له آلمان څخه افغانستان ته د ډله ایزو اخراجونو د لړۍ د تیرو ۱۷پروازونو په ترڅ کې په مجموعي ډول ۳۸۳ تنه افغان رد شوي پناه غوښتونکي چې ټول یې نارينه ول لیږدول شوي دي.
په جولای میاشت کې د ۶۹ تنو اجراج شویو له ډلې څخه یوه تن یې کابل ته تر رسیدو لږه موده وروسته خپل ځان وژلی وو. افغانستان ته د پناه غوښتونکو اخراج په آلمان کې یوه شخړیزه موضوع ده، ځکه په دغه هیواد کې د طالب او داعش یا «اسلامي دولت» تندلارو ډلو پر وړاندې جګړه پراخه شوې ده.
همدا د اونۍ په پيل کې په مختلفو ولایتونو کې د تاوتریخوالي په پیښو او په کابل کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې تر ۱۰۰ ډیر انسانان ووژل شول.
د پوځي معلوماتو له مخې افغان حکومت د دغه هیواد د ولسوالیو یوازې تر نیمایې د لږې ډیرې برخې کنترول لري. ۳۰ سلنه نورې ولسوالۍ بیا د افغان امنیتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ لاس په لاس کیږي.